تر پښومې لاندې وې ډبرې
ستا د ديدن وم تنده غرې
اوبه دې ډيرې وې ژورې
کور دې رالنډ کوڅه دې لرې
تمامه شپه دې له انګړه تاويدمه

ورځه ورځه پلار مې خبر که
مورې رضا دې سوداګر که
خلاص دې په دې خبره سر که
که ورکوې زیاتي مې ورکه
کچره نه يم چې جوپی درته کومه

دغسې ښې دي چې يې ګورې
کمسۍ پرتې پر اوګو تورې
نورې که غوړې وي که سپورې
زلفې مې مه پرې کوه  مورې
په سر پريکړو ونو نه کيني بازونه

وي به دې وچې خوله کې لاړې
ته به که ناست يې ولا ړې
خاندې به کم او ډير به ژاړې
زما دې څه  وکړل چې لاړې
نری نری زړګی به ستا راپسې چوينه

څه په شيبو باران رااوري
تندې  وهلي راته ګوري
نه دې غرمود ي نه د سيوري
زلفې مې بې شماله ښوري
باد پرې بدنام شو چې کاږه يې کړل سرونه

زه به څه وايم څه مې زړه دی
څه لکه کاڼی څه  اوبه  دی
زما پر يار د يار پر غره دی
زما له زړه نه ماشوم ښه  دی
چې په ژړا شي مور يې غيږ کې ونیسينه

ورځ مې تر ورځې خرابيږي
بدن مې موم شو ويلي کيږي
وينه مې ورځ په ورځ وچيږي
زيارت کوم نه رارسيږي
يا ټګه زه شوم يا ويده دي زيارتونه

مور زيږولې پښتنه يم
ګرانه ستا پت يم ستا شمله يم
ما ويل په تا به زه ډاډه يم
سپينه خولګۍ زه  درسره يم
د بې ننګۍ زلميه خوب دې زنګوينه.