ګران ورور سمسور حبيبي او ګردې درنۍ کورنۍ سره یې خواخوږي.
وروسته له یوې اونۍ ناروغۍ چې دفتر ته راستون شوم، نو په اوبپاڼو کې مو ولوستل، چې د ګران ورور (سمسور) تره په حق رسېدلی دی، ډېر خواشينی شوم، خو بې له دې، چې د لوی ذات دربار ته لاسونه پورته کړم او ارواښاد ته د فردوس جنت او کورنۍ ته یې د لوی صبر غوښتنه وکړم بل څه مې په لاس کې نه درلودل.
يو ځل بيا هم ګران ورور (سمسور جان) او درنې کورنۍ ته یې د صبر غوښتنه کوم او ارواښاد تره ته د فردوس جنت ورپه برخه کولو لپاره لوی څښتن تعالی ته لاسونه لپه کوم.
په ډېرې خواشينۍ
رفيع الله ستانکزی
کابل