حضرت ابراهيم عليه السلام
٠  د ابراهيم(ع) له زوکړې او نوح(ع) تر منځ ٨٩٠ کاله تېرېږي.
٠  نامتو تاريخپوه ابوالفدا د نوح(ع) توپان او ابراهيم(ع) د زوکړې تر منځ ١٠٨١ کاله ښودلي.
٠  ابراهيم(ع) په بابيل کې پيدا شوى و.
٠  تاريخپوه طبري د نوح(ع) توپان او ابراهيم(ع) د زوکړې تر منځ موده ١٠٨٩ کاله بللې.
٠  د ابراهيم(ع) پلار ازر نوميدو.
٠  د ابراهيم(ع) پلار ازر نجار و.
٠  ابراهيم(ع) خپل زوى اسماعيل د قربانۍ لپاره د صفا غره لمنې ته وړى و.
٠  ابراهيم(ع) تر ټولو مخکې خپل پلار الهي عبادت ته راوباله.
٠  ابراهيم(ع) ٧٥ کلن و چې د الله په امر يې حسران ښار پرېښود او کنعان ته لاړ.
٠  ابراهيم(ع) دوه وروڼه لرل.
٠  ابراهيم(ع) د نمرود پاچا له لورې اور ته اچور شوى و.
٠  د ابراهيم(ع) مشر زوى اسماعيل و.
٠  ابراهيم(ع) شپږ ودونه کړي وو.
٠  په ابراهيم(ع) ٢٠ صحيفې نازلې شوې وې.
٠  د قران شريف په ٦٣ ايتونو کې د ابراهيم(ع) نوم راغلى دى.
٠  ابراهيم(ع) نېږدې ٢٠٠ کاله عمر درلود.
٠  ابراهيم(ع) په شام(سوريه) کې خښ(دفن) دى.

***

حضرت اسماعيل عليه السلام
٠  د اسماعيل پلار ابراهيم(ع) و.
٠  د اسماعيل(ع) مور هاجره ده.
٠  اسماعيل(ع) د ابراهيم(ع) د مړينې پر وخت نږدې ٨٩ کلن و.
٠  اسماعيل لفظ مانا.
٠  اسماعيل(ع) له اسحاق(ع) څخه ١٣ کاله مشر و.
٠  اسماعيل(ع) له محمد(ص) څخه ٢٠٠٧کاله مخکې پيدا شوى و.
٠  اسماعيل(ع) پ بني جرهم قبيله کې پالل (پرورش) شوى و.
٠  اسماعيل(ع) اولنى واده په بني جرهم قبيله کې شوى و.
٠  اسماعيل(ع) دوه ودونه کړي وو.
٠  د اسماعيل(ع) مورنۍ ژبه قبطي وه.
٠  د اسماعيل(ع) پلرنۍ ژبه عبراني وه.
٠  اسماعيل(ع) دولس زامن درلودل.
٠  اسماعيل(ع) يوه لور درلوده.
٠  د اسماعيل(ع) د لور نوم محلاه يا بشامه و.
٠  د اسماعيل(ع) له زوى نايب څخه اصحاب الحجر نسل جوړ شو.
٠  د اسماعيل(ع) له زوى قيدار الرس نسل جوړ شو.
٠  اسماعيل(ع) د کعبې د ودانولو پر وخت خپل پلار ته ډبرې راوړلې.
٠  د اسماعيل(ع) له مړينې وروسته زوى يې نابت د کعبې منجور(پالونکى) و.
٠  اسماعيل(ع) نږدې ١٣٧ کلنۍ کې وفات شوى دى.
٠  اسماعيل(ع) په مکه(کعبه) کې مړ شوى دى.
٠  عرب تاريخپوهان وايي اسماعيل(ع) د حرم شريف دننه خښ کړى شوى دى.
٠  له تورات سره سم د اسماعيل(ع) قبر په فلسطين کې دى.