راليږونکی : قدرت الله درمان خوست
ټليفونشميره:
برېښناليکپته: darman_af@yahoo.com
سرليک: ټپيزې
نېټه: 25.08.2009 06:43
ټپيزې
د هجران توره بلا مړه كړې
ما له جانانه جدا مه كړې
زما د زړه ارمان پوره كړې
خاونده سل كاله يې شپه كړې
سبا يې مه كړې مسافر لالى مې ځينه
نه خو په باد نه په باران يم
زه يې ديدن ته په ارمان يم
د مخ ليدو ته يې روان يم
جانان زما زه د جانان يم
كه په بازار مې خرڅوي ورسره ځمه
ماته له ټولې نړۍ ګران دى
زما د خوږ زړګي درمان دى
څه په مكيز مكيز روان دى
يار مې وړوكى دى نادان دى
د پتاسو په ځاى يې كورت راوړي دينه
كه دا زما ښيرې اثر كړي
خداى به د خپله در په در كړي
په تورو غرونو به د سر كړي
ريباره خداى د سزا در كړي
ليږلى ما وې كار د ځان ته ويئستــنه
مينه ښكاره شوه پټه نه شوه
خبره ټوله زمانه شوه
ستا له يارۍ نه مې توبه شوه
خبره لاړه ډنډوره شوه
جانانه خپل كار دې كوه خپل به كومه
ما وې زما يې زما نه شوې
لاړې د بل د كور ډيوه شوې
له خندا مسته تكه شنه شوې
د كافر ګل په شان كږه شوې
چې راسميږې نيمه ورځ به تيره وينه
شيخه په څه شي د كافر كړم
د هيرودو كوشش يې ډير كړم
بيل شوى يار به څنګه هير كړم
كه د شيدو لښتى ور تير كړم
خزان وهلى باغ مې نه نيسي ګلونه
په سپينه ټنډه خور اوربل كړه
په عاشقانو جوړ غوبل كړه
كه ډير پردى يې ځان راخپل كړه
خداى دې د سيند د غاړې ګل كړه
چې دې اوبو په پلمه درشم بوى دې كړمه