راشه ياره سوال قبليږي دعا وکړه
عاشقان له ژونده ستړي پکې ښخ دي
زما د زړه هديره واړه جنتي ده
شهيدان د ارمان مړي پکې ښخ دي
..........
چې نه شپيلۍ شته نه سندره دا دې چرته راوړم
د نصيبونو سمندره دا د چرته راوړم
بس تنهايي راسره اوسي او غمونه د يار
وخته ناترسه زوروره دا دې چرته راوړم
.......
ستا په زړه پيغلتوب راغلو
زما په زړه ليونتوب راغلو
د دې څه معنا شوه ياره
چې تا وخندل خوب راغلو
دا دی بيا په تا مين شوم
په ما بيا سړيتوب راغلو
14.12.2009
- محمدحنيف حيران
ژوند کې بې د مينې انسان څه کويزه ورپســــــې مرم او جانان څه کوي؟مونږ که سره وژنو که دوستي کوودوی زمونږه ګــــــټه تاوان څه کويځي که لاس يې نه رسي سرهم بايليدا خلک کمزوری ايمــــــان څه کويته او خدای نو شېخه که زه ګرم يمه؟ته خو ورته ګوره په ځان څه کوي؟مونږه که کرو کـــــــــه اوروو پر ځاندوی زمونږه زمکه آسمان څــــه کوياچوي لاسونه سپينو ستورو تهدا له هوس ډک ماشو...
07.01.2010
- محمدحنيف حيران
یارموپه خواه کې وي پریشان ولې یو
دخپله ځانه ورک حیران ولې یو
مونږ خو هیڅ بد چاسره ندي کړي
په تهمت رنګ د افغانان ولې یو
د یو کفن مو ت...