زړه کې ساتلی يار مې ته يې
له ټولو ښکلی يار مې ته يې
زړه کې کرلی يار مې ته يې
په زړه منلی يار مې ته يې
هسې د خولې خندا له نورو سره کړمه
خوله يې راکړې په راستۍ ده
پر تن راغلې مې نيستۍ ده
ساه مې ساه ساه ده او سلګۍ ده
جينۍ د وچ غره منګرۍ ده
له زهرو ډکه خوله يې راکه مړ به شمه
ورځ لکه کال هيڅ نه تيريږي
رنګ مې شېبه شېبه زیړيږي
ټولې همزولې مې ودیږي
ستا چې دا شنې شولې پخیږي
ما به مرغۍ په ژړه ستړې کړي مينه
څه درته ووايم چې ګرانه
که راته ګران يې له ايمانه
ګيله مې راشي له خپل ځانه
زما کافر کافر جانانه
درته طالب طالب کيدم شهيد دې کړمه
راځه صنم راسره څمله
لرې کړه غم راسره څمله
تر شومه دم راسره څمله
په سالو سم راسره څمله
که سالو لنډ شو لږ به زه درټوله شمه
زړه مې بې ننګه اشنا خوښ دی
کنګل کنګل ژمی دی يخ دی
د زنې خال مې زړه کې ښخ دی
د کوټې ور يې مخامخ دی
اور يې بليږي ماته خوب کله راځينه