ځوږ د سلګيو پورته کيږي
د زمکې سر واړه خوځيږي
نجونې په زړه کې هوسيږي
چې ډول وهي ځوانان ګډيږي
يا به لښکر وي يا غدۍ د ژنيو وينه

دا تورې زلفې مې زېندۍ شوې
چاپېره تاو مې له مرۍ شوې
له ډېره غمه مې سلګۍ شوې
کلي په کلي مې بدۍ شوې
ما زورور کلي ته تېره کړې چې مرمه

ما ويل رخصت به رانه غواړې
د پالنګ سر ته به ولا ړ يې
جګې به يوسو سره غاړې
ارمان مې دادی رانه لاړې
ولې مې ټينګ په غېږ کې نه نيوې مينه

ستا به شمله ستا به پټکی شم
زه به دې مينه شم زړګی شم
تاته به ګل بل ته ازغی شم
د ربابه به دې ځونډی شم
چې ورمې نه کړې بازينګرو په لاسونه

خاورې ايرې زما خواري شوې
پر سر دې تېر هزار بدي شوې
څومره بې ننګه بې سيالي شوې
د ګلو باغه سرکاري شوې
نه دې سرکار خوري نه دې ماته راکوينه

کلی مالت دې ليدی نه شم
رسم و رواج نه وتی نه شم
غم نه دې نور لېونی نه شم
کور ته له شرمه درتلی نه شم
لرې پوښتنه له وړو وړکيو کومه

که به مې هر څومره زړه ښه که
خو په ژړا به مې اوبه که
ما يې هوس د ژوندانه که
جانان په ګور کې ارمان وکه
په ما را ړنګه شوه د تورو خاورو خونه

تر ګل ښايستوکی سړی نشته
ته وا د هيچا زړګی نشته
ټول ګيدړان دي زمری نشته
کلي کې يو لېونی نشته
شينکی پرتوګ مې په ورنو خوله لګوينه

اوتر اوتره پورې لاړم
تر هره دره پورې لاړم
سپېره خيبره پورې لاړم
تر پېښوره پورې لاړم
چې چېرته چټې دي موذيان يې زړوينه

په نه خبره مرور دی
چرته به وي اوس مسافر دی
ما پرې د ځانه ډېر باور دی
يار مې د بنو سوداګر دی
ماته به راوړي بنوڅي د خيال شالونه

زړه مې ډبره وي اوبه شي
واړه خواږه راته تراخه شي
ګرم خواړه رانه ساړه شي
چې پېغلتوب مې راپه زړه شي
کنډول مې هېر شي په شکاره کې خوشتومه

خپل پېغلتوب به ترېنه ځار کړم
ورته به سترګو کې اظهار کړم
نور به مې هر هوس په دار کړم
د طالبانو مير به يار کړم
تر کندهاره به مې ټول لېورونه وينه

د خدای د نور يوه جلوه يې
په کايناتو راخوره يې
تل مې په زړه کې راسره يې
ته به د کوم وطن ډېوه يې
زه دهجران په تروږمۍ کې ناسته يمه.