واړه ښايسته د ګل په څېر کې
هر يو مين ته يې بې شمېر کې
د هر چا زړه ته يې ورتېر کې
خدايه ښايسته په دنيا ډېر کې
که ياري نکړي تش ديدن يې خوند کوينه
څه به کوم نصيب مې خوار دی
زړه مې بې ننګ سره ايسار دی
که يې پرېږدم له خدايه ډار دی
سبا مې بيا د کډو وار دی
په سر به پنډې چلوم په زړه غمونه
ښه دې تر دې زندګي مه شه
پېښه د مرګ رسوايي مه شه
کمه تر دې دې نيستي مه شه
مساپري دې روزي مه شه
زه دې په سپينه خوله ويده پرېښې ومه
په عزت لاړو رسوا راغی
ډک ملا بند تر ملا راغی
په ټيټو سترګو تر ما راغی
جانان له جنګ نه په شا راغی
په پرونی ورکړې خوله پښېمانه يمه
په دښمنانو باندې بريد که
ختم د وخت هر يو يزيد که
وطن دې پير ځان دې مريد که
ته په سنګر کې ځان شهيد که
زه به سور شال ستا په مزار وغوړومه