رانجه رانجه اوښکې مې لاړې
لکه وياله اوښکې مې لاړې
پر زنګانه اوښکې مې لاړې
په خوب ويده اوښکې مې لاړې
د مسافر جانان په سر دې خير وينه
څه دې راکړي دي څه درکړم
ته او خدای څرنګه زړه درکړم
توره، خنجر که چاړه درکړم
زلميه څرنګه خوله درکړم
په شاه دې نشته د تېرو تورو وارونه
څوک وايي ښکلی څوک بد مور دی
مينه رښتيا چې سورکی اور دی
ماته يې تش ديدن پېغور دی
چاراته ويل جانان دې تور دی
ما په رڼا ليدلی نه دی تور به وينه
ټنډه دې ويړه کړه آسمانه
ته څه خبر يې له خپل ځانه
خالي پر تا نه ده ودانه
په کابل مه اوره بارانه
يار مې شوقي دی لنګۍ نه ورټولوينه
زړه د مين ساتلی نشې
حال دې د زړه ويلی نشې
په ډکه خوله خندلی نه شې
چې په زينه ختلی نشې
نامردې ولې دې ګيبی پرتوګ کاوونه
څومره سپېره برخه زما ده
ګډه ازغو سره حلوا ده
که نه يې خورمه نو ګناه د ه
دا سپينه خوله دې لنګه غوا ده
په زړه ظالمې يار دې وچه ډوډۍ خورينه