حيران صيب سلامونه او مينه!
ډير مې ياد شوى يې خداى دې وکړي چې راته روغ او خوشال يې
((يو ځلې بيا په دې لار راشه ))کتاب نه خبر شوم ډيره مبارکي يې درته وايم
خداى دې زموږ له سره مه کموه.خداى دې زر کلن کړه خپل يو شعر مې هم دروليږه .
کشر ورور دې سعدالله فطرت

(((د اور په خپل ځاى د اوربل په خپل ځاى)))

سعدالله فطرت

زما اخلاص او ديار چل په خپل ځاى
خو زړه کې يې بيا هم ساتم تل په خپل ځاى
والله چې دواړه د يو بل نه سخت دي
انکار په خپل ځاى او اجل په خپل ځاى
حقيقت دادى چې هيڅ فرق يې نشته
قيامت هم سخت دى خو خندل په خپل ځاى
ته زړونه وړې هغه کورونه لوټي
ستا هوښياري منم د غل په خپل ځاى
زما د قصده له محفله وځي
پښتو يې نه منم بدل په خپل ځاى
فطـــــــــــرته تاو د دواړو سيزي سړى
د اور په خپل ځاى د اوربل په خپل ځاى