حضرت ادم عليه السلام
٠ د ادم لومړنى زوى قابيل دى چې د ځمکې پر مخ يې وژنه وکړه.
٠ ادم په جنت کې له غنم خوړلو څخه منعه شوى و.
٠ ادم د ځمکې پر مخ له هر څه مخکې انگور خوړلي.
٠ د ادم زوى قابيل خپل ورور هابيل وواژه.
٠ هابيل د سې شنبې په ورځ وژل شوى دى.
٠ د هابيل او قابيل تر منځ د اقليما پر سر لانجه وه.
٠ د ادم په زامنو کې قابيل مشر و.
٠ ادم غوښتل د اقليما واده له هابيل سره وکړي.
٠ د قران په سورتونو کې له ټولو نه مخکې په البقره سورت کې د ادم ذکر راغلى.
٠ په قران کې ادم(ع) ٢٥ ځله ياد شوى.
٠ د قران په الاعراف سورت کې د ادم ډېره يادونه شوې ده.
٠ د قران په نهو سورتونو کې د ادم ياد راغلى دى.
٠ ادم په جنت الماوى کې استوگن و.
٠ د ادم لغوي مانا زېړچک، خاورين، غنم او غنمرنگ دي.
٠ عبراني ژبه کې ادم خاورې ته وايي.
٠ ادم کرونده او جامې گنډلو چار کړې ده.
٠ ادم نېږدې زر کاله عمر درلود.
حضرت شيث عليه السلام
٠ شيث(ع) د ادم زوى دى.
٠ شيث(ع) د هابيل له وژلو نه وروسته زېږېدلى.
٠ د شيث(ع) مور حوا ده.
٠ شيث(ع) د الله دويم پيغمبر دى.
٠ د شيث(ع) لقب اغثازيمون دى.
٠ د شيث(ع) لغوي مانا خدايي ورکړه ده.
٠ د شيث(ع) د زوکړې پر وخت ادم ١٣٠ کلن و.
٠ ادم چې ناروغ و، شيث(ع) يې د نورو زامنو په پرتله ډېر چوپړ(خدمت) کړى دى.
٠ د شيث(ع) تر ټولو مشر زوى نوش نوميدو.
حضرت ادريس عليه السلام
٠ ادريس(ع) د ادم له اتم پوشت څخه دى.
٠ د ادريس(ع) د پلار نوم يارد دى.
٠ د ادريس(ع) خپل نوم اخنوع دى.
٠ ادريس(ع) ته به عزرائيل خپل ورور وايه.
٠ په عبراني ژبه کې د ادريس(ع) نوم حنوک دى.
٠ حضرت ادريس(ع) ١٨٠ ښارونه ودان کړي وو.
٠ په يوناني ژبه کې د ادريس(ع) نوم طرمينس دى.
٠ ادريس(ع) په ٧٢ ژبو پوهېدو.
٠ الله په پيغمبرانو کې لومړى ځل ادريس(ع) ته ستورپوهنه(نجوم پوهنه) ورکړه.
٠ د درزيتوب پيل له حضرت ادريس(ع) څخه شوى.
٠ يهود قوم وايي چې ادريس(ع) ژوندى اسمان ته ختلى.
٠ په پيغمبرانو کې په لومړي ځل ادريس(ع) وسله(اصلحه) جوړه کړې.
٠ په پيغمبرانو کې په لومړي ځل ادريس(ع) اوږدوالى اندازه کول پيل کړي دي.
٠ په پيغبرانو کې په لومړي ځل ادريس(ع) د وزن اندازه دود کړې ده.
٠ په پيغمبرانو کې ادريس(ع) د ليک او لوست پنځونکى بلل کېږي.
٠ په پيغمبرانو کې ادريس(ع) د قلم پنځونکى بلل کېږي.
٠ ويل کېږي چې ادريس(ع) شپږم اسمان ته هم ختلى.
٠ شيث(ع) د ادريس(ع) ښوونکى او استاد و.
٠ د ادريس(ع) پينځه زامن وو.
٠ په ادريس(ع) دېرش(٣٠) صحيفې نازلې شوې وې.
٠ د قران په دوه سورتونو کې د ادريس(ع) يادونه شوې ده.
٠ په مريم او انبياء سورتونو کې د ادريس(ع) يادونه شوې ده.