د خواشينی پيغامونه


د خو ا خوږۍ پيغام

په ډېره خواشيني سره مو خبرترلاس کړ چې د پکتياولايت مخور پښتون ، په پښتو او قام مين ليکوال او شاعر
محمدامين بسمل پلار په حق رسېدلى دى
انا لله و اناالیه راجعـون
ښاغلي محمدامين بسمل ته تسليت اوكورنۍ ته يې دجميل صبرهيله لرو خداې (ج)دی مرحوم ته د فردوس جنت په نصيب کړي ارواح يی ښاد
ميامحمد حسين خيل په کاناډا کې دکالګري دادبي کميټۍ مسول

په ډېره ژوره خواشيني سره مو خبرترلاس كړ:
چې د ښه شاعراو په پشتو مين هڅاند ليكوال محمدامين بسمل پلار په حق رسېدلى دى،
انا لله و اناالیه راجعـون
ښاغلي محمدامين بسمل ته تسليت اوكورنۍ ته يې دجميل صبرهيله لرم خداى دې
وبښي ارواح يې ښاد
رحمان گل توتاخيل
جـــرمنــــــــــــــــــــــــــي

د خواشيني پيغام
په ډير خواشينې سره مې خبرترلاسه کړچې زمونږد ډيرمحترم تکړه پښتون،ليکوال او په قام مين ورور
محمد امين بسمل پلار په حق رسيدلی دی
انا لله و اناالیه راجعـون راجعـون په دغه دروند غم کې ځان شريک بولمه محرحوم دی خداې وبخښي اوكورنۍ ته يې دجميل صبرهيله کومه
ګلالۍ طوطا خيل فرانسه

د خواشينی پيغام
په ډير خواشينی سره مو خبرترلاسه کړچې دپکتياولايت دمخور اوپه پښتو مين ،ليکوال ،شاعر ښاغلی
محمد امين بسمل پلار په حق رسيدلی دی
انا لله و اناالیه راجعـون ننګيال ويب پاڼه په دی غم کې ځان شريک بولي مرحوم  ته دی
خداې(ج) جنت فردوس په نصيب کړي او کورنۍ ته يي جميل صبر غواړو
دننګيال ويب پاڼۍ ادره

په ډېرې خواشينۍ سره مو د تکړه ليکوال، شاعر او په ژبې او هېواد مين محمد امين بسمل د پلار د مړينې خبر واورېد، ډېره خواشينې شوم او پرته له دې چې مرحوم ته د لوی خدای دربار په دربار کې لاسونه لپه کړم بل څه مې نه درلودل او بسمل صاحب او د هغه ټولې کورنۍ ته لوی صبر غواړم . خدای دې ټول مسلمان او دوی له باقي غمه ساتي.

يو ځل بيا ارواښاد ته فردوس جنت او بسمل صاحب او کورنۍ ته يې صبر غواړم

زرلښت حفيظ

کاناډا

 

د هېواد ډېر تکړه شاعر، ليکوال او پر ژبې او قام مين سړي محمد امين بسمل د پلار په مړينه خبر شوم، ډېر خواشينی شوم، خو د خواشينۍ پر ځای مې لاسونه لپه کړل او د خپل لوی څښتن څخه مې ښاغلي بسمل صاحب او کورنۍ ته يې صبر وغوښت او ارواښاد ته مې د فردوس جنت غوښتنه وکړه، خدای دې په خپل دربار کې قبوله کړي.

امين

ورور مو

رفيع الله ستانکزی

د روهي ادبي او علمي ټولنې مشر