راليږونکی :امين الله ژواكمل
د راليږونکي پته :aminullahz@hotmail.com
نيټه : 15-07-2008

انالله وانا اليه راجعون
مرګ حق دى او ژوند د مرګ امانت.كه دلوى څښتن رضا نه وي نو يو ساكښ به هم ونه مري داچې د الله تعالى رضا لۀ هر څه نه مخكې ده نو پۀ مرګ ژړا او واويلا كول زمونږ دپاك دين له نظره يو ناسم كاردى.
د دروند او منلي استاد محمد اصف صميم د منور او دهيواد درښتيني خادم پلار مړينې پۀ رښتياسره ډير ودردولم .استادصميم الله خان چې دژوند ډيره برخه يې دهيواد د بچيو پۀ روزنه كې پۀ پوره ايماندارۍ سره تيره كړې وه ديو ژمن انسان پۀ صفت يې خپل ځوريدلي ولس ته دمعنى له دركه ډېرڅه وركړي دي چې يوښه ځلانده مثال يې دپښتوژبې تكړه ليكوال ،ژبپوه او كركتونكى استادمحمد اصف صيميم روزل دى. زه پۀ داسې حال كې چې په دغه دورند غم كې دګران استاد دمحترمې كورنۍ سره ځان پوره شريك بولم پۀ خپل وارسره ګران استادمحمد اصف صميم اودهغې پتمنې كورنۍ ته د جميل صبر غوښتونكى يم او مرحوم دته دلوي رب له ارتۍ ځولۍ څخه دمغفرت دعاګويم.
پۀ ګور يې بې پايه رحمتونه او پۀ پاتې بركت اوسه.
پۀ درنښت
امين الله ژواكمل