د زړه په سر مې ازغی مات دی
نم مې د سترګو دومره زيات دی
يوه دجــــــله بلـــــــــه فــــرات دی
حسن دې کم ظلم دې زيات دی
خلک د حسن مطابق ظلم کوينه

بند او زندان مې ماتوای شو
بار مې د غشو په سر وړای شو
سر مې دښمن نه پريکوای شو
که جنګ د تورو وای ما کړای شو
د نصيب جنګ دی وارخطا ولاړه يمه

ورک شه مېراث او ورکې شومې
د بري لار کې ډېرې لومې
شته دي ازغي او هم پېچومې
تورې وهه بری به مومې
که بری نه وي ځوانان تل په تورو مرينه

په سرو لمبو باندې ګډيږي
له خپله سره پرې تيريږي
سل وارې مري خو ژوندی کيږي
په مورچل هغه سړی خيږي
چې يا مين وي يا يې پېغله ناسته وينه

له يارانې مې په شا نشې
چې راته سر په ښېرا نشې
په دې کيسه وار خطا نشې
چې په کور نه وم ته رانشې
درته به لار په بڼو څوک جارو کوينه

مسافري په ښه زړه وکه
شپه ورځ په ځان باندې يوه که
زړه کې د ياد بله ډېوه که
ته په لوستلو صرفه مه که
نجونو پېغور راکړ چې يار دې امي شونه.