ورځ به نو څنگه زما ښه شي، چې خبرې نه کړي
منزل ته لار به مې اوږده شي ،چې خبرې نه کړي
چې کړي خبرې ته نغمې  وايي سندرې وايې
کيسه کيسه او افسانه شي ، چې خبرې نه کړي
لږ خو څه ووايه،خفه يې! ولې چپ غوندې يې؟
مورې! دا ورځ به په ما شپه شي چې خبرې نه کړي