په لمر خاته ولاړه ګله
قربان سپېره ولاړه ګله
زما پر زړه ولاړه ګله
پاس په کمره ولاړه ګله
نصيب د چا يې اوبه زه درخېژومه

ګوره د پور خبره نه ده
دا د پېغور خبره نه ده
د سپين او تور خبره نه ده
مينه د زور خبره نه ده
که زړه دې نه وي بيا دې نه مجبورومه.

زړګی مې وينې شو اوبه شو
زره زره له بېلتانه شو
په کار مې رانغلو د غله شو
آرام د زړه مې پرې ونه شو
که مې له سترګو نه سرې وينې تويومه.

مينه د سترګو طراوت دی
عشق يو سپېڅلی بغاوت دی
حيف چې بېلتون لوی مصيبت دی
په جينکو کې دا عادت دی
لوګی بانه کړي ژړا يار پسې کوينه.