لکه سندره او ټپه، په زړه کې لاره کوي
داسې دې هر لوظ وعده، په زړه کې لاره کوي

دشينکي خال، دشنو بنګړو دتور لونګ ميرمنه
په سرو لاسو وهي چمبه، په زړه کې لاره کوي

ور دتوبو به يې زاهده مخه ونه نېسي
دمينې تاودعشق لمبه، په زړه کې لاره کوي

اخر قانع شوله آخر يې ووی ګواښه اشنا
ستا دغزل هره مصره، په زړه کې لاره کوي