کله غوښتل مې چې سفر ته وزم
وړاندې تر دې خدای پاماني چې وکړم
لومړی مې مور ته ټينګه غاړه ورکړه
بيا مې د مور سترګو ته ښه وکتل
چې يې په زړه کې زما دپاره ژړل
ما يې په سترګو کې دنيا نه زياته مينه ليده
په دې دنيا مې له هر چا نه زياته مينه ليده
له يوه عادل وزير پاچا نه زياته مينه ليده
داسې به نه وايم توبه مې دې وي
چې مې له رب او له الله نه زياته مينه ليده
زړه مې که هر څو له ژړا راډک ؤ
خو په ولا چې مې ژړا نه زياته مينه ليده
زه مې چې مور ته ور تر غاړې وتم
ټولې سلګۍ مې ساه نيولې شولې
غوښتل مې مور مې په ژړا پوه نه شي
ښې وې چې اوښکې خپله غلې شولې
هغه دوعاوې چې مې مور وکړلې
ماته له ټولو کائیناتو ښې وې
زما له کړو عباداتو ښې وې
له سرو او سپينو زيوراتو ښې وې
چې راوتم تر شا مې مخ واړاؤ
څه مې ليدل لږ پښه نيولی شومه
ځکه دويم ځل بيا مې مخ واړاؤ
وړې لورکۍ مې هم لاسونه پورته
په وړه خوله او په وړه لپه يې
زما د ګرانې خوږې مور په شانې
زما لپاره لوی سوالونه کول
۹ ډيسمبر ۲۰۱۰ کال، پکتيا ګردېز ښار