دهغو شیبو په یادولو خندا راولي کله چې مو یوځای سره ژړلي وو
خود هغو شیبو په یادولو ژړا راولي په کومو شیبو کې چې دواړو خندلي وو
نن مې ورک ملګری ډير په زړه راوري ، خدای خبر چیرته به وي؟څنګه به وي؟څه به یې په زړه وي ؟
ملګریه!
بیګاه مې ولیدلې هماغسې دې خوله له خندا ډکه وه دتیر په څير مې یو ځل بیا درته په اوږه لاس اچولی و دواړه ډیر خوشحاله وو، د پخوا په شان ما درته ټوکې کولې او تا راته خندل
خو چې له خوبه راویښ شوم
نوهیڅ هم نه وو
خدایزده
تابه بیګا خوب هم کړای وي او کنه ټوله شپه به دې په ژړا تیره کړې وي
زما خو هر ملګری دکتاب یوه پاڼه ده خو ته مې ددې کتاب نیولیک یې
ملګریه له هغه وخته چې ته تللی یی ما هم دا کتاب سم نه دی لوستی
ډير ګردونه پرې پریوتي نور نو زر راشه زر راشه ملګریه