" " زه له تاسره يو دوه منټه كښېنستلى شم
سلام اچولو ورسته لاس وركولو سره سم هغې نرۍ  جګي سوډانۍ پېغلي منال الجدال، چي دَ ډاكټر وسا تر ټولو ښه خوندكۍ وه چي داسي درخواست وكړو، نو سېلاني ورته دَ اجازې وركولو ورسته چي ستړى مه شي څنګه وَ وئيلو، نوهغې په موسكا كي پوښتنه وكړه  ..

" " څنګه ده ستا مطالعه او وايه سېلانيه .. زړه دي په سي ډي سي كي ولګېد لو كه يَه ؟

" " ښه يم .. ګُزاره كوم او دَ دويم سوال په ځواب كي به دَ څه  وئيلو په ځاى چپيا راته بهتره وي

هغې وړې چشمكي په سترګي باندي سمولو ورسته وئيلو  ..

" " خبري به كوْ .. خو اول دا حال راكړه ، چي څه خورې او يا څيښې؟

" " وَ بخښه .. ما اوس اوس كوفي وَ څيښله

خو هغې دَ سېلاني په خبرو كي دَ بېزارۍ څرګندَوني ، پرته هم دَ كوفي اّرډر وېټر ته  وركړو،او بيا يې دَ هغه په خوا مخ ور اړَولو ورسته وئيلو  ..   

          " ....  ستا طبعيت ښه نه دى ..چرته زما راتګ خو "

        " يَه يَه .. داسي خبره هم نه ده ، بس لږ نه يم برابر "

دَ سېلاني په دې خبري باندي هغه څه غوندي وَموسېد له ، او بيا يې مخته خبره په خلاسو تورو كي داسي وكړه  ..   

" " په شروع ورځو كي ته او پېغله وسا ډېر نيږدې نه واست ؟

" " هو، وْ خو؟

" " لاكن اوس څله داسي ليري ليري ښكارئ ؟

سېلاني پوهى شو، چي دا انجلۍ دَ وسا له خوا ماته راوړي ده ، نو ځكه يې ځانته پچه ږد لو ورسته ورته وئيلو  .. .

" " زه نه يم خبر ، چي هغه له ما په څه خفه شوه ؟

" " وجه خو به يې نو خامخا څه وي 

دَ هغې په "خامخا" توري باندي سېلاني دَ هغې په لور وكتلو او بيا يې په پسخوندي موسكا كي څوكه اوږي څنډ لو ورسته ورته وئيلو  ..
"  " اوس به نو مخته څه وايم ؟ ګوا زه خبر نه يم او ته واې ، چي خامخا به څه وي

" ... "زما مطلب دا نه ، بلكې زه وايم چي هغه

  " هغه.. هو، هغې كېدلى شي ، چي ترما ښه خواخُوږي پيدا كړي وي ­ او دغه  ستا دَ سوال هغه وجه هم  كېدلى شي .. كومه چي اوس تا له ما پوښتله"

پېغلي منال دَ  سېلاني په دې خبري باندي سر په اثبات كي داسي وَښورَولو لكه هغه چي هم دغه خيال لري ­ لاكن مخته واي  ...

" " ته په رښتيا مينه ورسره كوې ؟

" " هو، ما له هغې سره مينه له مُودو مُودو راهسي كړي ده او كېدلى شي چي اوس هم

" " لاكن هغه څنګه ؟

منال دَ سېلاني خبره پرېكولو سم دستي چي داسي په حېرت پوښتنه وكړه ، نو سېلاني سړه ساه ايستلو سره سم پورته بام ته سترګي اړَولو ورسته ورته واي  ..

        "  ... " منال .. دا ډېره اوږده كيسه ده او زه نه غواړم چي

دومره وئيلو ورسته چي هغه خپله خبره په دغه ځاى نيمګړي پرېښوله ، نوهغې چوكۍ نوره مېز ته رانيږدې كولو ورسته تپوس ورڅخه وكړو  ..

 " شاعر هم يې .. ما داسي اورېدلي دي"

         " " يم .. ځكه خو په ويښو سترګو باندي خوبونه وينم

او سېلاني لا داسي سم نه وْ وئيلي ، چي ډاكټر پُو راغلو ­ او خبره په هغه ځاى پاته شوه ­ لاكن پُو بيا كله دَ چا اّسره كوله ­ يو دم يې په خپله شوخه لاكن ډېره مخصوصه لهجه كي ورڅخه تپوس وكړو ..

              "  ...  " هېلو منال .. ته ماته دا را ښئيلى شې چي هغه وسا   

              " او سوپيس دي چرته دي؟ "

" " وي به چرته په سي ډي سي كي

منال چي څنګه  دَ ډاكټر پُو دَ خبري په ځواب كي لاعلمي څرګنده كړه ، نو هغه دَ وړې لاكن پسخوندي غوندي خندا كولو ورسته ورته وئيلو  ..

"  " هو ، بېشكه هغه به له ښائسته بُوبا جوُف سره ناستي وي چرته

او بيا دَ څه خند لو ورسته درې واړو خپل خپل مګونه په لاس كي نيولى په كوفي غوړپلو چي څنګه  بوخت شولو ، نو ګپه له سي ډي سي څخه دَ  پُو په دې سوال لا نوره هم خوږه شوه ، چي ګني دَ هغوئ ياني اېم فل سېشن څله تر راتلونكي جولائي اګست پوري وَ ځنډېد لو -

؟ " " ګوا وسا به په دې راتلونكي دسمبر كي نه ځي وطن ته

سېلاني كه څه هم داسي خبره نه وكړه ، خو تر ډ ېره پوري يې په زړه كي كُوټېد له په دې چي هغه ډېر خوشاله شوى وْ دَ هغې په نه تللوباندي - 

_ 2 _

نن سېلاني ډېر خوشاله وْ ­ ولي چي ډاكټر وسا يو ځل بيرته دَ هغه دَ سوچ په سمون دَ هغه په لور راستنېدل غوښتلو ­ او څه څه خبره هم دغه رنګه وه ­ ګواكه  څه هم وسا نېغ په نيغه چاته داسي هيڅ قسم دَ ماتي خبره نه وه كړي ، خو دَ  منوېلا سره يې ناسته ولاړه تر اوله څه غوندي زياته كړي وه ­ او  دَ هغې وَ وړو لُوڼو فلاويه او وينډي ته يې فرانسوي ژبه هم ور زده كوله ­ نو ځكه به په دې بهانه باندي هره ورځ مازيګر مال ورته فلېټ له راتلله - 

خو بلي خواته سېلاني كه به هغه كله وَليد له هم ، نو چنداني لفټ يي ځكه نه وركولو، چي هغه غوښتلو ، چي وسا دَ ميني او هغه په قد ر پوهى شي ­ او دا هرڅه هغه له خپلي خوا نه كولو، بلكې دَ منوېلا او ډاكټر پُو په خوښه يې ځكه كولو ­ چي هغوئ كه يوې خواته سوپيس دَ هغې له مزغو ايستله ، نو بلي خواته يې دَ  سېلاني تول هم ورته درنَولو لګيا وْ ­ ګوا اوس سېلاني نه ، بلكې هغه دَ سېلاني په رنځ اخته شوي برېښېد له -

مخته نو څه وْ؟ هغه سېلاني ، چي نن سبا كه يوې خواته دَ نر پښتون غوندي په دې خبره باندي ولاړ وْ ، چي ډاكټر وسا دي له هغه  څخه مافي واخلي ­ نو بلي خواته به يې دَ خپلي خوني له كهړكۍ ورته تر هغو پوري په غلا غلا لاره څارله ، چي هغه به نه وه دَ  منوېلا تر كوره راغلي ­  او يا چي به څنګه وسا دَ  منوېلا  له كوره وَ وتله ، نو هغه او پُو به په منډه دَ  منوېلا وَ كور ته ورغلو او په داسي پوښتنو به يې وَ خپل زړه ته تسلياني څه وركولې ، چي غوښه به يې هم ورباندي زياتېد له ، ګوا  ..

 " نن وساڅه وئيلو؟ "  

او دا راته وَ وايه ، چي  ..  

 " تا ورته څه وئيلو؟ " 

هم دغه رنګه ورځي او شپې مخ په وړاندي رواني وې ­ ګوا اوس هغه هم لږه پوهه شوي وه ، چي سېلاني هم ورته هغسي مات شوى دى ، لكه هغه خپله ­ خو ماته يې په نره ځكه نه منله .. چي هغې په ځان باور درلود لو، چي كله هم وَ غواړي ، نو ورته دَ يوې خوږې موسكا وړاندي كولو په بد له كي به يې دَ ځان كړي خو، بيا چي به دَ هغې دَ وېرَولو د پاره منوېلا ورته كله نا كله كه څه هم داسي وئيلو، چي  ..

 " وسا .. داسي نه چي سېلاني درڅخه څوك هوا نه كړي ؟ "

خو هغې به په خندا كي ورته وئيلو  ..

           " كه داسي په اسانه هوا كېد لو .. نو بيا دي هوا شي"

او يا به يې ورته وئيلو، چي  ..

" ښه دى ، دغه رنګه به يې پټ اندرون هم راته ښكاره شي "

هم په دې خو به منوېلا په وار وار وَ سېلاني ته وئيلو، چي  ..

" " ګوره ګوره سېلانيه .. چي هيڅ داسي غلط كار نه وَكړې ­ چي دَ وسا زړه درڅخه بدرا شي

سېلاني  دا خبره منله ، خو سوپيس وه ، چي نه يوازي وَ هغه ته په غضب شوي وه ­ بلكې چي اوس يې خپله هم دَ تول تله دَ هغه په مقابله كي سپكه سنجوله وَ  وسا ته نور خو نور ، دا هم لا وئيلي وْ، چي سېلاني په هغې پسې مړكېد لو­ او سېلاني له هغه سره دا او داسي بد هم كړي دي ­ خو دَ منوېلا له قوله وسا اوس دَ سوپيس په خبرو باندي ځكه باور نه كوي ، چي دَ هغې له قوله .. هغه يو خوشرابي انجلۍ ده ،  او بل .. دَ هري ورځي بيان يې له تېري ورځي بېل او بدل وي ­ ګوا كله واي ، چي ..

" په لومړي ځل هغې له سېلاني سره مينه اّغاز كړي وه" 

او بيا واي  ..  

" " يَه يَه دا خو سېلاني وْ ، چي هغه يې ورسره په مينه كولو وَپارَوله

لاكن كله كله خو لا داسي هم واي ، چي ..

"  " سېلاني دَ هغې په خوښه نه ورسره تلو، نو ځكه دَ هغې ورڅخه بد وَ شو

دَ سوپيس څخه دَ زړه ماتي ډاكټر وسا دغه رنګه خبري چي به كله دَ منوېلا مورتي  له خلې دَ سېلاني تر غوږو ورسېد لې ، نو هغه به وَ عظيم خداى ته په سجده باندي پرېوتلو ­ ولي چي اوس يې هغه په محفوظو لاسونو كي بلله ­ لاكن بيا چي به يې دَ هغې وَ دې  بې ځايه هوډي ته پام شو، نو له غصې سره سره به يې مينه په دې خبري باندي ورته راتله ، چي هغه خوبه هم هركله دَ خوب په ټاپوګانو كي ورته راتلونكي خپله خيالي انجلۍ په دغسي بڼه كي ليد له -        

_ 3 _

          ډاكټر پُو او منوېلا غوښتلو، چي دَ دغو دوْ مئينانو روغه به په هغه ورځ كوي ، چي كله وَ سوئيز كېنال ته دَ سټډي ټريپ په توګه ځي ­ لاكن  نن دَ نهه ويښتم نومبر كال 1997ع ورځ ده او دَ  اسماعيليه او سوئيزكېنال ټوْر دى ­ خو له بده مرغه يوازي دَ  ګلوبل ډپلومه لوستونكي په بس كي ناست دي او دَ  اېم فل يو لوستونكى هم نه شته په كي ­ نو ځكه وسا هم شاته پاته شوي وه او بس چي مخته يې دَ پوليس ګاډۍ دَ حفاطت د پاره روانه وه په ځاى دَ سعيده عائشه دَ سړك .. نن په هغې اوږدې لاري باندي سم شو، چرته چي په كال 1994ع كي هغه لويه زلزله راغلي وه ، چي خورا ډېري ورانياني يې جوړي كړي وې ­ او تر اوسه پوري لا زياتره ودانياني هغسي كنډوالې پاتي وې ­ لاكن دَ دې ځاى هد يره دَ كتلو  وړځكه وه ، چي دَ هر خاندان مړي په يوې څلورديواليزه ، خو بې بامه ودانۍ كي په قبرونو كي پراته وْ ­ او دا هد يره له ليري يو كلى ښكاره كېد لو .. هو ، داسي وران او ويجاړو كلى ، ي زړند ورته كله هم پېښه نه وي را كړي -  نو خو سېلاني چي دې وخت يې په زړه باندي دَ وسا دَ نه راتګ په هكله جذبو دَ پريانو دَ دُوړو په شان اتڼونه كولو هم خپل ځان او ژوند بې له هغې خپلي  خفه شوي وسا څخه په ستړياګانو ستړى برېښېدلو - 

څنګه څنګه چي بس دَ  اسماعليه په لور لاره لنډ وله ، نو ورسره كه مځكي هم خپله بڼه سمه بد لوله ، نو دَ سېلاني سره په څنګ كي دَ دې بل كتار په سيټ كي ناستي سوپيس چي نوټس يې اخيستلو يو وخت دَ هغه پام خپلي خواته په كاپۍ باندي جوړي كړي چاړې په لور چي څنګه واړَولو، نو هغه ورباندي ځكه پسخوندي موسكا وكړه ، چي هغې ګوره چي څه او څه په  تهائي ژبي كي ورسره ليكلو هم لګيا وه-  

اوس كه څه هم ګېم دَ هغې له لاسه وتى وْ ، خو بيا هم دَ خپل كستناكه فطرت له سوبه ښځه نه شوه ­ او هغه رنګه يې په زړه كي سېلاني ته غاښونه كرلو لګيا وه ­ كه  څه هم يو نيم ځل سېلاني هغې ته دَ هغې دَ بدو احساس وركولو دپاره ښي ډېري خوږې او درنې خبري هم كړي وې ­ خو هغه وه .. چي لا نوره نوره به ورته ښا ماره كېد له او له خلې به يې ورته اورونه غورځولو- 

اسماعيليه ، چي دَ  قاهره په مشرق كي په سل كلوميټره واټن باندي جوړ ښار دى ته رك له قاهره څخه ډبل روډ ورَغلى دى - 

" " دلته په لاري كي ځاى په ځاى دَ  كوترو دَ فارمنګ دپاره جوړي سپيني غټي كوټې دَ كتلو وړ دي 

سوپيس چي دَ سېلاني پام په هغه خوا ناببره واړَولو، نو هغه ورباندي وَخند لو ­ نو ځكه خو هغې په حېرانتيا ورڅخه پوښتنه وكړه-

" " څله دي وَخند لو زما دُښمن سېلانيه..؟

" " ځكه ، چي ستا له خلې دَ كوترو په باب خبري عجيبه راته ښكاره شوې

" "  عجيبه ولي؟ كوتره خو ښائسته مارغه دى

هغې چي بيا تپوس وكړو، نو سېلاني ورته وئيلو  ..

         ..." " ښه پوهېږې ، چي كوتره دَ امن علامت ده او ته

" " ترهه ګره يم .. دغه وئيل غواړې ؟

" " هو.. ترهه ګره

           " څه ..؟ زه ترهه ګره ، ياني"

او بيا يې خبره په دې ځاى باندي پرېښولو سره سم دَ خند لوورسته ورته وئيلو  ..

          " تا تر اوسه ليدلي څه دي خوار سېلانيه ...؟ "

هغې به لا نور څه وئيلو، چي ورسره څنګ كي ناستي فلوريتا يې پام دَ  اسماعيليه ښار په دريابي ويالې باندي جوړ دَ هغه پُل په خوا اړَولو ورسته ګوره چي څه ورته وئيلو­ نوځكه سېلاني هم دَ خپلي خوا له شيشو څخه دباندي كتل شروع كړو- 

دَ پاوْ كم دوْ ګنټهو دَ مزل ورسته چي دَ  اسماعليه ښار  په تنګو لاكن ډېرو ښائسته لارو باندي چي بس دَ مګرمچهـ په رنګه ډم اوبو ته ورسېد لو، نو دَ سېلاني تر شا ناست محمد عبدالرحمان له قوله  ..
 
 دی او دَ دې مانا هم دَ مصریانو په ژبه کی مګرمچهـ خېږي" LAKE TIMISAH " دا

" " مګرمچهـ ؟

داسي نه چي سېلاني په دې نامه باندي حريان شوى وْ ، بلكې هغه چي دا تورى له خلې په زوره را ايستلو، نو يې دَ سوپيس په لور كتلو ­ خو هغه وه ، چي دَ څه وئيلو په ځاى يې غاښونه په موسكا كي داسي په كركه سپين كړو لكه واي چي  .. 

          " " تا خو لا مګرمچهـ ليدلى كله دى

كه څه هم سېلاني دَ هغې داسي پسخوندي خندا ټوكه ګڼلي وه ، خو سوپيس يې په لوري بيا بيا ډېر له خشمه داسي كتلو لكه هغه چي يې ډېره زياته بې عزتي كړي وي - 

خو سېلاني له هر څه بې خبره دَ محمد عبدالرحمان وَ هغه خبرو ته يو غوږ شوى وْ ، چي دَ سوئيزكېنال په باب يې داسي هغه وخت كولې لګيا وْ ، چي دَ يولس نيمي بجې خواته بس نوموړي سوئيز كېنال ، چي ورته نهر سوئيز هم وئيل كېږي ته وَرسېد لو- 

  " هې سېلانيه .. هغه تكي شنې اوبه چي وينې .. دا دَ سره سمندر ياني دَ رېډ سي او مېډيټېرينئين سمندر تر ميان لاسي جوړه هغه لنډه ګوا 193 كلوميټره اوږده لاره ده ، چي دَ مصر په معاشي ودي كي ډېره لويه برخه لري ­ يو سر يې تر مېډيټېرنئين سمندر پاني پورټ سعيد پوري رسېږي ­ او بله څنډه يې په رېډ سي باندي تر پورټ توفيق پوري غزېدلي ده"

دې وخت چي په كي يو ډېر غټ دَ تېلو ټېنكر تېرېد لو، نو له څنګه ورته ولاړ دَ يمن ملګري سليم  وَ سېلاني ته  په غوږ كي وَ وئيلو ..

"  " سوپيس دي غواړي

" " چرته ده ؟

" " له هغه كېبن سره ولاړه ده

او سېلاني چي څنګه په هغي خوا ور وكتلو، نو هغې دَ لاس په اشارې هغه ور وَبللو ­ يو وار لا دَ هغه په زړه كي راغلو، چي نه شي ور ­ خو بيا يې وئيلو، چي ورتګ ورته ځكه ضروري دى ، چي په ارادو يې خبر شي ­ نو ځكه يې په لوري ورچپ شو-

 ... "  " سېلانيه .. زړه مي غواړي چي مړ دي كړم او  په دي اوبو كي دي وَ بهوم ، لاكن

" " لاكن څله سوپيس؟

  " غلى شه .. ما ته دَ خبري سپينولو دپاره نه يې راغوښتلى .. بلكې زه خو دا درته وايم ، چي كه ته زما په خوښه يو كار وَكړې هو فقط يو كار .. نو كېدلى شي ، چي ما او تا له دُښمنانو څخه بيرته دوستان شو"

" وايه .. كوم كار دى ؟ "

سېلاني به لا اوس نوره پوښتنه كوله ، چي بُوبا را ورسېدلواو په تريو تندي چي يې څنګه سوپيس ته ورسره دَ تللو وَ وئيلو، نو هغې په سخته لهجه كي ورته وئيلو ..

 " ته درځه .. زه درپسې يم ، نه ګورې چي زه له سېلاني سره يوه پټه خبره كوم" 

او هغه چي څنګه ګامونه په مات زړه اوچت كړو، نو سوپيس دَ سېلاني دَ ځيګر خلاس بټن بندَولو په وخت ورته وئيلو  ..

" " كار نوى نه دى او نه ګران يا تاواني دى .. خو چي كله زه تا يكړ وَوينم ، نو به درته وَ وايم

او بيا يې په دې بل لاس كي نيولي چاړې نرۍ څُوكه هم دَ هغه په لاس چي څنګه جګه كړه ، نو يې ورته وَ وئيلو .. 

         "  " ځه لا ړ شه .. تر هغو پوري خلاس يې

        "  ...  " لاكن سوپيس

         " " نه منم هيڅ قسم لاكن واكن .. پوهـ شوې كه يهَ

خو بيا هم چي تلله ، نو يې ورته وئيلو  ..

  " زه خبره يم ، چي ته له وسا سره ډېره مينه كوې او هغه هم ستا په خوا زياته دركږه شوي ده ، نو ځكه زه نه   غواړم چي ستاسو تر ميان دريمه شم"

او بيا يې په سينې باندي څُوك وركولو ورسته ورته په وازكي انداز كي وئيلو  ..
         "  " خو دا هم ياد لره ، چي شرط به تر منځه پروت وي

_ 4 _

          دلته په يو كلب ، چي نادي الشاطي نومېد لو كي ډوډۍ خوړَلو په وخت هم هغه سپين سترګي سوپيس له سېلاني سره په څنګ كي داسي په غټ زړه ناسته وه ، چي په خپل يار بُوبا جوُف كي يې هم هيڅ چُړت نه وهلو ­  منوېلا او ډاكټر پُو په څو ځله وَ هغه ته دا خبره وكړه ، چي  ..

" " كار مه ورسره لره .. داسي نه چي نوري كانې درباندي وكړي

خو سېلاني كه څه هم ځان ورڅخه پېچلو، لاكن هغې به بيا بيا ځان ورته وَ رسولو ­ او په اشارو اشارو به يې دَ هغه كار وضاخت ورته كولو ­  چي هغه يې  په هېره لا هم سوچ نه وْ كړى ­ خو هيڅ قسم ردعمل يې بيا هم ځكه نه شو څرګندَولى ­ ولي چي  هغې تهائي ماربچۍ به ورته دَ وساعربلور نوم څه چي ، دَ هغې ژوند ، او دَ عزت دَ جنازې پورته كولو په باب هم اشارې كولې ­  نو پدې خو سېلاني په خلې باندي لاس نيولى وْ او دَ هغې دَ هر سوال په ځواب كي به يې كه سر په اثبات كي نه هم ورته ښورولو، خو په شونډو يې موسكا ورته خامخا خپرېد له ­ هو، كه څه هم منوېلا او پُو لا ورته وئيلو، چي  ..

" " دې سوپيس نن په تا باندي ګوره ، چي څه جادو كړى دى ؟ چي له سهاره دي خله ويړه ويړه ورته كېږي

لاكن سېلاني وْ، چي هغو ته به يې هم لكه لېونى خند لو ...ولي چي دې وخت سوال دَ هغه نه ، بلكې دَ هغې وسا دَ عزت او قيمت وَ منځ ته راغلى وْ، چي ده به له ډېره وياړه ورته دَ خپل ژوند نوم څه ، چي دَ ژوند دَ ورستي مرام نوم لا هم وركړى وْ  -

          او كله چي مازيګر خواته بس له سوئيزكېنال څخه بيرته دَ  قاهره په خوا را روان شو، نو هغې دَ  التانګريل او محمد مصري سره په ګډه په بس كي په عربي سندرو باندي داسي په مستۍ ګډ ېده شروع كړو، چي ډاكټر پُو دَ سېلاني وَ مخي ته وَ منوېلا ته وَ وئيلو، چي  ..

  " دا ګوره منوېلا .. سوپيس هم نن ډېره خوشاله ده ، چي له سېلاني سره يې ګوره چي كومه او دَ چيشي   سودا وكړه"

كه څه هم دَ  منوېلا پرته عقود او بېسنك مورتي هم دغسي رائيې درلود لې ، خو بيا هم هغه سېلاني وْ، چي چپ له موسكا يې ورته دَ هغه خواركي زړه حال نه شو وئيلى ، چي سوپيس په كي اوبه كړى وْ ­ ګوا كه څه هم په ښكاره باندي هغه خپلي خواته اّزاد مونېد لو، خو دَ  تهائي ډرېګون په پنجو كي داسي ګېر شوى وْ، چي خلاسيت يې فقط دَ هغې په هغه كار كي مشروط وْ­ چي هغې كه څه هم ورته معمولي كار وئيلو، خو يو باضميره سړي ته ډېرګران كار وْ­ نو ځكه خو سېلاني هم غوښتلو،چي په نه څه ورڅخه خلاس شي -لاكن دا دَ يوې زهرناكي تهائي ماربچۍ كست وْ، چي سېلاني يې په نره لا هم په هغې وړې چاړې باندي وېرَولو، چي په يوه بڼه هم دَ مرګ ژوبلي وَ هيڅ يوه اوزار ته نه مونېد له ­ نو بيا  ....

       "  .... " هغه له سوپيس څخه څله وېرېږي ؟

 دا سوال كه څه هم سېلاني په بيا بيا له ځان څخه كولو، خو په ځواب كي به يې چپ له ويرو او وسوسو بله هيڅ خبره مزغو ته ځكه نه راتله ، چي دَ سوپيس مثال دَ هغه مرمۍ وْ ­ چي ښكاره كېږي له خيچۍ ګُوتي څخه هم وړه ، خو بارودي اثر يې دَ ويښتلي سړي دَ مرګ  سوب هم جوړېږي -

خبره دلته دا نه وه ، چي سېلاني ګوندي دَ سوپيس له زوره وېرېد لو ­ بلكې خبره دا وه ، چي هغې ورته  دَ وسا دَ ميني په سودا دَ زړه دُوك اچولى وْ ­ او دا خبره به يې په واز كومي كوله ، چي  ..

" " سېلاني تر وسا له مخه له هغې سره مينه كوله

 سېلاني كه څه هم دَ هغې دا خبره دروغ ګڼله ، خو خله به يې له دې خبري څخه وَ انكار ته بيا هم نه جوړېد له ، چي ګني   . .

نو هم دغه وجه وه ، چي سوپيس دَ لېوې پوستكى اغوستى وْ او څومره څومره  چي به يې دَ سېلاني په زړه او ذهن باندي  ظلم روا كولو ­ نو هغومره به سېلاني  دَ هغې وړې ښځي له تصوره نور نور ويرېد لو او هڅه به يې دَ پُټېد لو ورڅخه ځكه كوله ­ چي هغه نه غوښتلو، چي هغه شين توتي والوځي او يا مړ شي ، چي دَ ده اروا په كي بنده وه ­ ولي چي هغه شين توتي خو هم دَ هغې وسا په لاس كي وْ­ چي لا يې مينه خپله هم په خړاپوسو وه-

 " تر ډاكټر وسا له مخه سوپيس په هغه باندي مئينه وه"