په جرمني کې دکوچني اختر دلمانځه خبرتیا
دجرمني په بایرن آیالت مونشن ښارکې دمیرویس نیکه دجامع جومات مشرتابه هیئت له خپلو نیکوهیلواوسلامونوسره یوځای په درناوي سره تاسوعزتمنو خویندو او وروڼو ته خبر درکوي، چې که کوچنی اخترسبا د یکشنبې له ورځې سره برابرشه نو د میرویس نیکه په جامع جومات کې به د اخترلمړی لمونځ دسهارپه اووه نیموبحودوهم لمونځ په پاوکم نهوبجواو دریم لمونځ په لسوبجو له خیره سره ادا شي.
همدارازکه اخترد دوشنبې ورځې ته واوښت نوبیا یواځې دوه لمونځونه یولمونځ د سهار په اتنیمو بجو اودوهم لمونځ دسهارپه لسو بجو ادا کیږي.
یادونـــــــــــــــــــــــــــــــه:
هغه درانه هیواد وال چې له خپلو مېرمنو اوماشومانو سره د راتګ نیت لري هیله ده په ورستي لمانځه کې ګډون وکړي ترڅو دګڼې ګوڼې مخ نیوی شوی وي.
دمیرویس نیکه دجامع جومات مشرتابه هیئت تاسوټولومسلمانو خویندو اووروڼوته لا له اوسه د کوچني اخترمبارکي وایي هرکله راشئ قدمونه مو په لېمو.
پتــــــــــــــــــــــــــــــــــه:
Machtlfinger Strasse 10
81379 - München Ubahn 3
دمختلفنګ سیمه دمونشن ښارپه سوهیل کې پرته ده

دمیرویس نیکه دجامع جومات مشرتابه هیئت