خلک وايي ، مينتوب خو ليونتوب دی
خو زه وايم ، مينتوب ، برليتوب دی

خلک وايي ، ِِِعشق تش د زړه خوراک دی
خو زه وايم ، عشق مستي ده ، زلميتوب دی

خلک وايي ، مينه درد دی، امتحان دی
خو زه وايمه همدغه يي ښه توب دی

خلک وايي ، مينه شپه ده، تنهايي ده
خو زه وايم ، مينه کار د زړورتوب دی

خلک وايي ، مينه ځانته کار کتل دي
خو زه وايم، ما رستم ته سړيتوب دی