تېره ورځ مې د برېښليک له لارې خبر ترلاسه کړ، چې د ګران سمسور حبيبي تره په حق رسېدلی، (انا الله وا نا الیه راجعون) نو که رښتيا راباندې وايې ډېر خواشينی شوم، خو د خواشيني په کولو سره مې څه ترلاسه نه شول، بیا مې د لوی خدای دربار ته لاسونه لپه کړل او د مرحوم لپاره مې د جنت غوښتلو ترڅنګ کورنۍ ته يې د جميل صبر غوښتنه وکړه، سمسور حبيبي او کورنۍ ته يې صبر غواړم او د بل وير نه يې په امان کې غواړم.
سمسور حبيبي د سمسور www.samsoor.com اوبپاڼې مسول او تکړه فرهنګيالی دی، چې په هر حالت کې يې د پښتو ژبې چوپړ نه دی پرېښی.
په ټوله مينه او خواخوږي
ستاسې ورور
رفيع الله ستانکزی
06.01.2009
- samim
پس له سلامه ددې خط هر توریښه زړه د خلاصه ښه په غور واورهستا چې پرون په جرګه مونږ کره وه مور راغلېهم مازیګر کې دې د پلار سره سپین ګیري د چمشاید چې تا به زه وم پټه ښه لیدلې چرته
یا به دې زما د لوی ښایست وي دبدبه تر غوږوهو زه خبره یم چې تا په رومالونو ځینېد بر شهید بابا جنډه ډکه دهپدې هم پویه یم سرزوری ېې د چم ژڼو کېټول بهادر دې بوليخو ما تر اوسه ته لیدلی نه ېېاو وړکتوب مو هم هجرت کې تیر شوخو زه ددې...
13.01.2009
- samim
اسرائيل د مسلمانانو نفاق زړه ورکړي
Numandost75@yahoo.com
ځينې واکمنان ، سياسي او مذهبي مشران چې کله په جذباتو راشي ، هرڅه وايي خو چې دعمل وخت راشي بيا يې هغه جذبه نه وي . د ايران ولسمشر احمدي نژاد هم يو وخت ډېره احساساتي او جذباتي وينا کړې وه ، خو د عمل په وخت کې غلى دى . دغه جناب ويلي و : (( د اسراييل نوم بايد د نړۍ له نخچې پاک شي . )) هغه وخت ددغه شعار اورېدلو ساده زړو خلکو ته دا احساس ورکړ چې ګوندې احم...