نن درته د لوګر د فټبال ستوری درپېژنم، له هغه سره مو بنډار کړی دی، ستاسې توجه هم غواړو.
پوښتنه: له دود سره سم که لوستونکو ته خپل ځان وروپېژنئ؟
ځواب: د سلام په ويلو سره، سيف الله مسعود يم او د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ اوسيدونکی يم.
پوښتنه: د کومې مينې او جذبې له مخې مو د فټبال نړۍ ته مخه کړه؟
ځواب: د همدې مينې او جذبې له برکته مې دې نړۍ ته مخه کړه، چې بې سارې مينه مې ورسره وه او دا لوبه مې ډېره خوښېدله.
پوښتنه: تر دې مهاله مو په کومو کومو لوبو کې ګډون کړی دی؟
ځواب : د ولايت په کچه کې مې په هره لوبه کې ګډون کړی دی، د دې تر څنګ مې په کابل او جنوبي وزيرستان کې هم په ځينو لوبو او مسابقو کې ګډون کړی دی.
پوښتنه: ښه دا راته ووايې چې د خوښې لوبغاړی مو څوک دی او همدارنګه مو کوم لوبغالی خوښ دی؟
ځواب: د خوښې وړ لوبغاړی مې زين الدين زيدان او د خوښې وړ لوبغالی مې د لوګر د فټبال لوبغالی دی.
پوښتنه: له فوټبال نه پرته مو نورې کومې کومې لوبې کړې دي؟
ځواب: د کرکټ لوبه هم کله کله کوم او دواړمې لوبې مې خوښې دي.
پوښتنه: ډېری لوبغاړي مونږ وينو چې له دولتي لوړ پوړو چارواکيو ګيله من دي ستاسو خو به دغه حال نه وي؟
ځواب: هو همداسې ده، رښتيا هم دلته له هر لوبغاړي سره زياتی کيږي او د هغوی حقونه نه په خارج کې ورکول کيږي او نه په داخل کې، چې دا منظر د کرکټ په نړيوالو لوبو کې خلکو ډېر ښه وليد.
پوښتنه: د کومې لوبې په کتلو او د کومې لوبې په بايللو سره ډېر خفه شوي ياست؟
ځواب: د هرې لوبې په کتلو خوشاله او پر بايللو يې خفه کيږم.
پوښتنه: کله دې د لوبې په جريان کې په زوره خندلي يا د ډېر خفګان څرګندونه کړې ده چې اوس ستا خاطره جوړه شوې وي؟
ځواب: هو د لوګر ولايت په پای لوبه کې زما پښه سخته ژوبله شوه او ومې نشوای کولای چې لوبه وکړم، هغه و، چې ډېر ورته خفه وم او زورېدم ورته .
پوښتنه: که شوخي ونکړم، ستاسې د شخصي ژوند په اړه پوښتنې کولی شم؟
ځواب: هو ولې نه هيله کوم.
پوښتنه: کله دې مينه کړې ده ؟ بريالی وه که ناکامه؟
ځواب: هاهاهاها هو مينه مې کړې ده او اوس هم پکې ګير يم.
پوښتنه: ښه بېرته راځو خپلې موضوع ته، د لوګر د ځوانانو د لوبو راتلونکي ته په کومه سترګه ګورئ؟
ځواب: که د لوګر د فټبال او نورو لوبو د فدراسيون همدا حال وي؛ نو راتلونکی به يې په صفر کې ضرب وي.
پوښتنه: له دولتي چارواکيو مو څه غوښتنې دي؟
ځواب: له دولتي چارواکيو مې دا هيله ده چې لوبغاړو ته دې هغوی حقونه ورکړي او لويه هيله مې داده چې د محمدآغې ولسوالۍ د ځوانانو لپاره دې د کرکټ او فټبال لوبغالي جوړ کړي.
پوښتنه: ښه دا راته ووايه چې موسيقي اورې؟
ځواب: هو اورم يې او ښه ميوزيک مې ډېر خوښيږي.
پوښتنه: که درنو لوستونکيو ته په پای کې څه ويل غواړې؟
ځواب: له درنو لوستونکيو څخه هيله کوم، چې د هيواد راتلونکی په نظر کې ونيسي؛ ځکه چې دا وطن مونږه ځوانانو ته اړتيا لري او ځوان د قوم مټې وي، ځوانان د هيواد لويه سرمايه وي. خدای دې وکړي، چې په هيواد کې امينت او سوله راشي او له ورزش کارانو مې دا هيله ده، چې خپل نومونه په نړۍ وځلوي، نورې خپلې خبرې د سالک صاحب په دې شعر رانغاړم چې:
ستا د سترګو کتاب وايم ستا نظر زما خوښيږي
اوس د مينې په مذهب شوم پېغمبر زما خوښيږي.