د ټولو ميندو د روغتيا او ډيرو خوښيوو په هيله
زما خوږه مور
شيرينه مور مې سهر ډير وختي له خوبه پاڅي
په راڼه مخ يې نوراني مسکا خوره خوره وي
ما په تندي باندې د زړه له تله ښکل کړي هغه
او بيا مې ټوله ورځ قسم په خدای خوږه خوږه وي
-----
مخ راله ومينځي او ګرمې چای ښې ډيرې راکړي
ځکه هغه وايي، بهر ګرانه يخني ډيره ده
په دعاګانو مې رخصت کړي، ښوونځي ته ځمه
زما دمخې رڼايي ده، خوشحالي ډيره ده
-----
مور راته وايي چې زه هر يوشی کولی شمه
اسمان زما دی او سپوږمۍ ته الوتلی شمه
که زه سبق په مينه ووايم، سړی به شمه
بيا به خراب شيان نړۍ کې بدلولی شمه
-----
له ښوونځي نه چې راوځمه رامنډې کړمه
صبر مې نه کيږي چې مور ته خوږ خبر ووايم
زما ښوونکي ماته ټولې، سل نومرې راکړي
په دې به څه کيږي چې مور ته خوږ خبر ووايم
-------
د خوښۍ اوښکې يې زما په اوږه وڅڅيدې
غيږ کې يې ټينګ کړمه، په دواړه مخه ښکل يې کړمه
وايي چې زه خو شهزاده يمه، پاچا به شمه
ګرد يې زما له جامو وڅنډلو، ګل یې کړمه
------
څومره مزه کوي چې دا راپسي منډې وکړي
او زه په ضد شم چې والله که مې ته ولمبوي
آخر مې ونيسي او زور رانه څه داسې باسي
چې سم مې ومږي پوستکی ، ښه مې ولمبوي
--------
د شپې ډوډۍ نه وروسته خپل کتاب راپورته کړمه
مور ته مې درس لکه طوطي په شانته تېر کړمه زه
او دا د تل په شانته دوه مچکې مانه واخلي
ځکه خو درد د ښوونځي د لوبو هېر کړمه زه
----
کټ کې مې څملوي، توده بړستن په ما خوره کړي
زه يې په غاړه کې لاس واچوم، کيسه شروع کړي
چې يو پاچا وو، د څلورو لوڼو پلار وو هغه
څه په خوند خوند، په مينه مينه يې خوږه شروع کړي
-------
خدای خبر کله په ما خوب څپه څپه راخور شي
خدای خبر کله کيسه ختمه شي او زه ويده شم
خدازده تر څو به هغه ويښه وي دعا به کوي
د مور رڼو سترګو ته ګورمه چې ښه ويده شم
خو چې زه نن له خوبه پاڅيدمه مور مې نه وه
کاشکي چې نن له خوبه هيڅ راپاڅيدلی نه وای
کاشکي د مرګ پرښته مونږ کره راغلی نه وی
زما خوږه مور يې زما له څنګه وړی نه واي