بشير ګواښ :  نيويارک، امريکا

که يو څوک امريکا ته نه وي راغلی نو په اړه يې ښايي ډير داسې فکرونه او نظرونه ولري چې دلته په راتګ سره هغسې نه وي. همداسې زما سره هم وشول. هغه مهال چې امريکا مې نه وه ليدلي، په اړه مې يې بيلابېل منفي او مثبت  فکرونه درلودل چې نزدې دواړه  مې غلط وختل.

امريکا او ړانده : د دې خای ړانده هم د ړندو په څېر نه دي.  د خپل لارښوونکي سپي په مرسته له سړکه پورې وخي او بېلا بېل کارونه کوي. يو ورځ راسره په بس کې يو ړوند کس ناست وو. د هغه سره خپل لارښوونکی سپی هم وو.  يو.په جيب کې يې ګرځنده ټيليفون وشرنګيد.  ړانده  ښاغلي خپل موبايل ټيليفون  راواخيست او ښه په اسانۍ يې د هو کی  بټن ووهله. هغه ښه په خوند خبرې کولې او داسې معلومېده چې د ښه پراخه کاروبار څښتن دی. په ټيليفون يې ويل ((کاغذونه ماته راوليږئ،  زه به يې لاسليک کړم او سامان به راوغواړو...))  نوموړي په ټيليفون له خبرو وروسته د بس د چاونکې سره خبرې پېل کړي. په دې خبرو کې هم نوموړي داسې بېلګې وړاندې کولي چې سړي نه يې شک پيدا کاوه لکه پخوا چې دا سړی ړوند نه وو او اوس ړوند شوی دی خو زما دا شک هغه وخت ليري شو چې  موټروانې ترې همدا پوښتنه وکړه.  ړانده ورته وويل.((زه ړوند زيږيدلی يم.)) خير! ړوند ښکته شو او لکه د بينا سړي په شان له سړکه واوښته. ما ځان سره وويل چې زمونږ ړانده څه چې د پاخه عمر بينا خلک هم  دومړه تکړه نه وي.  دا خو زه وروسته پوه شوم چې دلته حکومت د ړندو لپاره ځانګړي ځايونه لري چيرته چې  هغوئ ته په لاره د تګ  او نورې لارې چارې ورښئ.

امريکا او سوالګر: زمونږ ډير شمير ځوانان داسې دي چې غواړي امريکا او يا هم کوم بل غربې هيواد ته لاړ شي. زه ډير داسې کسان پيژنم چې خپله ښه  دنده او د عزت کاروبار پريږدي او په دې ګمان چې ګوندې په غربي هيوادونو کې پيسې په ونو کې راځوړندې دي، دلته د رارسيدو کوښښ کوي . دوئ نه دي خبر چې نه يوازې دا چې دلته کار پيدا کول  اسانه کار نه دی بلکې د ښې تنخا کار پيدا کول خو د ناشونتيا تر بريده  سخت دی. ځيني خلک ښايي داسې فکر وکړي چې  دلته به نه فقيران وي او نه هم سوالګر خو داسې نه ده. دلته سوالګر هم شته او فقيران هم. فرق يې دا دی چې  د سوال کو طريقه يې مختلفه ده.  دلته سوالګر د سرکونو په غاړه  د موسيقئ کومه أله  وغږوي او يا هم په ټيم کې پيسې (سيکې) اچوي او په ځانګړي  حرکت سره يې شرنګوي.  په دې توګه د خلکو پام ځان ته را اړوي.

تعصب په امريکا کې:  که څه هم امريکايان په عمومي توګه ښه او همکاره خلک دي. که يو څوک لار غلطه کړي او يا هم  څه نورې مرستې ته اړتيا ولري او له يو چا د مرستې هيله وکړي  نو هغوئ خپل کار پريږدي او کومک ورسره کوي  خو د ځينو خلکو په اړه د دوئ نظر ښه نه دی. سپين پوستي امريکايان د تور پوستو په وړاندې ډير زيات تعصب لري او په ښوونځيوو کې هره ورځ د تور پوستو او سپين پوستو ډلو ترمنځ نښتې کيږي. د تور پوستو په وړاندې تعصب دومره په زور کې دی چې  دلته يو تنظيم  ((KKKچې ډير شمير امريکايي روڼ اندي یې  ترهګر تنظيم بولي، په ښکاره د تور پوستو امريکايانو  د امريکا څخه د شړلو او أن وژلو خبرې کوي. امريکايانو کوښښ کړی چې خپلې کورنۍ ستونزې نورې نړۍ ته ښکاره نه کړي او د تورپوستو سره د تعصب مسله هم داسې يوه  ستونزه ده چې مطبوعات پرې خبرې کول نه غواړي.  دوئ د ښځو سره هم تعصب لري . ښکاره بېلګه يې  هغه تازه انټرنيټي سروی ده چې  پکې ۶۵٪ خلکو ويلي چې امريکا بايد ښځينه مشره ونه لري. ياده دې وي چې  دامريکا د ۲۰۰۸ کال  د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې  لومړنۍ ښځينه  کانديده هيلري کلينټن  هم کانديده ده.  دا د يو داسې هيواد لپاره چې په نورو هيوادونو کې د ښځونو د حقونو لپاره چيغې وهي د شرم خبره ده.

ناخبره امريکايان : امريکايان په عمومي اوځوانان يې په ځانګړي توګه د نورې نړۍ په اړه ډير کم معلومات لري.  په ځايي ټلويزيوني چينلونو کې داسې پروګرامونه خپريږي چې  د پروګرام کوربه د امريکايي زده کوونکو څخه اسانې پوښتنې کوي خو هغوئ يې جواب نه شي ورکول. د بېلګې په توګه امريکايان پوښتل کيږي چې  ټوني بليئر څوک دی؟ او هغوئ ورته  د نه يم خبر ځواب ورکوي. زمونږ يوه ښوونکي کيسه کوله چې له وراره يې چې  پروفيسر دی، چا پوښتنه کړي وه چې  د نېل درياب چيرته دی؟ او هغه ورته ويلي وو چې په ميکسيکو کې.  د دې خای رسنئ هم د دې ځای خلکو په تياره کې ساتلو کې ډير رول لوبولی دی. دوئ  د اسلام ، ترهګرئ او ځينو هيوادونه او خلکو په اړه غلط معلومات ورکړي  او ړندو کڼو خلکو پرې باور کړی دی.

په امريکا کې مسلمانان او اسلام : زه د امريکا په دو لويو ښارونو بوسټن او نيويارک کې اوسيدلی يم. اول چې دلته راتلم دا انديښنه راسره وه چې جوماتونه به وي کنه! د مسلمانانو حال به څنګه وي؟  خو  دلته په راتګ راته معلومه شوه چې  دلته جوماتونه هم ښه ډير دي او د مسلمانانو عزت هم شکر دی کم نه دی. که څه هم په امريکا کې د نړيوال سوداګرايزو مرکزونو له نړيدلو وروسته  مسلمانانو ته په کرکه کتل شروع شول خو دلته د مسلمانانو تنظيمونو نه ستړو کيدونکو هلو ځلو نفرتونود ورکاوي تر بريده کم کړي دي. دلته که څوک يوه مسلمانه ميرمن چې حجاب او زوړکی يې اغوستی وي، وويني خلک يې ډير قدر کوي.  خلک د اسلام په غواړي معلومات لاس ته راوړي او همدا لامل دی چې دلته اسلام په ډيره چټکۍ سره  پرمخ روان دی.

امريکايان او دندې يې : د امريکا خلک د خپلو دندو سره ډيره علاقه لري او ډير زيار باسي چې خپله ورسپارل شوي دنده په ډيره ښه توګه پرمخ بوځي . د بېلګې په توګه که يو څوک ښوونکی وي هغه د هرې لارې کوښښ کوي چې زده کوونکي يې درس زده کړي. که يو زده کوونکی په درسونو کې  ښه نه وي، ښوونکی هغه ته په ټولګي سربيره نور زيات وخت هم ورکوي.  په ټولګيوو کې  د درسونو د لا ښه  تدريس لپاره د ويډيو او أډيو اسانتياوو څخه کار اخیستل کيږي. خو د دې هر څه سره سره زده کوونکي په ټولګي کې دومره ډېره ازادي لري چې  د يو ټولګي  او بهر  چاپيريال توپير نه شي کيدلی. زده کوونکي په ټولګي کې د څښاک ازادي لري. همدارنګه کولی شي چې هر وخت وغواړي ټولګي ته راشي يا له ټولګي  ووځي. دې ته اړتيا نه وي چې ټولګي ته له ننوتو او وتلو لپاره له ښوونکي اجازه واخلي البته د زده کوونکو غیرحاضري يوه جدي مسله ده او د زده کوونکي د ازموينې په نومرو اغيز لري.