بيګا دامريکا د ماساچوسيټس په  ايالت کې د برانډايزپوهنتون  د لرې او برې پښتونخوا محصلينو  ” د اسيا د کلتورونو شپه “ نومي پروګرام په اتڼونو او ملي سندرو ښکلی کړ.

 د پوهنتون له خوا په شوې دې پروګرام کې د نیپال، هند، بنګله ديش، تبت او څو نورو اسيایي هيوادونو محصلينو د خپلو کلتورونو نندارې وړاندې  کړي. د نندارې له ښودلو مخکې راغليو ميلمنو ته د ماښام ډوډۍ تياره شوي وه چې پکې د يادو شويو ټولو هيوادونو یو يا دوه قسمه خواړه شامل وو. د افغانستان له خوا پکې منتو او د تناره ډوډۍ تر سترګو کېدلي.

له ډوډۍ خوړلووروسته د نيپال محصلين سټيج ته وروغوښتل شول چې د نيپالي سندرې په ويلو یې خپله برخه وکړه. ورپسې د هند محصلينو چې د هند دمختلفو سيمو لکه ګجرات، حيدر اباد او نورو جامې یې پرغاړه وي، د لرګيووپه ټکولو سره خپلې موسيقئ سره نڅا وکړه.  له دوئ وروسته د تبت محصلينو د شپيلۍ او ګيتار په وهلو سره يوه سندره وړاندې کړه. د نيپالي ډلې مشر د سندرې په اړه وويل چې د دوی د سيمې شپونکي یې وايي.

تالار چې د يادو شويو هيوادونو بيرغونه پکې لګيدلي وو، هغه وخت له چيغو او چکچکو ډک شو چې د لرې او برې پښتونخوا محصلين سټيج ته د ملي اتڼ د کولو لپاره راوغوښتل شول. له اتڼ مخکې د براينډايز د نړيوالې  ټيکاويزې پراختيا(Sustainable International Development)     دڅانګې د ماسټرۍ د دورې د وروستي کال محصل او د پيښور د صوابۍ اوسيدونکي جاويداقبال، په پښتني ټولنه کې د اتڼ د ارزښت په اړه لنډې خبرې وکړي او وي ويل.((مونږ تاسې ته داسې څه وړاندې کوو چې د پښتنو د پيژندګلوئ او کلتور نښه ده)).

افغاني ځوانانو په داسې حال کې چې پکولونه او پګړۍ يې پر سر او افغاني جامي یې پر تن وي، د”بيرغ د پښتانه په ټول جهان پيژنو. . . . . دا ستر ملي ارمان، پښتونستان پيژنو”، په سندره اتڼ وکړ چې شاته پر ديوال پر یوې لویې سينمايي پردې د افغانستان د بېلابېلو سیمو او د سياسي او کلتوري مشرانو لکه احمد شاه بابا،ميرويس نيکه، غازي امان الله خان، محمود خان اڅکزي، باچا خان، عجب خان افريدي او نورو انځورونه خپريدل.  په لسګونو ناستو کسانو چې د امريکا سربيره پکې د ډیرو نورو هيوادونو کورنۍ او زده کوونکي شامل وو، د چکچکو او  شپيليوو په کولو سره  اتڼچيان بدرګه کړل.  نجیب حارث  د ډلې په استازيتوب دبرخه والوڅخه د هغوئ د تاوده هرکلي له امله مننه وکړه.

د افغاني محصلينو وروسته د بنګله ديش او ځينو نورو هيوادونو محصلينو سندرې وويلي.  د غونډې په پای کې  ناستو کسانو په شريک ډول په هندي، پښتو او نيپالي سندرو نڅاوې هم وکړي.

 د فراه ولايت  محمد احسان نورزي سره چې د نوموړي پوهنتون د نړيوالې  ټيکاويزې پراختيا(Sustainable International Development)   په څانګه کې دماسټرۍ د دورې د لومړي کال محصل دی، د کندهارۍ غاړې افغاني جامو او پګړۍ له کبله راغليو خلکو په څو څو واره تصويرونه اخيستل.