زلفوځنځیرسره مې زړه تنګیږي
 ستا له تصویرسره مې زړه تنګیږي
 بس ده یاري د میخوارانو کوم
 له ملا پیرسره مې زړه تنګیږي

د تورو  زلفو بوی دې نه راځي ښایسته جانانه
نصیب مې لرې په سیندونوباندې واړولم
  بیادې رخسارګوره چې څومره ګلابونه پرې ږدم
که سپرلي چرته په ګلو نو باندې واړولم

 

لکه ګورګوره چې نری نری باد وخوروي
داسې مې زړه په نیمه شپه کې ستایاد وخوروي
دخوشالۍ آروا مې یو دم ستا په غم را پاڅي
لکه خوب وړی شیرینۍچې  فرهاد وخوروي
د خیال کونترې مې د زړه د چینارڅانګې پریږدي
ورانه لیندۍ چې په خورجین کې صیاد وخوروي