دَ لوكسور او اّسوان دَ نائيل كروس دَ ورستۍ شپې دَ پېښي په باب دَ برايه ليدلي خوبونو دَ وسوسو سره ملګرى چي سېلاني دَ خپل ضمير سره په غال غال كي څنګه نن سهار تر خپل كلاس روم پوري وَ رسېدلو، نو چپ له هغه بل هيڅوك نه وْ لا راغلي هم په دې خو له خياله هغه خپل ځان دَ وسا له مخه وړوكى وړكى څرګند ولو او اوس به يې له وسا څخه دَ خپلو تېروتنو مافي اخيستله ، چي ناڅاپه دَ هغې رانا شامۍ په سلام باندي دَ سوچ له حصاره راوَ وتلو چي له جوره يې ځان دَ خپلي پاكي ميني ګناهګار ګڼلو نو ځكه خو سېلاني يې دَ سلام ځواب لا هم نه كړو بيا خو هغه سپين سترګي وه ، چي له خپلي خوا يې ورته وئيلو ..
" دا دَ اقوام متحد ه دَ ابادۍ فنډ دَ هغې مونا غنيم ليك دى ، چي تېره مياشت يې له ما او تا سره دلته په يوه وركشاپ كي دَ دمشق ته وربللو خبره كړي وه"
او بيا چي يې څنګه لفافه وَ سېلاني ته وړاندي كوله ، نو يې په خپل وازكي انداز كي تپوس هم ورڅخه وكړو ..
" " ته له ما خفه يې لا ؟
كه څه هم سېلاني ځواب نه كړو ور، خو هغې خپل بېګ په ډيسك باندي ږدلو ورسته له هغه سره په څنګ كي كښېنستله او بيا يې څوكه ورته وئيلو ..
..." " ګوره سېلانيه..زما مطلب له تا سره دَ ټوكي كولو وْ..نه چي
" " پليز ما يوازي پرېږده
" " لاكن په دې بد و كي خو ته هم راسره سم شريك وې
" " هغه څنګه ؟
سېلاني په تريو تندي چي داسي تپوس وكړو، نو هغې ورته وئيلو ..
" " هغه ځكه .. چي تا به وَ ما ته بيا بيا چېلنج راكولو او راته وئيلو به دي ، چي زه يوه كم همته ښځه يم
" " هغه خو ما ټوكه كوله
" " زه منم .. چي تا هم ټوكه كوله او ما هم .. خو په ناپوهۍ دغه ټوكه كي رښتيا شوله
په سېلاني باندي دَ هغې خبري ډېري بدي لګېدلې ، خو دا يې هم نه غوښتلو، چي لا نوره يې ځانته وَ روږدَوي نو ځكه يې په مات زړه تپوس ورڅخه وكړو ..
" " رانا ..! اوس بيا ته څه وئيل غواړې؟
" " فقط دا ، چي ما ماف كړه او بس
سېلاني په دې ټكو باندي كه څه هم خوشاله شو، خو لږ يې ځانته پچه ږدلو په نيت ور باندي بيا داسي وار وَ كړو ..
" " لاكن زه اعتبار نه شم درباندي كولى
" " ولي؟
" " ځكه چي ته په دوستۍ كي هم دَ دُښمني روئيې رواكوې
" " يَه .. داسي خبره نه ده .. ته غلط پوهى شوى يې
" " دغسي خبره ده .. ځكه چي ښځه يې
دَ سېلاني له خلې دا خبره له ډېره خشمه ناببره څه وَ وتله ، چي رانا وَ هغه ته په اوږه څُوك وركولو ورسته وئيلو ..
" " ګوره ګوره .. بيا هغه ته يې او هغسي خبري ، چي كوې يې
" " څنګه خبري ؟
" " زما دَ غېرت دَ راويښولو خبري
" " ښه ښه .. ته هم غېرت لرې .. واوْ
" ... " سېلانيه .. دا خو هغه خبري دي چي سړى
دَ سېلاني دَ حېرت په ځواب كي به هغې لا نور څه وئيلو، چي ډاكټر جهان شوقي ، چي دَ شمارياتو پروفېسره وه په كلاس روم كي ور دننه شوه نو ځكه راناشامۍ ورته په كراره وَ وئيلو ..
" " سېلانيه!!بس كه .. ډېري نخرې مه كوه
" " ښځه نه يم ، چي نخرې به كوم
" " لاكن بيا خو نو نر شه او دا حقيقت هم وَ منه ، چي تېروتني له انسانانو كېږي .. له فرښتو څخه نه
او مخته كه څه هم سېلاني هيڅ نه وَ وئيلو، خو دَ هغوئ تر ميان روئيې دَ سوله په خوا رواني شوي وې ځكه چي په كلاس كي يې تر خپلو په پټه خبري هم داسي كولې لګيا وْ لكه هغه دواړه چي ډېر سره نيږدې وي هو،كه څه هم دومره نيږدې نه وْ ، خو چي كله كلاس ختم كېدلو، نو دواړو يو بل ماف كړي وْ-
_ 2 _
كه څه هم دَ نن ورځ دَ كال 1998ع دَ مئ دَ مياشتي 27مه او دَ نورو ورځو په شان توده او لمرينه ورځ وه ، خو دَ شپې په لور يې لنډېد ونكو لمحو دَ سېلاني او وسا زړونه له سينو څخه وَ حلق ته ځكه راوړلو، چي نن په دې انټرنېشنل سټوډڼتس ډي باندي دَ سي ډي سي دَ ډائريكټرهشام مخلوف په خوښه او دَ يو اېن اېف پي اې له خوا دَ هغوئ كوژده دَ ګلوبل سائن په توګه لمانځل كېد ونكي وه په كوم كي چي دَ 65 هېوادونو سفيران يا سفارتكاران دَ هر كال په رنګه رابلل شوي وْ له اول ماخُستنه بيا دَ هوټل شېفرډ په لسم پوړ كي جوړ بېخي غټ هال له سفارتكارانو او دَ سي ډي سي له لوستونكو ډك شوى وْ -
نه يوازي دَ دې دستورې په سمون ټول لوستونكي په خپلو قامي جامو كي ملبوس وْ ، بلكې هر لوستونكي دَ خپل خپل هېواد مشهوره خواړه هم راوړي وْ تر لس بجو پوري دَ نائيل ټېليويژن چټي پېغلي اناوْنسري ايمن په خپل خواږه ژغ كي مصري سند رغاړي رابلل او هغوئ درست هال له سند رو په سر اخيستى وْ .. چي يو دم لائټونه مړه شولو او دَ ټائټانيك دَ سند ري له نري ميوزيك سره سره يوې بلي خواته رڼاګاني بلېدل پئيل شوې -
هركس حېران وْ په دې ناببري خاموشۍ او رومانوي ماحول په غوره كولو باندي ، چي په ميوزيك كي دننه دَ نائيل ټېليويژن اناوْنسري داسي اعلان وكړو ..
" واي ..چي نړۍ ډېره وړه شوي ده ، بلكې دَ كلي هومره شوي ده ، چي يو كس يې دَ خپلي خوني له كهړكۍ څخه هم ښه په اّسانۍ كتلى شي"
او بيا يې دَ څه خاموشۍ ورسته مخته وئيلو ..
" نن په دې نړۍ كي دوه انسانان ، بلكې دَ بېلو هېوادونو څخه اړه لرونكي دوه مئينان دا ثابتول غواړي ، چي هغوئ دَ هېوادونو تر ميان راكښل شوي كرښي نه مني او ټوله نړۍ خپل وطن ګڼي .. نو زه بلنه وركوم ډاكټر وسا عربلور او سېلاني پښتون زوى ته چي هغه دلته سټېج ته راشي ، چي موږ ټول ورته په ګډ ه دُعا كولو سره سره مباركي هم وړاندي كړو ولي چي هغوئ دَ واده په رښته كي تړل كېږي"
او بيا دَ سيلين ډئيون په خواږه ژغ كي دَ ټائيټانك فلم مشهوره سند ره ( مائي هارټ ویل ګو آن )په هال کي خپره څه شوه ، چي دَ لائيټ ګيړدكه له بامه په سېلاني او ډاكټر وسا باندي سمه كړل شوه ، چي دې وخت په خپلو روائتي جامو كي دَ ډاكټر هنا او دَ وسا دَ موركۍ سره ګډ دَ سټېج په خوا روان وْ او درست هال ورته په وازو سترګو كتلو لګيا وْ -
سټېج ته دَ رسېدلو ورسته چي څنګه سېلاني وَ وسا ته او وسا وَ سېلاني ته دَ كوژدې ګوتكي ور واچوله ، نو دَ عربو دَ دستور په سمه للوللو للو للو غوندي ساندي منال سوډانۍ ، خديجه ، مديحه ، خاتونه ، ثريا ، او نورو پئيل څه كړې ، چي په درست هال كي دَ عربي تمبل سره سمي نارې سورې شروع شوې او بيا له هر لوري مبروك .. مبروك غوندي نارې دَ هغوئ تر غوږونو راتللې او هغوئ له ډېري خوشالۍ په ډكو سترګو دواړه لاسونه پورته پورته كولو او دَ ټولو شكريه يې ادا كوله -
_ 3 _
كه يوې خواته ملګرو په وسا او سېلاني باندي ګلونه ورَولو، نو بلي خواته دَ نورو رابلل شوْ مېلمنو له خوا دَ خپل خپل هېواد روائتي نخښي ورباندي تر هغه وخته پوري پيرزوْ كولې ، چي دَ نائيل ټي وي او قاهره راديو ټيمونو له هغوئ څخه دَ دې يادګار واده په باب پوښتني كولې . نه يوازي دا ، بلكې ځينو ملګرو لكه صلاح ، سليم يمني ، مديحه ، هنا ، ناديه اُردنۍ ، رانا شامۍ او ځيني نورو لكه ډاكټر مجدي او ډاكټر وهبي دَ هغوئ دَ واده په باب خپل تاثرات هم ريكارډ كولو -
مخته بيا څه وْ ؟ وسا او سېلاني لاس په لاس دَ دې ځاى دَ رسم په سمه مېز په مېز سلامي اخيستلو په نيت دَ ملګرو په جلوس كي ور روان شولو او هر مېز ته چي رسېدلو، نو له هغه ځايه به په بېلا بېلو دعاګانو او مباركيانو لمانځل كېدلو لاكن دَ چائينا سفير او دَ البانيا لومړي سفارتي سېكرېټري خو لا ورته دَ هغوئ وَ هېوادونو ته دَ ورحپېدلو بلنه هم وركړه -
دَ منوېلا ، يولا ، بېسنك ، عقود ، منال او ډاكټرپُو رول په خپل خپل ځاى ، خو سوپيس نن وَ سېلاني ته دا ور ثابتولو، چي هغه دَ اشنا دپاره دَ ميني قرباني هم وركولى شي كه څه هم دَ هغې په داسي كولو وسا ډېره خوشاله وه خو سېلاني دَ هغې دَ دې كار تر شا يو ځل بيا دَ هغې نيت ته په ځير ځير ځكه كتلو، چي هغه دَ دې تهائي بلا ګۍ په ځناوري داړو كي له اوله چيچل شوى وْ نو ځكه يې دا دعا په زړه زړه كي كوله ، چي هغه دي دَ مسلمانۍ له لاري بې لاري نه شي دَ كومي خطر چي نن سېلاني هغه وخت سنجولى وْ ، چي كله هغوئ دَ چائينا سفير له مېزه چي كله دَ اّذ ر بائيجان دَ مېز په لور تللو، نو سوپيس يې په غوږ كي دَ مباركۍ ورته كولو په حقله داسي وئيلي وْ ..
" " نن زه درته دَ دې واده مباركي نه وايم
" " څله ؟
" " ځكه چي زه نه غواړم ، چي دَ خپلو ارمانونو جنازه دَ ټولو له مخه اوچته كړم
" " ګوره سوپيس دا جنازه ستا دَ ارمانونو نه بلكې ستا دَ يوه دوست دَ خوشاليانو يوه ستره موقعه ده
" هو .. ده خو ، لاكن"
كه څه هم هغې مخته هيڅ نه وْ وئيلي ، خو سېلاني ورڅخه دا مطلب اخيستى وْ ، چي ګني هغې تهائي لېوې بيا خپل غاښونه ورته تېره كړي دي ولي چي هغه دَ الازهر يونيورسټۍ لوستونكى وراره مسټر نوا، چي دا يې په مسلمانۍ باندي روږدولي وه هم نن سبا ورسره نه ښكاره كېدلو -
لنډه دا، چي دَ شپې دوې بجې خواته چي كله ټول خلګ له خواړو خوړلو څخه وَ رهېدلو ، نو دَ لېب ټاپ او دَ دوْ كمپيوټرانو لاټرۍ سرته رسېدلو ورسته دَ يو اېن اېف پي اې دَ علاقائي مشر ډاكټر سكاټ او دَ عرب ليګ له خوا ډاكټر وسا او سېلاني ته وَ الجزائر ته دَ تګ راتګ ټكټونه سپارلو دَ اعلان كولو ورسته دَ نائيل ټي وي اناوْنسري داسي لا هم وَ وئيلو ..
" زه دَ نائيل ټي وي له خوا دې نوي جوړې ته دَ مباركي وئيلو سره سم دا يقين دهاني وركوم ، چي دَ نن دا پروګرام به دَ ګلوبل سائن تر ټائيټل دلاندي ډېر ژر په نائيل ټي وي باندي وړاندي شي او كه څوك هم دَ دې پروګرام كاپۍ تر لاسه كول غواړي ، نو هغه كولى شي چي رابطه وكړي"
او بيا يې دَ خپړو په منځ كي ټولو مېلمنو ته خواست وكړو، چي هغوئ دي دَ خپل خپل قامي او ژواكي رقص يو څو په زړه پوري ښودني كولو كي دَ نن دا تقريب نور نور دروند كړي او بيا چي يې له شا مغرب وزمه مصري ميوزيك څنګه وَ ژغېدلو، نو درست هال په ډيسكوټيك كي بدل شو -
لنډه دا ، چي كه چا رقص نه هم كولو، خو دَ ټي وي دَ كېمرو وړاندي يې بدنونه ښورَولو لګيا وْ خو ډاكټر پُو او دَ مورتي فېميلي هر غړي خو دومره ځانونه ستړي كړو، چي يو وخت وسا وَ خپل سېلاني اشنا ته داسي هو وَ وئيلو ..
" ګوره ګوره هغه ستا وَ دوستانو ته ، چي تر تا لا هم زيات داسي خوشالي كوي لكه هغه چي پرېدي نه بلكې ستا دَ كور خلګ وي"
" دي خو هم .. ولي چي دا زما دَ ميني هغه خوږلت دى ، چي كه يې يوې خواته ښه ښه دوستان را پيدا كړو، نو بلي خواته يې يوه ډېره ښائسته انجلۍ هم زما په نامه وَليكله"
سېلاني دَ وسا په لور دَ كتلو په وخت چي داسي څنګه وَ وئيلو، نو هغې په شونډ و باندي نرۍ لاكن ډېره دَ سكون خوږه موسكا خپرولو ورسته دَ هغه لاس په دواړو لاسونو كي دَ نيولو ورسته دَ څپ كولو په نيت چي خلې ته وړلو ، نو يې فقط دومر وَ وئيلو ..
" " هو ، خداى دي دغه انجلۍ هم بې تا نه كړي
_ 4 _
كه يوې خواته وسا دَ سېلاني په برخه شوي وه ، نوبلي خواته بيا هغه سوپيس وه او دَ هغې دَ تنګولو اشارې لاكن دې ځل يې بلېك مېلنګ څه څه په پړدې كي كولو ګوا داسي ورځ نه وه ، چي هغې به په سېلاني باندي ځان نه ليدلو او يا يې فون نه ورته كولو سېلاني كه څه هم ورڅخه اوس نه وېرېدلو ، خو سترګي يې خلاسي ځكه ساتلې ، چي هغه دَ هغې په شېطاني چلونو باندي ښه خبر وْ -
يوه ورځ داسي هم راغله ، چي سېلاني په خپل فلېټ كي يوازي ناست وْ ، چي سوپيس پېښه ورته را وكړه -
" " يوازي يې ؟
" " هو ، يم خو
" ؟ " نو بيا غواړې چي مباركي دَ واده دركړم
" " هو، راته وايه .. زه به يې قبوله كړم
" " لاكن ته به څه راكوې ؟
سېلاني دَ هغې په دې خبري باندي بدن مېږي مېږي شو او ورته واي ..
" " څه چي ته غواړې
" " ګوره سېلانيه ..! اختيار ماته مه راكوه ،ګني لتا به مي ته غوښتى يې
" " نو بيا زه څه دركړم؟
هغې ورته وئيلو ..
" " ستا چي څه نه راباندي ربلېږي ، بس هغه راكړه
" " نو بيا دَ نن ماښام ډوډۍ ته له ما او وسا سره وَخوره
دا خبره څه وه ؟ چي هغې په سر باندي تړلى سكارف يوې خواته وَغورځولو او له خشمه تكه سره شوه ..
" " مه اخله ماته دَ هغې منحوسي نوم
.. سېلاني چي دَ هغې دا حالت وكتلو، نو يې په كراره ورته وَ وئيلو
" ګوره سوپيس .. ته اوس لا دَ حق په لاره باندي روانه شوي يې .. داسي خبري اوس لتا سره خوند نه كوي"
سېلاني به يې لا نور خاطر دَ سر په سترګو اخيستلو، چي هغې ګامونه دَ هغه په لور اوچت كړو، او اوس به يې هغه دَ هوس وَ ځامو ته جوړَولو، چي دَ دروازې بيل وَشو او بېسنك له خپلو لوڼو فلاويه او وينډي سره دننه راغلو له سوپيس سره يې هېلو هاى كولو ورسته په ماته ګوډه انګلسۍ كي سېلاني ته وئيلو ..
" منوېلا او يولا دواړه منځني ښار ته تللي دي او ماته يې هم اوس دَ ورتللو دپاره فون كړى دى نو ځكه كه ته دلته يې ، او نه ځې بلي خواته ، نو دا انجوني دلته درسره پرېږدم"
يو وار لا سېلاني په زړه كي وئيلو، چي هغه هم ورسره لاړ شي، خو بيا چي يې خپلي پښتو ته پام شو، نو يې ورته وئيلو ..
" " هو هو دا انجوني دلته اېله كړه
او هغه چي څنګه دباندي وَ وتلو، نو سوپيس څوكه غوندي وَ سېلاني ته وَ وئيلو ..
" " زه خپله تحفه غواړم او هغه هم زما دَ خوښي تحغه
" " لاكن څه ؟
" " ساده مه جوړېږه .. ته ښه پوهېږې
دومره وئيلو ورسته چي دباندي وتله ، نو يې دا خبره هم وَكړه ..
" " وېرېږه مه دا به ورستۍ تحفه وي .. خو غواړم يې دَ وسا سره دَ واده تر شپې له مخه
_ 5 _
ماځيګر پنځه بجې په ډاكټر طه حسېن شارع كي دَ پرېذيډنټ هوټل سره جوختي پلازې كي په دريم پوړ باندي جوړ دَ عرب ليګ دَ ريسرچ سېل وَ دفتر ته چي څنګه سېلاني وردننه شولو، نو وسا او دَ هغې ملګري فلسطينۍ پېغلي عوله ډېر په مينه ورته هركلى وَ وئيلو او هغه لا كښېنستى نه وْ ، چي وسا ورته دَ مسټر داوْ سوډاني ، چي دَ منال ډېر ښه دوست او دَ ميني په سپڼسي تړلى ملګرى وْ ليكل شوى پېپر ورته مخي ته ږدلو ورسته وئيلو ..
" دا پېپر وَګوره .. چي مسټر داوْ دَ قاهره دَ هغو پېغلو په باب ليكلى دى ، چي په يونيورسټيانو كي سبق واي"
" " څه داسي خاص خبره ده په كي؟ چي تر كوفي راكولو هم له مخه دا دومره اوږد پېپر راباندي لولې
سېلاني چي دا خبره له نازه څنګه تر سره كړه ، نو دَ وسا ملګري عوله په موسكا كي ورته واي ..
" " چي خپله يې وَ لولې ، نو سترګي به دي وازي پاته شي ، چي دلته حالت څه دى ؟
هو، هغې رښتيا وئيلو ګوا چي سېلاني يې لوستل شروع كړو، نو تر هغه پوري يې سر نه كړو پورته ، چي سرته يې نه وْ رسولى ځكه خو يې بيا وئيلو ..
" زه خو په دې پېپر كي دومره ورك شوم ، چي په كوفي مي هيڅ خوند نه واخيستلو"
او بيا يې پېپر په مېز باندي يوې خواته ږدلو سره سم سر ښورَولو ورسته وَ وئيلو ..
" دروغ ورته وئيلى نه شم ولي چي سائنسي سټډي ده او منلى يې هم نه شم ، چي په سلو كي له ۷۰ څخه تر ۸۰ پوري دَ مصر دَ يونيورسټيانو انجونو به تر واده له مخه سېكس كړى وي اوهغه هم له څو څو ځوانانو سره"
" " هو، دغه خو هغه خبره ده ، چي زما زړه يې هم نه مني
عوله لا خبره سمه پوره كړي نه وه ، چي په مېز باندي پروت ټېليفون وَ ګړنجېدلو او هغه په فون باندي له يو چا سره داسي اخته شوه ، چي سېلاني او وسا ته يې دَ تللو په وخت په مخه ښه لا نه وَ وئيلو-
چي كله سېلاني څه وخت ورسته دَ امريكن يونيورسټۍ وَ مخي ته له وسا سره تېرېدلو، نو يې زړه دَ داوْ سوډاني خبره لږ لږ ځكه وَمنله ، چي دې وخت په درځنو پېغلي او ځوانان جوړه جوړه ښكاره كېدلو او كېدلى شو، چي هغه تر ډېره وَ هغوئ ته كتلي وى ، كه وسا ورباندي داسي وار دَ خبري نه واى كړى ..
" " پيدا دي هم كړه داسي يوه انجلۍ چي تر ما ښائيسته وي؟
" " شته خو .. لاكن ستا خبره بېله ده
" " په څه بېله ده؟
" " ځكه چي ته مصرۍ نه يې او بس
" " ولي مصريان په سر باندي شكران لري كه څه ؟
دَ ډاكټروسا دَ دې واړه تپوس په ځواب كي سېلاني يوه اوږده تمهيد ته دَ هغې دَ حُسن دَ ستائيني په باب ملا وَتړله او ورسره سره دَ هغو ګوټونو دَ دوكان په لور رهي شو، چي دَ وسا له قوله په كي دَ سړيانو ښه ګوټونه هغې تېره هفته ليدلي وْ -