پښتو افسانې لا دَ ديوانو له منګولو ، دَ كوه قاف له تيارو نه راوتلي نه وې چي په بلي لومي كې وَنښتې ­ په لره پښتونخوا كې دَ پنجابيانو او دَ هغو دَ هندي سنياسيانو ډايجسټونو او فلمونو دَ اثر لاندي دَ ژوندۍ پښتني معاشرې نه بيرته دَ اسرارو او جادو په سمڅو كي لا دركه شوې ­ په بره پښتونخوا كي په اول سر كي دَ پښتونستان ، بيا دَ تش په نامه مجاهدو تنطيمونو په بوخته كي ګير شوې ­ دَ پښتونستان ارمان خو دَ لرې او برې پښتونخوا دَ مشرانو له شامته ، لكه دَ شنډه تُوت ونه تر اوسه بېثمره پاتې ده او جهاد دَ فلسطين اسامه ګانو او  اّى اېس اّى دَ ګټو ډالۍ شو ­ په پښتو ادبياتو باندي دَ لر او بر دَ همدغو څلورو اّفتونو (هندي ذهنيت ، هندي فلمونو ، دَ پښتونستان غوښتنې پلمو او جهادي غرضونو ) اثر دا پرېووت چي له پښتني چاپېريال نه يې پرې كړل ­ دَ ليكوال او شاعر مخ يې بل پلو ، داسي لوري ته واړاوه چي دَ ټولنې دَ معاشرې او ارزښتونو سره تړاو نه لري ­ زاړه ، سولېدلي او بې خونده تصورونه ، انځورونه ، تاريخ شرمولي ، زمان زموللي بابولالې دَ جمالګوټې دَ جولاب په څير دَ ادبياتو په نامه په پښتنو باندي وخوړلى شول  . 

دَ دې ردعمل څه وْ ؟ ځينو ليكوالو بيرته باباګانو ته مخه كړه ­ شړۍ يې دَ ځانه چاپېره ، شمله داره پګړۍ يې په سر كړه ، په نوره نړۍ يې دَ سامراج او امپريالست ټاپې ولګولې او دَ ځانه يې بل ، دا ځلې پښتون سنياسي ساز كړ او په دې ترانې بسيا شول چي ، اور د واشنګټن او كرملين په ماڼۍ پوري شه !.. دا  دَ صوفيانو عارفانه ګوښه ګيري ، به ښه واى ، خو كه دنيا دَ دوى نه لاس اخيستى واى ­ دښمنانو شندې پرې وكړې او بيا يې پرېښودل چي دَ خپلي ناپوهۍ په كړايي كي وريته يا دَ ډايناسارانو په شان ورك شي  .

          خو دَ پښتنو به پيران زوره ور و يا به دَ الله تعالى پېرزوينه ( چي  تل يې په خپلو صادقو بندګانو باندي لوروي ) وه چي په دوى كي داسې نوى كول راپيدا شو چي نه يوازي به دَ باباګانو دَ وياړلي تاريخ دَ خوندي ساتلو ذمه وهي بلكه دَ نورې نړۍ سره به يې ګام په ګام پرمخ بيايي ­ دَ دې كول او نسل استازي په لره او بره پښتونخوا كي په تادۍ سره لګيا دي ، خپلي تقدير ورسپارلې ذمه وارۍ پوره كوي ­ تادي په دې چي نړۍ انتظار نشي كولى چي يره يو ځلي پښتون را ورسېږي بيا به پر مخ ځو .

          افضل شوق دَ همدغو استازو په صف كي ولاړ ليكوال دى ­ ده ښاغلي ، دَ ادبياتو په ډولا ډول نوعو كي په برياليتوب قلم چلولى دى ­ سفرنامې يې په پښتو كي نامي دي چي ان زما په شان سخت دريځي لوستونكي هم خوند پر اخيستى دى ­ تصويرونه يې صفا ، راڼه او پر واقعيت ولاړ دي ­ ياد مي شي چي دَ پېښور په يوه عالمي كنفرانس كې ، چا منكر په ( اووه ګامه مزل ) نيوه كه كوله چي دَ بنكاك حالات يې چي بيان كړي ، هغه دَ پښتني معاشرې خلاف دي ­ ما ورته وويل چي شوق خو څه دَ پښين يا لورالايى منظركشي نه ده كړي ، بنكاك همدا شان دى چي ده ستايلى ­ سړى استوئ بنكاك ته ، تمه ورنه دَ لورالايى كوئ ­ په دوو نورو سفرنامو كي هم همداسي ، واقعيت ته وفادار چلېدلى دى  .

          تېره هفته دَ شوق دَ يوه ناول " پروني مخونه " زېرۍ راباندي وشو ­ پرون مي شروع او نن مي ختم كړ­ اوس په خوشالۍ سره كمپيوټر ته ناست يم ، خپل تاثرات ليكم  .

          په دې ناول باندي  له ورايه دَ شوق ځانګړې ټاپه ده چي دى له نورو همزولو ليكوالانو بېلوي ­ دا دَ ابن بطوطه ټاپه ده ­ شوق بلا ملكونه ليدلي او هلته يې بلا زيات خلكو سره شيروار ګډ كړى دى ­ خو دَ ابن بطوطه خلاف ، دَ شوق په رشته دارانو كي ، نېخه ولي ، تر نيمى زيات زنانه دي ­ دَ ښايستوكو په دې رنګين انګړ كې شوق خپل دين او پښتو هم ساتي ­ چي هغوى شراب څيښي ، شوق دَ كپه چينو كافي پياله ورسره جنګوي ، چي هغوى ورسره مينه كوي  شوق ورسره سپينه كوي ، چي هغوى يې شيطان ته پوري وهي ، پښتني جذبه يې بيرته رحمان ته ورسيخوي -

          زما پورتنۍ خبري دَ دې مانا نه لري چي ګني شوق هسې گگبې زړي كډو دى ­ هسي خو په زړه كي ګوړې ماتوي ، خو دَ حمزه باباخبره :

                                                              ما كوز    ورته  لېمه كړه   زما  سر  نه  ټيټېده

                                                            شاهدچي په الفت کي هم افغان پاتېكېدم    

پروني مخونه " دَ مصر او ځينو نورو ځايونو په زړه پورې انځوركښي هم ده ­ ښكاري دا چي دَ شوق سترګې برسېره پر انساني ښكلا دَ نړۍ په ښكلا هم نه مړېږي ­ دَ مصر دَ اهرامونو نه نيولې دَ اّلپ تر واورينو څُوكو يو هم دَ ده له قلم نه نه دي پاتې ­ زه دَ شوق داسي راتلونكو ناولونو ته سترګي په لار يم چي پام يې په ښو شي ، دَ خپلې پښتونخوا انځوركښي هم په همدې تفصيل او مهارت وكړي ، چي چا يې لا  له جماله پلو نه دى لري كړى  .­

          په " پروني مخونه " كې دَ سېلاني مينه يو ستوې او يو پوړيزه نه ده ، بلكه لكه پراټه پټ په پټ او لكه دَ پښتنو ناوې ، په  اوو شالونو كې پټه ده ­ خوند هم داسې مينه كوي ، نه  دَ ډېران ښكار ، دَ لوېديځ والو مينه چي لنډه په لنډو بستر ته ورسېږي ­ زما يوه ملګري به ويل چي په چرګ كې مې سينه ، لكه لمى او ورنونه نه خوښېږي ، بلكه  وزر ، چجوكۍ او ډونګه مي خوښه ده چي سړى په شواخون ترې كوم خڅوزې غوښه بود كړي  .­

         ، ما په خپل " دَ سمڅې ياران " نومي ناول كي يو ساده (جټ) پښتون زلمى ، چي نوم يې هم نه نجيب   نه مشاهد ، نه زلمى يا زمرى ، نه ايمل بلكه سم صفا كليوال ، كمال خان ، دى امريكه ته راوست ­ دلته مې دَ امريكا دَ بې پروا چټو پېغلو سره په يوه پوهنتون كې واچاوه ­ ان چې ښائسته شين سترګې مي ورسره په يوه بستر كې څملولې ، خو ده ظالم خور ورته وويل او لاس قدرې يې ور نه ووړ ­ همدا كمال خان بيا وطن ته په ستنېدو مين كېږي چي هغه بله كيسه ده ­ دَ " پروني مخونه " دَ سېلاني مينتوب هم خونده ورې لوړې ژورې او دَ پراټې پټونه لري او دَ يوه قوي ناول لېوالتيا (سسپنس ) يې په ښكلې طريقه پاللى دى  .

          ناول برسېره په نورو ښېګڼو دَ ځينو ملكونو دَ تاريخ او جغرافيه په باب ګټور معلومات هم لري ­ يوه مشوره چي زه يې شوق صيب ، بلكه ټولو لر او بر پښتنو ليكوالو ته  وركوم دَ ژبي او تورو كارولو په هكله دى، هغه دا چي اصلي پښتو، دَ ولس ژوندۍ ژبه بره دَ فارسۍ او كوزه دَ اُردو او انګرېزۍ دَ يرغل په دوړو كې وركه نه شي ­ زه دَ مجاور احمد زيار طريقه هم ردوم چي هر شي ته نوي پښتو توري له ګېډي راباسي ، خو چي ساده ، روانه ، هم فهمه پښتو توري وي ، په نورو ژبو خاوري اړوم ­ بله مشوره مي دَ املا په هكله ده ­ پښتو ليك دود بايد لر او بر يو شان او معياري وي ­ دَ لر او بر پښتنو نيم درځن ځلي په ګډو غونډو كي په څ ، ږ ، ړ ، ټ ، ى ، ي ، ې ، ئ ، ۍ او نورو تورو باندي په اتفاق سره پرېكړې كړي چي دَ هغې خيال ساتل ضروري خبره ده ­ متل دى چي دوه پكه ، هغه هم سره وركه ­ هسې هم زموږ ژبه په نړيواله كچه په سيالانو كي شمار نه ده ، ان چي په كمپيوټر كي يو منل شوى پروګرام او كيبورډ لا نه لري نو  كه موږ يې  لږ تر لږه په پښتونخوا كې له ګډوۍ و نه ژغورو ، نو دَ ډايناسارانو په شان به يې ځاى خامخا دَ تباهۍ كنده وي ­ مشرانو او باباګانو خو پښتو ليكنه ، كه ماته ده كه ګوډه ، تر موږ راورسوله ، نو دا به دَ پښتون ولس سره جفا وي چي موږ يې دَ خپل زمان او عصر سياله نه كړو  . 

  دَ افضل شوق په قلم دي بركت شي چي داسي ملغلرې په خپل قام لوروي  .