رسول الله صلى الله عليه وسلم دټولو عالميانو له پاره رحمت راليږل شوى دى او دقران كريم په ايت (وما ارسلناك الا رحمة للعلمين ) كې د((العلمين )) تورى راغلى داټولو مخلوقاتو ته شامل دى ان چې څاروى هم په كې راځي .
رسول الله صلى الله عليه وسلم دخپل امت له پاره دژوند په ټولو لارو كې لار ښود او راهنما دى يانې يو انسان كه له خپل لوى څښتن سره اړيكى او تعلق پيداكوي نو دهغه له پاره درسول الله (ص)کړه وړه تر ټولو نوروهغو نه غوره ،بهتر،جامع او اسانه دي او دده په پله باندې په پل كېښودلو سره انسان په ښه او آسانه تو ګه سره خپل خداى ته رسيدلى شي او داراز دده ژوند لاره غوره كول هر انسان دسعادت او نيكمرغۍ لورته ولي او له انسانيت سره مينې او محبت ته يې رابولي او له كركې او نفرتونو نه يې پاكوي
درسول الله صلى الله عليه وسلم سيرت خوديوه پراخه بحر په څېردى دانساني ژوندټول اړخونه په كې رانغښتي دي زما بې سېكه او ګوډ مات قلم په دې مو ضوع كې بيخي كم وسه او لږ ځواكه دى خو زه دلته دانسانيت ددې ستر لارښود دژوند يوه مهمه او ضروري برخه را اخلم چې هغه له نامسلمانو وګړو سره دده صلى الله عليه وسلم چلن او برخورد دى اوپه روانو حالاتو كې ددې موضوع داهميت روښانه كولو ته اړتيا نه وينم دا موضوع به په دې حديث شريف سره پيل كړو
قال جابر بن عبدالله } كان رسول الله صلى الله عليه وسلم رجلاً سهلاً ( صحيح مسلم، كتاب الحج، باب بيان وجوه الإحرام وأنه يجوز إفراد الحج والتمتع والقران، رقم الحديث1213)ژباړه جابر بن عبدالله رضى الله عنه وا يي رسول الله صلى الله عليه وسلم نرم خويه سړى و ددې (سهلاً) تورى تفصيل به له امام النووى نه واورو يانې نرم اخلاق يې لرل غوره عادتونه يې لرل او په كړو وړو كې يې اساني او سهولت غوره كاوه (شرح صحيح مسلم، النووي، ج4، ص: 410(
او درسول الله صلى الله عليه وسلم داسانتيا غوره كولو دلوى خوى او خصلت په باره كې نور هم ډير حديث راغلى دى خو زه ايله دايو بل دلته را اخلم هغه دا چې عن عائشة رضي الله عنها قالت: "ما خير رسول الله صلى الله عليه وسلم بين أمرين إلا أخذ أيسرهما ما لم يكن إثماً فإن كان إثماً كان أبعد الناس منه، .............رواه البخاري، كتاب المناقب، باب صفة النبي صلى الله عليه وسلم رقم الحديث: (3560.
ژباړه حضرت عائشه رضى الله عنها وايي رسول الله صلى الله عليه وسلم به په دوو كارونو كې ( چې يو به سخت و او بل اسانه )خامخا هغه اسانه كار غورهكاوى ترڅو به چې ګناه نه وه په كې او كه به په هغه كاركى ګناه وه نو له هرچا به دى زيات ورنه لرى و،او.......
نو دده له دى غوره خويونونه دهغه ټول چلن موږته روشانه كيدلى شى دده ټول كړه وړه اسانه او له تريخوالي او خشونت نه ليري وو او له هر چاسره يې په كړو وړو كې اساني غوره كوله او هرڅه به يې دخداى درضا له پاره ؤ ،نه يې دنيوى موخو په دى تعامل او چلن باندى اغيزه كولى شوى او نه يې دنفسى غوشتنو له پاره كومه لاره پرانستې پرې ايښې وه
بناء له نامسلمانو وګړو سره يې چې كوم چلن كاوه هغه هم په دې حكيمانه اسلوب باندې ولاړو، چې زه يې يوڅو بيلګې دلته را اخلم
(1) مخكى موږ يو ايت شريف تلاوت كړ او ومو ليكل چې هورى د (العلمين)
تورى په كې راغلى دى او په دې توګه دده رحمت او نرمي نو دهرچا له پاره شوه چې نامسلمان وګړى هم په كې راځي او په دې ايت شريف پسې به دده صلى الله عليه وسلم دا وينا هم ورزياته كړو چې دى وايي
فقد قال صلى الله عليه وسلم : "لا يرحم الله من لا يرحم الناس رواه البخاري، كتاب التوحيد، باب قول الله تعالى: قل \دعوا الله أو \دعوا الرحمن أيا ما تدعوا فله الأسماء الحسنى"110
صلى الله عليه وسلم الإسراء: 110}، رقم الحديث: (7376 )
ژباړه رسول الله صلى الله عليه وسلم وايي څوك چې په خلكو رحم نه كوي په هغه به خداى جل جلاله هم رحم ونه كړى . دلته به حديث شريف ته ليږ ځير شو چې د (الناس) تورى په كې راغلى دى او داد مسلمان او نامسلمان دواړو له پاره كارول كيږي داراز د رحمت په باره كې زيات نصوص مطلق او بې قيده راغلي دي دحديثو ستر امام بخاري په دې اړه يو ځانګړى باب ذكر كړى دى او
ليكي باب رحمة الناس والبهائم.............. او داحديث يې هم په كې راو ړی دى چې ما من مسلم غرس غرساً فأكل منه إنسان أو دابة إلا كان له صدقة" رواه البخاري، كتاب الأدب، باب رحمة الناس والبهائم، رقم الحديث: (6012).ژباړه هر مسلمان چې يو څه شى وكري او له هغه نه كوم انسان او ياڅاروى څه وخوري نو دا به دده له پاره صدقه او خيرات وي نو په دې حديث كې هم دانسان او څاروي توري راغلي دي
(2) دويم ټكى درسول الله صلى الله عليه وسلم خپلو سرزورو مخالفينو ته دده بښنه ده كه دسيرت بيخي كم مالومات يوڅوك ولرس هغه ته به دا مالومه وس چې دمكې مشركينو له رسول الله سره څومره ظلمونه كړي دي د سيرت دا برخه چې څوك ګوري غوني يې ځيږ شي له تفصيل نه يې تيريږم موخه مې داده چې دې مهربانه پيغمبر دمكي دسوبې او فتحې په ورځ له خپلو دې سر سختو ميرڅمنو سره څه ډول چلن وكړ؟
هوكې ! ددې ورځې حالات مو ږ ته اسلامي تاريخ ټكى په ټكى رانقل كړى دى تاريخ ليكي چې رسول الله دبيت الله په دروازه كې ولاړو او د وره په لخكيو يې لاسونه تم كړي واو خپلو مخالفينو ته يې وويل : "ما تظنون أني فاعل بكم؟ تاسو څه ګومان كوئ چې زه به څه ډول چلن درسره كوم ؟
هغوى ورته كړه (أخ كريم وابن أخ كريم( عزتمن ورور مو يې او دعزتمن ورور
زوى يې ، كه سړى سوچ وكړي چې ديو چا له لاسه دې يوه لسيزه داسې ستونزې او زورونې ليدلي وي چې هغه له شماره وتلې او هيڅ دزغم وړ نه وي نو دلاصبرۍ په مهال به له هغو سره څه ډول چلن روا بلل كيږي ؟
كه دجګړو او ډغرو تاريخ ته سر ور شكاره كړو او په يوه بل دبري په مهال د دو و مخالفو ځواكونو څپركي ته لږ تم شو نو هغه څه به ووينو چې غوني به پرې ځيږه شي او په بدن كې به دڅړيکو احساس وكړو تاريخ به پريږدو دا ننيو حالاتو ته به وګورو اوس چې كله يو جګړه مار په بل هغه لاسبرى شى كوم جبر او ظلم يې سپمولى دى ؟
خو درحمت او كرامت پيغمبر په دې مهال هغه تاريخي جمله ويلې ده چې
دانسانيت په تاريخ كې ديوه ځلانده لمر په څير ځليږي او هغه مباركه جمله داده
اذهبوا فأنتم الطلقاء
ځئ تاسو ازادياست
السيرة النبوية ج4، ص: (61)
(3) خپلو مخالفينو ته نيكى دعاګانى كول هم له نامسلمانوسره دهغه په غوره چلند كې راځي او رسول الله صلى الله عليه وسلم به خپلو مخالفينو ته دخير دعاوې كولې لكه دطفيل بن عمرو الدوسي په كيسه كې چې راغلي دي
فقد قدم الطفيل بن عمرو الدوسي وأصحابه فقالوا: يا رسول الله إن دوساً قد كفرت وأبت فادع الله عليها، فقيل: هلكت دوس - ظناً بأن النبي صلى الله عليه وسلم إنما رفع يديه للدعاء عليها - فقال صلى الله عليه وسلم : "اللهم اهد دوساً وأئت بهم
- رواه مسلم، كتاب فضائل الصحابة رضي الله عنهم، باب من فضائل غفار وأسلم وجهينة وأشجع ومزينة وتميم ودوس وطئ، رقم الحديث: (2524)
ژباړه د(دوس) قبيلى يوپلاوى دطفيل بن عمرو په مشري كې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راغى او و يې ويل يارسول الله زموږ قوم (دوس)كافران دي او ايمان نه راوړي ته دوى ته شيرا وكړه په دې منځ كې چا وويل چې ددوس قوم هلاك شودا خبر يې ځكه وكړه چې دې كس فكر كاوه او س به رسول الله دشيرا له پاره لاسونه پورته كړي او شيرا به وكړي خو رسول الله صلى الله عليه وسلم چې لاسونه پورته كړل نو، نودا دشفقت دعا يې وكړه چې لويه خدايه ! د دوس قوم ته سمه لاره وښيه ! او له موږسره يې يوځاى كړه داراز په دې لړكى يوه بله كيسه هم واورئ
فقد روى مسلم في صحيحه عن أبي هريرة } قال: كنت أدعو أمي إلى الإسلام وهي مشركة فدعوتها يوماً فأسمعتني في رسول الله صلى الله عليه وسلم ما أكره، فأتيت رسول الله صلى الله عليه وسلم وأنا أبكي قلت: يا رسول الله إني كنت أدعو أمي إلى الإسلام فتأبى علي، فدعوتها اليوم فأسمعتني فيك ما أكره، فادع الله أن يهدي أم أبي هريرة، فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم : "اللهم اهد أم أبي هريرة"، فخرجت مستبشراً بدعوة نبي الله صلى الله عليه وسلم ، فلما جئت فصرت إلى الباب فإذا هو مجاف، فسمعت أمي خشف قدمي، فقالت: مكانك يا أبا هريرة وسمعت خضخضة الماء، قال فاغتسلت ولبست درعها وعجلت عن خمارها ففتحت الباب، ثم قالت: ياأبا هريرة أشهد أن لا إله إلا الله وأشهد أن محمداً عبده ورسوله، قال فرجعت إلى رسول الله صلى الله عليه وسلم فأتيته وأنا أبكي من الفرح.. الحديثرواه مسلم، كتاب فضائل الصحابة رضي الله عنهم،
باب من فضائل أبي هريرة } رقم الحديث: (2491).
ددى كيسې خلاصه داده چې دوتلي صحابي هغه چې په ټولو صحابه كراموكې له ده نه زيات حديث روايت شوي دي ابو هريره رضى الله عنه مور اسلام نه مانه او په كفر ولاړه وه ابوهريره رسول الله ته وويل چې زما مورته دعا وكړه رسول الله دعا ورته وكړه چې خدايه دابو هريره مورته سمه لاره وښيي او هغه سمدستي مسلمانه شوه
او داراز په يوه بل روايت كې راځي چې انصار رسول الله ته راغلل او ورته و يې ويل چې يارسول الله دثقيف قبيلې ته شيرا وكړه رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل خدايه دثقيف قوم ته سمه لاره وښيه دو ى ورته وويل چې نه شيرا ورته وكړه ده بيا وويل خدايه دثقيف قوم ته سمه لاره وښيه هغوى بيا دشيرا غوشتنه ورنه وكړه خو ده بيا دعا وكړه هغه وو چې دثقيف خلك مسلمان شول او خورا ښه مسلمان شول لوى لوى امامان او ستر مشران په كې پيدا شول
تاريخ المدينة، ابن شبة، دار العليان، بريدة، ط1، ج2، ص: (98
او يو بل عجيب روايت دى هغه داسې چې په مدينه كې به درسول الله خواته په قصدي تو ګه يهود پرنجېدل څو هغه دعا ورته وكړي او هغه صلى الله عليه وسلم به هم خپله مهرباني نه سپموله او دهغوى دپرنجېدلو په ځواب كې به يې ورته ويل "يهديكم الله ويصلح بالكم"
رواه البخاري في الأدب المفرد، باب إذا عطس اليهودي، وصححه الألباني، انظر: صحيح الأدب المفرد، الألباني، ص: (348)، رقم الحديث: (719).
(4) له نامسلمانو سره درسول الله صلى الله عليه وسلم دغوره چلندله جملې نه بل دهغو دتحفو او ډاليو منل و يانې كوم نامسلمان سړي يا ميرمنې به چې ده ته كوم شى په تحفه كې وركړده به په ورين تندي ومانه لكه په خيبركې چې يوې يهودۍ ميرمنې زينب بنت الحارث رسول الله صلى الله عليه وسلم ته يو پوخ پسه په تحفه كې وركړ خودې بد مرغې يهودۍ هغه پسه په زهرو لړلى و
عن أنس بن مالك رضي الله عنه : (أن يهودية أتت النبي صلى الله عليه وسلم بشاة مسمومة فأكل منها فجيء بها فقيل ألا نقتلها قال لا فما زلت أعرفها في لهوات رسول الله صلى الله عليه وسلم).رواه البخاري يانې يوى يهودۍ ميرمنې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته په زهرو لړلى پوخ پسه راوړ او رسول الله له هغه نه يوڅه وه هم خوړ بيا هغه يهودۍ ښځه راوستل شوه اودده ځيني ملګرو وويل چې وبه يې وژنو خو رسول الله وويل
چې نه مه يې وژنئ ! حضرت انس رضى الله عنه چې رسو ل الله به ددې زهرو د درد احساس هر وخت كاوه
له نا مسلمانو سره درسو ل الله صلى الله عليه وسلم دغوره چلند دا خورا غوره او په زړه پورې بيلګه ده ځينو علماو خو لا دا هم ليكلي دي چې همدا زهر درسول الله صلى الله عليه وسلم دوفات لامل شوي دي اوددې علماو دخبرې دزيادت له پاره دحضرت انس له كيسې نه هم يوه كوچنۍ نغو
ته ترلاسه كيدلى شي والعلم عند الله نو سره له دى هم هغه يهودۍ ميرمن وبښل شوه
فقهاء وايي چې مسلمانان كولى شي دهرډول كفارو تحفې ومني يانې كه هغوى
حربى كفار وي هم او حربي كفار هغه دي چې عملا له مسلمانانو سره په جګړه
لګياوي داخبره دستر امام ابن قدامة،په المغنى ج13، ص: (200).كى راغلې ده