داسې خو نه چې به مې هېر و
زما به زده وه که به تېر و
شپول د مازغو مې ترې چاپېر و
اول مې شوق د سبق ډېر و
په تا مين شوم اوس سندرې يادومه
لکه توتي وړې خبرې يادومه
خوږې خوږې لکه شکرې يادومه
اوس سارايي شوم لرې برې يادومه

 
لکه د شپې چې جګ شي مړی
وي د ژونديو پوروړی
ځان يې راټول وي لکه پړی
سپوږمۍ د خدای روی مې دروړی
د دوو مينو تر منځ مه وړه مشالونه
ځولۍ ځولۍ درته کومه دا سوالونه
په عاشقانو باندې مه کوه ظلمونه
درته جوړه مې دي نيولي خپل لاسونه.

 
روانې وينې ترې ويالې شه
زهر دې اوښکې او خولې شه
کمې دې اور ته فاصلې شه
سپينې ماڼۍ دې کنډوالې شه
زما ياديږي د کېږدۍ يخ شمالونه
د خړ شپونکي د شپېلۍ مست مست اوازونه
تورې بيزې او خړې مېږې برګ پسونه
کورت او غوړي د پاچايانو خوراکونه.