د هېندارو درې د مخکتنې د غونډې رپورټ

 

د ۱۳۹۱غبرګولي ۲۵ مه د کابل په قلعه فتح الله مدینه بازار کې د ټولینزو رسنیو مرکز میډیوټیک لخوا د هیواد ځوان او نوښتګر شاعر سیدجیلاني جلان ددویمې شعري ټولګې (دهېندارو دره) د مخکتنې غونډه جوړه شوه چې د هیواد ګڼ شمیر شاعرانو ،لیکوالانو، کره کتونکو ،فرهنګیانو،سیاسي او ټولنیزو شحصتونو ، د پارلمان غړیو، د هیواد وتلیو سندرغاړو ،قومي مشرانو ، ګڼ شمیر شاعرو اولیکوالو خویندو او بیلا بیلو رسنیو پکې برخه اخیستي وه . غونډه د ماسپښین ۳ بجې دقران مجید په تلاوت د شاعر او لیکوال محمد صابرخان بې ریا لخوا پیل شوه د غوڼدې د ویاندۍ چارې د تکړه او پیغلو ویاندانو اغلې پښتنې سعادت او اغلې مریم توخي په خوږو غږونو پرمخ تلې د غونډې د پرانستې وینا او ګډونوالو ته ښه راغلاست او د جلان د هېندارو درې د ارزښت په اړه د میډیوټیک په استازیتوب د نني افغانستان د انلین مرستیال عبدالغني هاشمي خبرې وکړې او ورپسې د هیندارو درې شاعر سیدجیلاني جلان سټیج ته راوغوښتل شوه چې ګډون والو ته د هېندارو له درې نه خپل شعرونه ولولي . جلان په ډير خوږه انداز خپل شعرونه ګډون ته واورول چې د ګډون والولخوا په تودو احساساتو بدرګه کیدل. ورپسې د هیواد تکړه لیکوالې اغلې پاکیزې ارزو نیمګړې خپله په زړه پورې مقاله چې سر لیک یې و(د ښځینه احساس انځورونه د جلان په شاعرۍ کې) ګډونوالو ته واوروله . چې د ګډونوالو لخوا ډیره د خوښې وړ او وستایل شوه. او بیا دروند استاد حبیب الله رفع د جلان د دویمې ټولګې د هېندارو درې په اړه خپله وینا وکړه .او ورپسې د هیواد تکړه شاعر ،لیکوال او کره کتونکي استاد عبدالغفور لیوال (انځورونه د هېنداروپه دره کې)

خپله مقاله وړاندې کړه د لیوال صیب له مقالې وروسته د هیواد تکړه شاعر، لیکوال ،کره کتونکي ، او ژورنالیست ډاکټر لطیف بهاند د جلان د شعر په بیلا بیلو اړخو خبرې وکړه او د هېندارو دره یې د پښتنې شعر لپاره ډيره ګټوره وبلله د ښاغلي بهاند له خبرو وروسته شاعر اولیکوال ډاکټر منقاد الرحمن د جلان د شاعرۍ په اړه او همدارنګه د ولسي جرګې غړي ګل پاچا مجیدي د جلان هنر او شحصیت په اړه ګډون والو ته خپلې ویناوې واورولې. د غونډې اخري ویناوال ځوان شاعر ،لیکوال ، سیاسي اوحقوقي کارپوه عبدالستار سعادت و چې د جلان اود هېندارو درې د مخکتنې غونډې په اړه یې خبرې وکړې . د غونډې دویمه برخه تقدیرنامو یا ستاینلیکونو ته ځانګړې شوې وه چې د افغانستان د ټولنیزو رسنیو مرکز میډیوټیک لخوا جلان ته د ښه او نوښتګر شاعرپه حیث او جاوید امیر خیل ته د ښه او با ذوقه سندرغاړي په حیث ستاینلیک ورکړل شو. همدارنګه د ځاځیو ځوانانو علمي او کولتوري ټولنې لخوا د افغانستان د ټولنیزو رسینو مشر حمید ځاځي ته د فرهنګي خدمتونو او د ډیر زیار ایستلو په موخه ستاینلیک او جلان د ښه او خوږژبي شاعر په حیث ستاینلیک ورکړل شول . د غونډې دریمه برخه موسیقۍ ته ځانګړې شوې وه چې جاوید امیر خیل د جلان څو غزلونه په خپل خوږه غږ کې ګډون والو ته واورول او ورپسې بل تکړه سندرغاړي امین الفت هم څو خوږې غزلې ګډون والو ته د موسیقۍ په سراو تال کې وړاندې کړې چې د ګډون والو لخوا په ګرمو احساساتو بدرګه شول .او غونډه ماښام

۷بجې د ماښانۍ په خوړلو پای ته ورسیده . یاده دې وي چې د غونډې بشپړ رپورټ به هم په نږدې راتلونکې کې لوستونکو ته وړاندې شي .

رپوټر : نورګل شفق