چاغ سړي خپله لور تر لاس نیولي وه په بل لاس کې یې د موټر کلۍ اړولې راړولې د خپل موټر په لور چې تر سړک پورې ولاړ وه راون ول لور یې وروته وویل
«پاپه» زما هغه کالي چې پرون تا او «مامي» را ته اخیستي وه ندي خوښ
پلار یې وویل: ولې لورجانې هغه خو مې ډیر قیمت درته اخیستي پوره ۲۹۰ ډالر مې په ورکړي
ـ د سړک تر غاړې ناستې یتیمې سوالګرې خپلې ځیرې لمن ته وکتل سر یې په زنګون کېښود په مخ یې رڼې اوښکې را وبهیدې او وړې سلګۍ یې د موټر په لوړ آواز کې ورکې شوې ......