اخترپه امريکا کې !

د امريکا په بيلابيلو ايالتونو کې مسلمانانو کوچنی اختر د اکتوبر په اوله او دوهمه )د سه شنبې او چارشنبې په ورځو(  د لمونځونو، نيکو احساساتو ، صدقو، دعاګانو او مېلو په کولو سره ولمانځه.  

د ماساچوسيټس ايالات د بوسټن په ښار کې د نورې نړۍ د مسلمانانو په شان، ځايي مسلمانانو هم ځينو د سه شنبې په ورځ او ځينو د چارشنبې په ورځ اختر ولمانځه خو په دواړه لمانځنو کې يو شی مشترک وو او هغه د نړۍدمسلمانانو د پرمختګ دعاګانې وي.

د چار شنبې په ورځ د برانډايز پوهنتون د مسلمانو محصلينو فعاله ټولنې د لمانځه ځای ته د زده کوونکو د بيولو لپاره  تياری نيولی وو. دغه محصلينو په سلګونو هغه مسلمانانو سره چې د مختلفو سيمو څخه د خپلو کورنيوو سره لمانځه ته راروان وو، د مولانا طلال عيدپه امامت د سهار ۷ نيمو بجو لمونځ  وکړ. له لمانځه وروسته خلکو چې د مختلفو هيوادونو سره يې تړاو درلود يو بل ته د اختر مبارکۍ ورکړي، ماشومانو د چمتو شويو تفريح او غټانو د بوسټن د اسلامي ټولنې له خوا د چمتو شويو خوړو څخه خوند واخيست.

د يادونې وړ ده چې د امريکا په ماساچوسيټس ايالات کې له ۱۵ ډير داسې لوی جوماتونه شته دي چې د اختر لمونځونه پکې کيږي او دا ځل په هر جومات کې دوه او درې ځله د اختر لمونځونه وشول.  دا جوماتونو د ګڼ شمير مسلمانانو لپاره پوره نه وو او له همدې کبله په دې ايالت کې ميشتو اسلامي ټولنو د ځينو هوټلونو او پوهنتونونو هالونه کرايه کړي وو تر څو د هر ښار خلک په خپل ګاونډ کې په اسانۍ سره لمونځونه وکړي.

د برانډايز مسلمانو محصلينو د اختر په ماښام د موسيقۍ پروګرام چمتو کړی وو چې افغان محصلينو هم پکې د اتڼ په کولو سره خپله برخه وکړه.

ګڼ شمېرنارينه او ميرمنې د اختر لمانڅلو ته راغلي وو.

يو تن د قران کريم سي ډي هديه کوي.

د برانډايز پوهنتون محصلين د خوړو له مېزه راتاو دي.

بشير ګواښ او ذبيح الله زماني

د اختر په لمونځ او لمانځنه کې د بېلابېلو هيوادونو، رنګ، ژبې او نسل خلکو ګډون کړی وو.

مصطفی، يو فلپاينی محصل، زماني او بشير ګواښ

حارث نجيب،ز اهد، احسان نورزی او بشير ګواښ