حضرت نوحعليه السلام

٠  د نوح(ع) پلار لمک نومېدو.

٠  د نوح(ع) نيکه متوسلح نومېدو.

٠ د نوح(ع) مور سنحا بنت انوش نومېده.

٠  تاريخ پوهانو د نوح(ع) اصل نوم شريف شکير بللى.

٠  د نوح(ع) مېرمن واغله د سرکشۍ له امله په نوح(ع) توپان کې له منځه لاړه.

٠  د نوح(ع) زوى کنعان د سرکشۍ له امله په نوح(ع) توپان کې له منځه لاړ.

٠  د توپان پر مهال د نوح(ع) کښتۍ په جودي غره ولاړه وه.

٠  نوح(ع) له توپان وروسته د قروي په نوم کلي کې استوگن و.

٠  ويل کېږي د نوح(ع) توپان په لسم محرالحرم پېښ شوى.

د نوح(ع) کښتۍ په جودي غره شپږ مياشتې او اته ورځې ولاړه وه.

٠ د نوح(ع) له توپان وروسته د نړۍ پر مخ اباد شوى ښار حسران دى.

٠  عنکبوت سورت کې د نوح(ع) عمر (٩٥٠) کلونه ښودل شوى.

٠  په قران کې(٤٣) ځله د نوح(ع) يادونه شوې ده.

٠  د قران په(٢٨) سورتونو کې د نوح(ع) يادونه شوې ده.

٠  په هود(ع) سوره کې د نوح(ع) يادونه ډېره شوې ده.

٠  په نوح(ع) (١٠) صحيفې نازلې شوې وې.

٠  نوح(ع) له توپان څخه(٣٥٠) کاله وروسته هم ژوندى و.

 

 

هودعليه السلام

٠  هود(ع) عاد قوم ته ٥٠ کاله الهي بلنه ورکړه.

٠  د هود(ع) پلاد سلح نومېدو.

٠  پر عاد قوم له توپان وروسته هود(ع) (٥٠)کاله ژوندى و.

٠  پر عاد قوم د باد توپان پرلپسې اوه ورځې او اته شپې روان و.

٠  په قران کې د عاد قوم يادونه نهو سورتونو کې شوې ده.

٠  د هود(ع) پر مهال شِداد د اِرم بڼ په نوم جنت جوړ کړى و.

٠  په قران شريف کې اوه ځايه د هود(ع) نوم ياد شوى دى.

٠  هود(ع) له توپان څخه وروسته(٥٠) کاله ژوندى و.

 

 

حضرت صالح عليه السلام

٠  صالح(ع) د ثمود فوم لارښوونې لپاره گمارل شوى و.

٠  صالح(ع) په ثمود قوم کې پيدا شوى و.

٠  ثمود قوم په ١٨ ميل مربع ځمکه کې پروت و.

٠  په ثمود قوم د زړه بوږنوونکي تندر او پړکې توپان راغى.

٠  په تورات کې د صالح(ع) يادونه نده شوې.

٠  په قران شريف کې د صالح(ع) نوم اته ځايه راغلى.

٠  تر ټولو مخکې په اعراف سورت کې د صالح(ع) نوم راغلى.

٠  په هود(ع) سورت کې د صالح(ع) نوم ډېر ياد شوى دى.

٠  په هود(ع) سورت کې د صالح(ع) نوم څلور ځايه ياد شوى دى.

٠  ويل کېږي صالح(ع) په مکه کې وفات شوى دى.