" نن سبا يوازي ښكارې "

" زه خو اول هم يوازي وم "

دَ مصر په عېن سلېن نامي ښكلي ځاى كي دَ  اكتوبر په شپږمه نېټه باندي غرمې خواته له بس څخه كوزېد لو ورسته چي دَ  بُوبا جُوف دَ سوال په ځواب كي سېلاني دَ خپلي يكړي داسي خبره وكړه ، نو يې سترګي په  پېغلي ډاكټروسا كي ښخي شولې ، چي دې وخت دَ  اېم فل لوستونكو له بس څخه كُوزېد له لګيا وه ، خو هغه چي څنګه ګامونه ورپسې تېز كړو، نو هغه  په نه ساعت كي بيا داسي هوا شوي وه لكه وزر چي يې كړي وي ­ نو ځكه دئ هم دَ "  قارون لېك " نامي ښائسته ځاى دَ هغه غټ هوټل په لور له ملګرو سره روان شو ، چرته چي به هغوئ په شنو شنو تالابونو كي لامبلو-  

 دَ هوټل په لابي كي وَ سوئمنګ پُولونو ته په تلونكي كاريډ وركي دَ تګ كولو په وخت بُوبا هغسي ورسره سره مخته روان وْ ، چي سېلاني  ناببره تم شو ، نوځكه  بوبُا ورڅخه پوښتنه وكړه . .

" درځه دوسته ، ولي وَ درېدې ؟ "

سېلاني هلته ليري دَ يوه سوئمنګ پُول سره خوا كي جوړ ښائسته لان كي دَ وسا او مصري ځوان صلاح چي تر خپلو يې په خندا خندا كي ګپي كولې په لور سترګي اړَولو ورسته په ځواب كي ورته وئيلو ..

" ته درځه بُوبا.. زه دلته په دې لابي كي دَ څو لمحو دپاره كښېنم "      

بُوبا هم پوهى شو، چي سېلاني له صلاح سره دَ وسا په ليد لو خفه شوى وْ ­ نو ځكه يې هغه خپلي خوښي ته شاته پرېښولو او پخپله مخته تېر شو-

          سېلاني چي دې وخت يې په سترګو باندي توره تياره راغلي وه په لابي كي خپل ښي لاس خواته جوړي كېفې په لور دَ محرومۍ له احساس سره مل ګامونه څه اوچت كړو، چي زړه يې هم دَ حلق ژبه ښكل كړه ..

 " يا خدايه .. ستا قربان شم ، دا زه دي په دې كوم امتحان كي بيا واچولم ؟ چي دَ خوبونو تعبير دي راته رښتيا هم كړو او دَ بل په برخه ليك هم"

دَ زړه له  كومي يې له خلې څخه داسي ګيله لا سمه وتلي نه وه ، چي اوښكي يې له سترګو څخه بهېد لو ته بيا لاري غوښتلو ته چمتو شوي هم وې ­ خو په كېفې كي ناست خلګ ورباندي پوهى ځكه نه شولو، چي دې وخت هغه توري چشمكي اچولي وې  .. 

بس مخته نو څه وْ ، چي په پيپسي بوتل پسې يې بوتل څيښلو سره سم ډېر ژر بيا دَ سګرېټونو دَ ټوټو امبار په ايش ټرې كي وَ هم درَولو ..

" دَ دې مطلب دا دى ، چي هغه له هرچا سره دغسي په مينه خبري كوي "

هو، كه يوې خواته دَ دې زړه چاوْدي مايوسۍ له سوبه سېلاني دَ وسا دَ ميني په اړه دَ ځان نفي كوله لګيا وْ .. نو بلي خواته دَ ګهړۍ ستني هم يوې بجې ته رسېد لې زياته ­ نو ځكه خو دَ وسا په زړه كي بېلابېل سوالونه را برسېره شولواو داسي څوك نه وْ ، چي له هغه څخه يې دَ ده تپوس نه وْ كړى ­ خو چپ له بُوبا ، بل هيڅوك هم په سېلاني خبر نه وْ، چي هغه چرته دى ­ هم ځكه خو چي اوس به لا هغه خپل ټول ارمانونه تر غاړي نيولو ، چي دَ كېفې په دروازې كي يې ناڅاپه وسا ولاړه تر سترګو شوه ، چي شاته يې بُوباجُوف هم ولاړ وْ ­ او هغې داسي په برګو ورته كتلو لكه سېلاني چي نه ، بلكې هغه خپله ورڅخه خفه وي  . . 

" راځئ راځئ"

سېلاني لكه له خوبه چي راويښ شوى وي او سترګي موږلو سره سم ، چي څنګه ولاړ شو، نو وسا دَ هغه داسي حالت كتلو ورسته سر له غصې وَ څنډ لو او بيرته شاته په غټو ګامونو باندي غبرګه شوه ­ سېلاني لا يو څو تندكونه ورپسې وَ هم خوړَلو، خو هغه بيا دَ لانونو په خوا جاروتي وه ، نو ځكه  بُوبا دَ هغه په لور راتللو سم دستي ورته وئيلو ..

  " سېلاني .. داسي درته نه وْ كول په كار.. خبر يې چي هغه له تا سره ډېره مينه كوي"

" مينه ؟ "

" " هو، مينه
 
" لا كن هغه خو سهار له صلاح سره يكړه ولاړه وه او په ډېر خوند او خندا ورسره ژغېد له "

دَ سېلاني په دې خبري هغه په زوره خند لو ورسته ورته وئيلو ..

  " سهار چي څنګه يو دم دَ هغوئ په ليد لوباندي ته له ما شاته پاته شولې ، نو زه پوهى شوم چي ستا موډ  هاف شوى وْ ­ لاكن نه چي تر دې هانده .. ته خو تيار لېونى يې"

او بيا يې په سېلاني باندي غوزۍ اچولو ورسته له ځان سره دَ هغو سوئمنګ پُولونو په لور بوتلو، چرته چي دې وخت له يو څو ملګرو په چپه نور ټول لمبېدلو لګيا وْ  -

شاوخوا سترګي ځغلولو ورسته چي وسا هيچرته په نظر نه وره غله ، نو بُوبا دَ موسېدلو ورسته واي  ..

" هغه خو هم ستا دوسته ده ، خود به ستا په غم كي اوس چرته ستا غوندي يكړه ناسته وي"

دا يې لا سم نه وْ وئيلي ، چي مسټر پُو ، محمد عبدالرحمان ، دَ جارجيا خاتونا او دَ روس پېغلي نستان او اېلينا په ګډه باندي  سېلاني ټانګو پانګو كړو او له جامو سره يې وَ اوبو ته وَغورځولو ­ بس بيا نو مخته څه وْ ؟ چي كه هر څو هغه دباندي وچي ته دَ وتلو دپاره هڅي كولې ، نو هغومره هغوئ نوري نوري ډُوپكۍ په شنو اوبو كي په داسي وئيلو وركولې  ..

 " ستا سزا ډېره شديده ده ، ولي چي موږ په تا پسې ډېر ګرځېدلي يُو ­ چرته پټ شوى وې هان"

لنډه دا ، چي هغوئ ښه ځانونه ورباندي ستړي كړو، نو سېلاني هم ساهكېدلى غوندي له اوبو چي څنګه راوختو، نو يې سترګي له وسا سره څلور شوې ، كومه چي دې وخت په ګڼو خوندكيانو كي هلته ليري دَ يوې درختي دَ سيوري دلاندي ناسته وه او لاسونه يې پورته پورته داسي غورځولو لكه هغه چي دا واي     
زه له سېلاني څخه كركه په دې كوم ، چي  ..

 "...  هغه دَ هري  انجلۍ په كار دى او بل .. دَ هغه خپله هم انجوني زياتي خوښېږي"
 
" هو، بد خو يم لاكن دومره هم نه ، ولي چي په دې اوسنۍ پېښه كي نو زما څه قصور دى ؟ "

سېلاني چي هم دَ خپل وهم په ځواب كي څنګه  داسي وَ بُوڼېد لو ، نو څه ګوري؟ چي وسا دَ هغه په لور لكه ماره راغزېدل شروع شوه ..

" لويه خدايه خېر "

سېلاني به لا اوس نور نور وسوسو او وېرو په سر اخيستلو ، چي هغې دا نوره پاته لاره ورته په موسكا موسكا كي څه لنډه كړه ، چي سېلاني داسي خوشاله شو لكه په مړه وجود كي چي يې ساه را  ژوندۍ شوي وي او ورمخته شو-

" ته چرته وې ؟ "

" زه .. زه دلته خو  وم "

 " نن له سهاره ما له چا او چا ستا تپوس نه دى كړى ­ ولي تاته صلاح ، پُو ، لومائي او فلاني فلاني نه وْ وئيلي ؟ "

يو ځل لا دَ سېلاني په زړه كي راغلو چي ورته وَواي ، چي دى به هغوئ چرته ليدلى وى ، نو به يې ورته وئيلو ­ لاكن هغه دَ خپلي غېر حاضرۍ په ځواب كي فقط ورته خندا څه وړاندي كړه ، چي هغې په ديكو ديكو تر هغې درختي پوري وَرسولو، چرته چي منال ، ثريا ، مديحه او ځيني نورو پېغلو دَ  ډومينو ګېم كولو ­ اوس به يې لا هغه هم له ځان سره په خالي چوكۍ باندي كښېنولو، چي صلاح هم را ورسېدلو او په عربي كي يې وسا ته وئيلو ..

" شكر دى ، چي اّخير دي هم دا دى پيدا كړو"
او بيا يې له هغه هم تپوس وكړو ..

" چرته وې مسټر سېلاني؟ دې الجېگرين خور خو مي مازغه را خوړلي وْ ، چي تا ورته پيدا كړم "

 " په كېفې كي وم"

په دې خبره يې خپل تندى ټكولو ورسته مخته وئيلو

" بس دغه يوه كېفې خو  وه ، چي ما په كي ته نه يې لټولى ­ ګني هغه ټول كونجونه څه ، چي دغه    سوئمنګ پُولونه مي لا هم په تا پسې وَغوښتلو"

او بيا يې خله دَ سېلاني وَ غوږ ته نيږدې كولو ورسته ورته ورو غوندي وئيلو . .

 " هلته په كېفې كي يكړ وې او كه په هغه سپينو انجونو كي هم څوك درسره وه ؟ "

سېلاني چي هم څنګه سترګي دَ هغو تكو سپينو بد نونو، چي په يوه يوه لوسته ټُوكرانو باندي پټ وْ په لور څنګه وا ړَولې ، نو وسا هغو دواړو ته په لغازي انداز كي وَوئيلو ..

 " ور شئ ، كه مو له هغو لُوڅو او سپكو پاسكو روسۍ پېغلو سره زړونه لمبېدلو ته كېږي ؟ "

" موږ او داسي كار ..؟ مجال دى كه يې ستا له وېري سوچ لا هم كولى شو "

صلاح چي دومره ورته وَ وئيلو، نو هغې هم  په هغه لور سترګي اړَولو ورسته وَ وئيلو ..

" سوپيس هم هغه ده لمبېږي په كي"

سېلاني پوهى شو ، چي دا لغازي اشاره يې دَ هغه په لور ده ، خو چپ له موسكا يې خله بنده ځكه وَساتله ، چي هغه نه غوښتلو، چي بيا له خپله لاسه ځانته دَ رنځونو كښت كرونده وَكړي ­ هو ، په دې خو بيا دَ هغې له څنګه تر هغه دمه ناست وْ، چي تر څو پوري دَ بيرته تللو اعلان نه وْ شوى ­ او سهار چي څومره په مات زړه سېلاني له قاهره څخه تر دې قارون لېك پوري راغلى وْ، نو له دې خوا بيا رك تر قاهره پوري دا دَ 75 كلوميټره لاره هغه په ډېر خوند ځكه تېره كړه ، چي وسا يې څنګ ته ناسته وه - 

_ 2 _

دَ ژوند ورځي شپې ډېري په تادۍڅه تېرېدلې ، چي دوه زړونه كه يوې خواته تر خپلو نور نور نيږدې كېد لو، نو بلي خواته يو بل زړه هم وْ، چي دَ هغو دواړو تر منځ يې دَ بېلتون لاري پرانيستلو ته خپل هر څه په داوْ باندي ايښي وْ ­ نو ځكه خو چي يې دَ انتقام جذبې دَ ورستي پُولي تر ټاك هم وا ويښتلې ، نو يې يوه شپه دَ سېلاني دَ فلېټ ور وَ ټكولو ..

" تا چي له ماسره څومره بي وفائي كړي ده ، دَ هغه ظلم بد له به ضرور درڅخه اخلم ، خو .. "

" خو څه ؟ "

. ".  منم ، چي ډاكټروسا تر ما ښائسته او ستا خوښه هم ده ، لاكن زه خو هم ستا "

" هو ، يې خو.. له دې نو ما كله انكار كولو؟ "
" مګر زه هم ټائم غواړم "

 ټائم ؟ " "

 هو ، برابر ټائم "

او دومره وئيلو ورسته يې سترګي دَ سېلاني په سترګوكي اچولو ورسته په شونډو باندي چي څنګه ژبه تېره كړه ، نو دَ هغه په بدن كي هر ويښته دنګ وَدرېد لو او په رېږدېدلي ژغ كي يې ورته وئيلو ..

  " لاكن سوپيس .. زه داسي نه شم كولى پليز"

 ". دا به كوې ، ګني "

" دا دي دهمكۍ ده كه ..؟ "

 " واست دى خواست ، ولي چي زه خو هم له تا سره مينه كوم"

او بيا دَ څه كولو په ځاى يو دم  داسي ناببره په ژړا سر شوه ، چي سېلاني كه هره تسلي وركوله ، نو هم هغه په ځاى دَ چپ كېد لو ، نوره نوره باغارو ته جوړېدله -

" داسي نه چي دا  تهائي مار بچۍ ما په داسي كولو خو نه رسوا كوي ؟ "

اوس به لا هغه په يو رنګه هغه له خپله فلېټه د باندي ايستله ، چي هغه يو دم چپ شوه او سېلاني ته يې شونډي چيچلو ورسته له پرسه يوغټ خنجر چي څنګه را وَ ايستلو ­ نو سېلاني له ويري څخه څه غوندي شاته شواو تپوس يې ورڅخه وكړو ..

 دا څه دى سوپيس ؟ "

او هغې خنجر دَ هغه وَ سترګو ته څركولو ورسته په مكرجني خندا كي لكه ډائيڼه ورته وَ وئيلو ...

" سېلانيه .. ته زما په ژوند كي څلورم سړى يې ، چي زما په زړه كي دَ دُښمن غوندي كُوټېږې "

  " ... لاكن سوپيس "

 " ... ياد يې ساته "

او بيا يې بيرته هغه خنجر په پرس كي ږد لو په وخت خبره داسي سرته وَ رسوله  ..

" هو ، پرېږدم دي نه ، وژلم دي ضرور.. خو نن نه ، بيا كله ، چي وار درباندي پيد ا كړم "

" سوپيس ته دا څه واې او ما له تا سره كوم بد كړي دي وايه ؟ "

" تا څه نه دي كړي ؟ دا به بيا درته ښئيم ، چي وخت يې راشي "
دَ سېلاني دَ خبري په ځواب كي سوپيس دَ هغه په سترګو كي سترګي دَ فلمي بد ماشي غوندي اچولو ورسته تر غاښونو دلاندي چي داسي چيچلي خبره څنګه سرته وَرسوله ، نو دَ دروازې زنګ وَګڼجېد لو­ او دَ سېلاني په ځاى هغه ورغله او ور يې خلاس كړو -

" سوپيس .. ته او دې وخت ؟ "

" هو ، زه "

"  نو درځه درځه ، چي توده كوفي درته پخه كړم "

 "  "مننه مسټر پُو .. ځم ناوخته دى

او بيا دَ سيلۍ په شان په هوا څه شوه ؟ چي سېلاني هم له تندي خولې پاكي كړې او سړه ساه يې داسي واخيستله ، لكه هغه چي بيا نوى ژوند موندلى وي ­ لاكن دَ دې هر څه پرته يې هم دَ ډاكټر پُو دَ دې خبري ځواب نه شو وركولى ، چي هغه بيا بيا كوله ،ګوا ..

" وايه سېلاني .. سوپيس څنګه راغلي وه ؟ "          

نو ځكه خو دَ ډاكټر پُو دا يقين شوى وْ، چي هغه  تهائي انجلۍ دلته هم په هغه نيت راغلي وه... دَ كوم د پاره چي هغوئ په خپله خاوره باندي پېژندل كېږي  -

_ 3 _

"  داسي نه ، چي دا سوپيس له ما وسا بد را كړي ؟ "

دا هغه وسواس وْ ، چي په سېلاني كي يې نه يوازي وينه وچه كړي وه بلكې هغه يې دَ سوپيس سره په خوږه او پسته روئيه ساتلو مجبوره كړى هم وْ ­ نو ځكه به هغه دا هڅه كوله ، چي هغې ته هم څه نا څه وخت وَباسي ­ او بلي خواته هغه وه ، چي له سېلاني سره دَ ملګرتيا ساتلو په نيت هغې له  بُوبا ، لومائي او منوېلا سره هم ناسته ولاړه زياته كړي وه ، ولي چي دَ هغوئ فلېټونه دَ سېلاني سره څنګ په څنګ دَ يوې پلازې په يوه فلور باندي وْ ­ او زياتره وخت به دَ هغوئ په فلېټونو كي ځكه ليدل كېدله ، چي هغې په سېلاني باندي نه يوازي خپل نظر ساتل غوښتلو بلكې ډاكټروسا ته يې دا خبره هم احساسوله ، چي سېلاني دَ هغې په چپه له دې سره هم اړيكي لري ­  خو دَ دې هر څه پرته هم سېلاني له وسا سره دَ ليد لو لاري پرانيستلې لګيا وْ - 

اوس خو دَ هغوئ تر ميان خبره په سي ډي سي كي دَ ليد لو كتلو او تر خپلو ماښام مال ټېليفونو كولو پرته  يوه ورځ تر دې ځايه هم ورسېد له ، چي دواړه دَ دې مقعطم په نيږدې كارنيچ كي دَ يوې اوپن ائير كېفې په لان كي څنګ په څنګ ناست دَ لسم اكتوبر 1997ع  مازيګري ژړى لمر هلته لاندي دَ ښكاره اهرام مصر دَ درو غټو څلوركونجيزه ګومبتو تر شا دَ هغوئ دَ اقراري شوي ميني په ګواهي كي پُټولو لګيا وْ -  

كه څه هم دَ هغوئ مينه له هيچا څخه نه وه پټه او دواړه له يو بل سره په اّزادۍ ملا وېد لو، خو دَ سېلاني په زړه كي هغه ورځ لا نوره هم ويره سېوا شوه ، چي سوپيس له هغه تور بُوباجوُف سره مينه په واز كومي اعلان كړه ، چي هغې او ډاكټر پُو سامنانګ به ورته پسي شا له ډېر پسخونده تور كوبرا يا سانډا وئيلو ­ ولي چي كه نورو ته دا دَ حېرت وړ خبره وه ، خو سېلاني ښه خبر وْ، چي هغې دَ ده دَ سېځلو پرته له هغه څخه انتقام اخيستلو د پاره داسي كړي وْ ­ او دا خبره دَ  بُوباجُوف  له روئيې څخه هم كرار كرار څرګند ېد له ­ ګوا هغه كه څه هم دَ سېلاني دَ ښه ملګري په توګه ځان برېښولو، خو له هغه سره يې په هر څه باندي داسي اخيستي وه ، چي ډاكټر پُو هم ښه ورباندي پوهى شوى وْ ­ ځكه خو به يې وئيلو..

" دا سانډا دَ سوپيس په ميني كي څه نور نه شو مست ؟ "

كه څه هم سېلاني دَ دې خبري په ځواب كي هر ځل ورته خندلو، خو دَ هغه اصل څيره دَ دولسم اكتوبر په سهار دَ سي ډي سي په دريم كلاس كي هغه وخت مخي ته راغله ، چي مېډم جهان شوقي دَ يوې پوښتني په ځواب كي بُوبا له سېلاني او ډاكټر پُو سره دَ غال تر هانده وَ رسيد لو - 

_ 4 _

په سي ډي سي كي ډېره مصروفه ورځ تېرَولو ورسته نن په لومړي ځل سېلاني له وسا سره دَ هغې  په خوښه څلورنيمي بجې خواته په مائيكرو بس كي ناست سعيده عائشه نامي علاقې ته ورچپ شو او له هغه ځايه په يو بل مائيكرو بس كي دواړه ډاوْن ټاوْن ، ګوا دَ قاهره په وسط البلد كي  تحرير سكوائر نامي علاقې ته وَ رسېدلو ، چرته چي غټ مصري ميوزيم هم دى ­ دَ دې اسكوائر په غټ ميدانګي كي يوې بلي خواته پښې خلاسَولو ورسته په طلعت حرب سټريت كي دَ ډيوټي فري شاپ مخي ته له يوه سره تر بله سره او بيا ورسره نورو ښائسته بازارونو كي يوې بلي خواته ګرځېد لو ورسته چي ښه ستړي شولو، نو دواړه مئينان لاس په لاس يوه  رېسټورېنټ ته ننوتلو .. 

لا خو دَ اّرډر په سمون دَ كاپوچينو مګونه نه وْ راغي ، چي هغې له سېلاني پوښتنه وكړه

" دا سوپيس اوس هم تا تنګوي ، كه يه ؟ "

 "  څه مطلب ؟ "
سېلاني لكه په غلا باندي چي ونيولى شي يو دم تپوس وكړو، خو وسا دَ موسېدلو ورسته ورته واي ..

 " هغه ډېره اړامه انجلۍ ده "

 "  اړامه .. څنګه اړامه ؟ "

" هغه بله ورځ يې راته وئيلو... "

خبره چي يې تر "وئيلو" څنګه وَ رسوله ، نو دَ كوفي مګونه وېټر په مېز باندي دَ هغوئ مخي ته ږدلو لګيا وْ، نو ځكه دَ هغې په دې خبري كي دې  راغلي برېك په سېلاني باندي خولې ور ماتي كړې ­ او اوس به لا وسوسو هغه په رېږدولو تيارَولو، چي هغې په موسكا كي مخته خبره داسي كش كړه  .. 

" "سوپيس هغه ورځ وئيلو ، چي هغې ته ستا دَ سترګو دا ويسكي كلر ډېر خوند  وركوي        

  "شكر دى"

 .. دَ هغې په خبري چي يو دم  دَ سېلاني له خلي شكر وَوتلو، نو هغې پوښتنه وكړه

" شكر دي څله وَ ايستلو ؟ "
 " په دې ، چي هغه كله كله ډېري اوتي بوتي هم واي ، هم ځكه خو زما ورسره نه لګېږي ولي چي سپكه پاسكه انجلۍ ده"

 "لاكن هغه خو ډېره ښه او ماشومه انجلۍ ده"

دَ سېلاني دَ رائې په زد چي وسا وَ هغې دَ "ماشومي" ټائټل وركړو ، نو دَ هغه په زړه كي دې وېري ځاى نيول پئيل كړو­ ګوا داسي نه چي دَ هغه په دُښمني كي وَ دې ته تاوان نه وَرسوي ­ نو ځكه يې ورته وئيلو . .

" هغه دومره هم ماشومه نه ده "

" ستا مطلب دا دى ،چي هغې له  بُوبا سره په مينه كولو كي ښه نه وكړو "

 "داسي ما كله وئيلو ؟ "

او بياخبري دَ سوپيس او بُوبا له ميني څخه دَ هغوئ دَ خپلي ناببري ميني ترهغه خوږو او ترخو لمحو پوري چي كله رسېدلې ، نو دَ ګهړۍ ستني هم وَ اتهو بجو ته رسېدلي وې ­ نو ځكه په ټېكسي كي دَ  نيل دَ درياب وَ هغه څنډي ته  وَرسېد لو، چرته چي دواړه په يوې غټي كشتۍ كي جوړ رېسټورېنټ ته دَ ماښامني خوړلو په نيت ځكه ور وَ ختلو، چي هغوئ غوښتلو، چي دَ خپلي پاكي ميني دَ سباوْن په باب دَ هغه مقدسه درياب څپې نه يوازي ګواه كړي ، بلكې دَ خپل ښه سباوْن په نيت يې په دُعاګانوكي ورګډي هم كړي - 

نو ځكه خو دَ ډوډۍ خوړَلو ورسته په يو بل واړه لانچ كي له وسا سره دَ هغې په خوښه يوازي ناست  سېلاني په لومړي ځل له هر څخه څه ، چي له خپلي وسا څخه هم په پټه يو څو اوښكي وَ نيل درياب ته په دې ور وَسپارلې ، چي دَ هغه دَ  ستړي ژوند هره ستړيا دَ وسا په موند لو وسا شوي وه ­ او دې وخت سېلاني په يوه مانا هم ځان له پخواني مصري فرعون  اخيناتن او خپله وسا له راڼۍ  نيفرتيتي څخه كمه ځكه نه ګڼله ، چي په دې واړه لانچ كي دواړه هغه رنګه څنګ په څنګ ناست .. په هغه رود نيل كي دَ مستو اوبو له څپو سره پورته كښته كېدلو سره سره  .. هغسي مينه رقم كوله ،كومه چي هغوئ زرهاوْ كالونه پخوا كړي وه ­ ګوا راڼۍ نېفرتيتي له خپل مېړه فرعون اخيناتن څخه تپوس كولو ..

" موږ كه مړه شولو، نو به هم دغه رنګه له يوبل سره سره يُو ؟ "
  هو، زموږ څېرې به نه وي او نه به دا شين رود نيل ، خو زموږ نومونه به دَ مئينانو په څير ژوندي پاته" "وي

نېفرتيتي ځان نور وَ اخيناتن ته نيږدې كولو ورسته چي دَ هغه تر ملا لاس كله جارباسلو، نو شپه هم تېره شوه او تر شا يې لمر چي ژېړي شغلې ورباندي وَ غوړَولې ، نو هغوئ دواړو يو بل ته دَ ميني په حواله امر كېدلو زېري داسي په خوشالي وركړو ..

 " لمرخداى زموږ دَ ميني ګواه شو "

هو، دې وخت سېلاني او وسا هم دَ مصر دَ تاريخ برخه ګرځېدلو كي دَ شنه نيل درياب څپې په داسي وئيلو باندي ګواه كولې لګيا وْ . .

" وسا .. ګوره ګوره چي ما يوازي نه پرېږدې .. ما په تا پسې ډېري ستړي كړي دي ­ نور توان نه لرم "

" داسي كله نه شي كېدلى ، چي زه به تا هېروم "

نو ځكه خو سېلاني هم خپل پښتني بول داسي وركولو ..

" نو بيا مي دا ياد لره ، چي بې له مرګي .. ما له تا بل هيڅوك او هيڅ شى نه شي بېلوى "

" دُنيا هم ...؟ "

" " هو ، دغه دُنيا كه زموږ تر ميان اورونه وَ كري هم ، نو به زه تر تا پوري  ځان در رسومه

" وعده "

" هو، دا مي نه يوازي له تا سره لوظ دى بلكې له خپل عظيم خداى سره ټينګه پښتو هم "    

او داسي سوګند وركولو ورسته وسا ځان دَ همېش همېش د پاره محفوظ ګڼلو ­ نو ځكه خو به كله كله له ځان سره په  فرانسوي كي داسي وَ هم بوڼېد له .. لكه زړه چي يې جوړه دَ خوشالۍ سندره واي -

_ 5 _

له  قاهره ښارڅخه بيرته  مقعطم ته دَ رسېدلو ورسته دَ شپې يولس نيمي بجو خواته چي سېلاني خپله  وسا دَ هغې دَ هاسټل په ګېټ كي پرېښولو ورسته چي اوس څنګه وَ خپل فلېټ ته زياته په رسېد لو وْ، چي له سوپيس سره ناڅاپه  مخامخ شو ­ كومه چي دې وخت يوازي دَ  بُوبا له فلېټه وَ خپل فلېټ ته روانه وه ­ هغه نه غوښتلو، چي ورسره هېلو هاى وكړي ، خو هغې ورباندي ژغ وكړو . .

 " دا منم ، چي زه هم اوس له تا دومره كركه كوم ، لكه ته چي يې له ما كوې ، خو بيا هم دا هيله كوم ، چي ما به تر خپل فلېټه وَ رسوې"

  اوس به لا هغه ورته عذر كولو، چي هغې داسي سخت نُوك وَوهلو ، چي اېله غورځاره نه شوه ­ نو ځكه سېلاني دَ نه غوښتلو پرته هم له هغې  سره مل شو، ولي چي دې وخت هغه په حال كي نه وه ­  نو ځكه دواړه څنګ په څنګ مخته روان شولو-

" وايه سېلانيه .. زما سانډا دي خوښ شو؟ "

" سوپيس .. هغه دې وخت ستا يار دى او زه يې احترام كوم "

" احترام ... واوْ ، دا خو دي نوي خبره وكړه "

" " هو، په دې چي هغه سره ته مينه كوې او ته بيا زما دوسته هم يې  

سېلاني خبره لا سمه سرته نه وه رسَولي ، چي سوپيس زيږه شوه اودا هغه لمحه وه ، چي په نشه كي يې اندرون داسي ورته وَ هم څپړلو ..

 "  هغه زما مينه نه ، بلكې ضرورت دى ضرورت "

 " ضرورت؟ "

 هو، ضرورت .. ضرورت "

دَ سېلاني دَ سواليه توري " ضرورت " په ځواب كي يې دومره وئيلو سم دستي دَ نرۍ مكرجني خندا كولو ورسته په اوږه را ټال  پرس ټكولو په وخت ورته په لغازي موسكا كي وَ وئيلو ..

 "  خنجر لا اوس هم په دې پرس كي ګرځوم "         

" لاكن دَ چا د پاره او څله ؟ "

سېلاني چي فقط دومره تپوس ورڅخه وكړو، نو هغې يې په خوا مخ  ور اړَولو ورسته داسي خله وَ كړه .. 

" هغه څوك دى؟ ته په دې هم خبر يې او څه يې كړي دي ؟ په دې باندي هم "

او بيا له ګوډ نائيټ وئيلو سره سمه دَ هغې پلازې په ګېټ كي له تندكونو خوړلو سره ورننوتله ، چرته چي هغه له فلوريتا سره اوسېد له ­ نو ځكه سېلاني يو ځل بيا له بېلابېلو واهمونو او وسوسو سره ملګرى دَ خپل فلېټ په لور روان شو -