حضرت يعقوب عليه السلام
٠ د يعقوب(ع) د پيدايښت پر وخت اسحاق(ع) ٤٠ کلن و.
٠ د يعقوب(ع) پلار اسحاق(ع) دى.
٠ عبراني ژبه کې د يعقوب(ع) نوم اسرائيل دى.
٠ يعقوب(ع) ٤٠ کلنۍ کې پيغمبر شو.
٠ د يعقوب(ع) پالنه او روزنه دده ماما(لابان) کړې وه.
٠ يعقوب(ع) ١٢ زامن لرل.
٠ يعقوب(ع) د خپل ماما له دوه لوڼو سره واده کړى و، چې ليا او راحيل نومېدلې.
٠ يعقوب(ع) د ماما په کور کې شل کاله تېر کړي وو.
٠ يعقوب(ع) ته هغه وخت نبوت ورکړل شو، چې د کنعان پاچا سلجم ابن دارا و.
٠ يعقوب(ع) يوه لور لرله، چې دينه نوميدله.
٠ د دينه مور ليا ده.
٠ د يعقوب(ع) زوى بنيامين په کنعان کې پيدا شوى، له بنيامين پرته نور زامن يې په قدان کې زوکړي و.
٠ قران شريف د يعقوب(ع) نوم لس ځله ياد کړى دى.
٠ د يعقوب(ع) نوره د نورو په پرتله البقره سوره کې ډېر ياد شوى دى.
٠ يعقوب(ع) اولس کاله په مصر کې تېر کړي دي.
٠ ويل کېږي، چې يعقوب(ع) ١٨٥٣م ز کې وفات دى.
٠ يعقوب(ع) په ١٤٧ کلنۍ کې له نړۍ څخه تللى دى.
حضرت يوسف عليه السلام
٠ د يوسف(ع) پلار يعقوب(ع) دى.
٠ د يوسف(ع) مور راحيل بنت لابان ده.
٠ يوسف(ع) پينځه کلن و، چې مور يې مړه شوه.
٠ د يوسف(ع) نيکه د پلار له لورې اسحاق(ع) دى.
٠ يوسف(ع) اولس کلن و، چې ورونو يې کوهي ته واچاوه.
٠ د يوسف(ع) وروڼو خپل پلار ته ويل چې هغه ليوه وخوړ.
٠ يوسف(ع) په څاه(کوهي) کې درې ورځې و.
٠ يوسف(ع) په وروڼو کې لومړى ځل بنيامين ته وويل، چې ستا ورک شوى ورور يم.
٠ يوسف(ع) يولس وروڼه لرل.
٠ د يوسف(ع) تر ټولو کشر ورور بنيامين و.
٠ يو روايت وايي يوسف(ع) اوه کاله په بند کې و.
٠ د يوسف(ع) مشر ورور راوبين نومېدو.
٠ د يوسف(ع) غور نېکه ابراهيم(ع) دى.
٠ د يوسف ع نوم په قران شريف کې ٢٦ ځله راغلى دى.
٠ د يوسف(ع) نوم د قرانکريم په درې سورتونو کې راغلى دى، چې هغه يوسف، انعام او المومن دي.
٠ د يوسف(ع) پېښه په تفصيلي ډول يوسف سورت کې ذکر شوې ده.
٠ د يوسف(ع) پېښې ته قران احسن القصص نوم ورکړى دى.
٠ يوسف(ع) ١٢٠ کاله عمر درلود.
٠ يوسف(ع) په بيت المقدس کې تدفين دى.