جرمنۍ ليکوالې ايرتاموليردنوبل د ادبياتوجايزه وګټله

 

 

 

د نوبل د ابياتو جايزه  رومانيايي الاصلې جرمنۍ ليکوالې هيرتامولير(Herta Mueller)وګټله .

هيرتامولير

موليرلسمه جرمنۍ ليکواله ده چې د نوبل د ادبياتو جايزه ګټي .د نوبل د ادبياتوجايزې ته د موليرپه څنګ کې امريکايي لیکواله جايس کارلواوتيس او اسراييلی ليکوال اموس اوز کانديدان ول .

موليرپه ۱۹۵۳ ع کال په رومانيا کې زېږېدلې .هغه ښوونکې وه خوله دې کبله چې د چاوسيسکوله دفتر سره يې همکاري نه کوله ، د معلمۍ له دندې برطرفه شوه او ترهغو له بيابيا تهديدونو سره مخامخ کېدله چې په ۱۹۸۷ کې يې جرمني ته مهاجرت وکړ.

موليرچې نن په ستوکهلم کې د سويډن په اکاډيمۍ کې د نوبل د ادب د جايزې ګټونکې اعلان شوه ، پردې سربېره چې مشهوره ناول ليکواله ده ،شاعري هم کوي .دسږکال د نوبل د ابياتو جايزه هم هغې ته په شعرکې د ژورو تصويرونو په خاطرورکړای شوې ده .

له ۱۹۰۱ ع کال راپه دې خوا چې د نوبل جايزه دود شوې مېرمن موليردولسمه ښځه ده چې د نوبل د ادبياتوجايزه ګټي .

موليراوس په برلين کې اوسي .هغې تردې وړاندې د خپل ناول (د شنو کجورومځکه) په خاطرد جرمني د ادبياتو مهمې جايزې لکه (Kleist prize) او (Frankz Kafka ) ګټلي چې يولک يورو ارزښت لري .

ترهيرتا مولير وړاندې دغوجرمني لیکوال د نوبل د ادبياتو جايزې ګټلې وې .

د شنو کجورو مځکه ناول د چاوسيسکو په ديکتاتورۍ کې د پنځورومانيايي ځوانانو د ژوند کيسه ده .موليروايي دا دا ناول يې د خپل ملګري په ياد ليکلی چې د چاوسيسکو د رژيم له لوري ووژل شو.

که څه هم موليرشل کاله پخوا له رومانيا وتلې ده خود هغه په خپلو شعرونواو ناولونو کې تل د ځپنو، جلاوطنۍ اوديکتاتورۍ يادونه کوي