راليږونکی : نبيله غزل

ټليفونشميره:

برېښناليکپته: nabila.ghazal@yahoo.com

سرليک: ټپه ايزې

نېټه: 18.07.2009 15:27
ټپه ايزې

زړه به مې خپل اوبه اوبه کړم
ته چې خفه شې زه به څه کړم
زما قسم دی بيا به نه کړم
په خوله به جنګ درسره وکړه
د بڼو لاندې به زارۍ درته کومه

پرېږده چې سترګې کړمه تورې
ولې غوسه غوسه راګورې
له تا نه ځار ادکۍ مورې
زما د خيال جامې دي نورې
دا شين کميس د يار ديدن ته جوړومه


د سترګو تور د زړه درمان شه
پوره د زړه دې هر ارمان شه
زما د زړه وړوکی خان شه
جانانه راشه ادم خان شه
د درخانۍ مينه په ما وکړه مئېنه

ګرانه؛ که سپين مې تور کاکل شي
ما دې خدای مړه کړي که د بل شي
زړه مې دې وران لکه کابل شي
زما په سترګو کې دې ګل شي
که به يې ستا په مينه بل ته غړومه

که مې بدبخته مينه نه کړای
درد به مې ولې ولې هر باڼه کړای
نه به مې شپه ورځ ژړېده کړای
د تورو جنګ وای ما به وکړای
د نصيب جنګ دی وارخطا ولاړه يمه

نبيله غزل , پېښور