حضرت حضر عليه السلام
٠  په کهف سورت کې د حضر(ع) پېژندنه(تذکره) راغلې ده.
٠  حضر د حضر(ع) اصل نوم نه دى، لقب يې دى.
٠  ابوهريره(رض) وايي چې حضر ته ځکه دغه لقب ورکړل شوى، چې يو ځل په شاړه ځمکه ناست و او هغه زرغونه شوې وه.
٠  د حضر(ع) اصل نوم بليابن ملکان و.
٠  د حضر لغوي مانا شين يا زرغون دى.
٠  حضر(ع) ته د پيدا کولو او رامنځ ته کولو پوهه ورکړل شوې وه.
٠  حضر(ع) ته د ژوندي کولو او مړ کولو معجزه ورکړل شوې وه.
٠  حضر(ع) ځکه نه مري چې آب حيات(ژواوب) يې څښلي.
٠  حضر(ع) به تر قيامته پورې ژوندى وي.
٠  حضر(ع) لار ورکيو ته په لارښودلو گومارل شوى.


حضرت هارون عليه السلام
٠  هارون(ع) په مصر کې زوکړېدلى.
٠  هارون(ع) په ١٥٢٣م ز کې زوکړېدلى.
٠  د هارون(ع) پلار عمران نومېدو.
٠  د هارون(ع) مور يوکبد ده.
٠  هارون(ع) د موسى(ع) په دعا سره پيغمبر شو.
٠  د هارون(ع) واده په مصر کې شوى دى.
٠  هارون(ع) څلور زامن درلودل.
٠  د هارون(ع) مېرمن اليسع نومېده.
٠  د هارون(ع) خوسر عميذاب نومېدو.
٠  په تورات کې هارون(ع) جادوگر يا شوى.
٠  په قران کې هارون(ع) ته له پيغمبر پرته د موسى(ع) وزير يا مرستيال نوم هم ورکړل شوى.
٠  په دولس سورتونو کې د هارون(ع) يادونه شوې ده.
٠  په طه سورت کې د نورو په پرتله د هارون(ع) نوم ډېر راغلى دى.
٠  په الشعرا سورت کې د هارون(ع) نوم درې ځلې راغلى.
٠  په قران شريف کې د هارون(ع) نوم نوم پينځلس ځله ياد شوى دى.
٠  هارون(ع) د مصر له پرېښودلو څخه ٤٩ کاله او څلور مياشتې ژوندى و.
٠  هارون(ع) په هود غره کې مړ شوى.
٠  هارون(ع) په ١٤٠٠م ز کې مړ شوى.
٠  هارون(ع) ١٢٣ کاله ژوند کړى دى.