حضرت يوشع عليه السلام
٠  د يوشع(ع) نسب له يوسف(ع) سره نښلي.
٠  يوشع(ع) د موسى(ع) ځايناستى او خليفه گومارل شوى و.
٠  يوشع(ع) د بني اسراييل قوم د بني افرائيم د قبېلې مشر و.
٠  يوشع(ع) ته د موسى(ع) په مړينې پسې سملاسي نبوت ورکړل شو.
٠  يوشع(ع) د فلسطين د نېولو پر سر له ٣١ واکمنو سره وجنگېدو او هغوى يې مات کړل.
٠  په قران شريف کې د يوشع(ع) نوم راغلى دى.
٠  په تورات کې د يوشع په نوم فصل د يوشع(ع) په هکله راغلى دى.
٠  تورات کې د يوشع(ع) په هکله درې نومونه دي.
٠  د قران کريم په دوه سورتونو کې د يوشع(ع) په هکله يادونه شوې.
٠  يوشع(ع) په ١١٠ کلنۍ کې وفات شوى دى.


حضرت داود عليه السلام
٠  د داود(ع) پلار الييث نومېدو.
٠  داود(ع) ديارلس وروڼه درلودل.
٠  داود(ع) په ٤٥ کلنۍ کې پيغمبر شو.
٠  داود(ع) د يروشلېم ښار خپله پلازمېنه ټاکلې وه.
٠  داود(ع) پر بني اسراييلو څلوېښت کاله واکمني وکړه.
٠  د قران شريف په ٦٧ ايتونو کې د داود(ع) يادونه شوې.
٠  د قران شريف په ١٦ سورتونو کې د داود(ع) نوم راغلى.
٠  داود(ع) د طالوت(ع) د پوځ سرتېرى و.
٠  داود(ع) نږدې ١٠٠ کاله ژوند کړى دى.
٠  داود(ع) نږدې ١٠١٥م ز کې مړ شوى.


حضرت سليمان عليه السلام
٠  سليمان(ع) په ١٠٣٥م ز کې زوکړېدلى دى.
٠  سليمان(ع) د دواود(ع) زوى دى.
٠  د سليمان(ع) مور بنت سبع نومېدله.
٠  د سليمان(ع) په وخت کې ملکه سبا د يمن واکمنه وه.
٠  د سليمان(ع) نږدې کس او وزير اصف بن برخيا و.
٠  سليمان(ع) څلوېښت کاله واکمني کړې ده.
٠  قران شريف کې ١٦ ځايه د سليمان(ع) يادونه شوې ده.
٠  د سليمان(ع) عمر شکي دى، ځينې يې ٥٣ او ځينې نور يې ٦٥ کلونه بولي.
٠  سليمان(ع) په بيت المقدس کې خاورو ته سپارل شوى.


حضرت ايوب عليه السلام
٠  په تورات کې ايوب(ع) ته جوب نوم ورکړل شوى.
٠  ايوب(ع) په عوض قبيله کې زوکړېدلى.
٠  په عبراني ژبه کې د ايوب(ع) نوم ارب دى.
٠  ايوب(ع) څلور مېرمنې لرلې.
٠  ايوب(ع) ١٣ کاله په مصيبتونو او ستونزو کې لگيا و.
٠  ايوب(ع) درې زره اسونه لرل.
٠  ايوب(ع) درې زره اوښان لرل.
٠  د قران شريف په څلورو سورتونو کې د ايوب(ع) يادونه شوې ده.
٠  په انعام او انبياء سورتونو کې يوازې د ايوب(ع) نوم راغلى.
٠  ايوب(ع) ١٤٠ کاله ژوند کړى دى.


حضرت يونس عليه السلام
٠  يونس(ع) په نينوا کې پيدا شوى و.
٠  يونس(ع) له موسى(ع) نه ٨١٥ کاله وروسته راغلى.
٠  د يونس(ع) پلار متي نومېدو.
٠  په عبراني ژبه کې د يونس(ع) نوم يوناه دى.
٠  يونس(ع) په ٢٨ کلنۍ کې پيغمبر شو.
٠  يونس(ع) د نينوا قبېلې د لارښوونې لپاره گومارل شوى و.
٠  د يونس(ع) د نبوت پېر له عيسى(ع) څخه نږدې ٧٠٠ کلونه وړاندې بلل کېږي.
٠  يونس(ع) په نينوا ښار کې پيغمبر شو.
٠  يو کب خپلې خېټې ته يونس(ع) ننباسلى و او د څښتن(ج) په امر يې بيا د فرات سيند پر غاړه وغورځاوه.
٠  کب پر اوه سمندرونو يونس(ع) گرځولى و.
٠  په انبياء او القلم سورتونو کې يونس(ع) ته ذوالنون او صاحب الحوت نومونه ورکړل شوي.
٠  په شپږو سورتونو کې د يونس(ع) يادونه شوې ده.
٠  د قران شريف په ١٨ ايتونو کې د يونس(ع) په هکله بيان راغلى.
٠  يونس سورت د يونس(ع) په نوم رالېږل شوى دى.
٠  يونس(ع) ٤٠ ورځې د کب په گېډه( خېټه) کې و.
٠  يونس(ع) چې د کب له گېډې ووت، نو څلور رکعته لمونځ يې د مننې لپاره وکړ.
٠  يونس(ع) چې د کب له گېډې ووت د کدو د بوټي لاندې کېناست.
٠  يونس(ع) په نينوا کې مړ شوى دى.