راليږونکی :قدرت الله درمان خوست
د راليږونکي پته :sarman_af@yahoo.com
نيټه : 03-05-2009
نه خو په ځان نه په جهان دي
ميئن د واړه په آرمان دي
ياره د مخ ليده د ګران دي
دا ستا په سترګو كې پيريان دي
چې په تا راشي غوټې ماته راكوينه

د خائيستونو نمونه دى
مخ ئې تك سپين لكه آئينه دى
جهان ئې ټول په تماشه دى
آسمان په ستورو خايئسته دى
په ځمكه خوند كړي د پۍ مخو كتارونه

زما د غاړې لونګين دى
ماته له هر څه نه شيرين دى
څومره نازك او نازنين دى
يار مې له سپينو پيو سپين دى
د بټ ياري په بټ ولاړ دى تور به شينه

تا چې له مينې نه توبه كړه
په ما د سپينه ورځ تياره كړه
جانانه ګوره داسې مه كړه
ياري خو تا كړه ما خو نه كړه
اوس ئې چې لنډه پريكوې ژاړه راځينه

مخ د تك سپين لكه د حورې
د څوارلسم د سپوږمۍ خورې
زما په زړه د كړو اور پورې
څنګه خواږه خواږه راګورې
لمن د نيسه چې زړګى در واچومه

دا ستا ديدن ته مې نن زړه شي
بغير لتا مې ژوندون نه شي
د سترګو جنګ كوم چې څه شي
غزا به هلته زما وشي
چې د سينې هيواد د فتحه كړم مئينه


زه چې راپيښ دا ستا په وره شم
جانانه ټول اوبه اوبه شم
دا ستا ديدن ته زړه نا زړه شم
غيرت كوم كولى نه شم
دا بې غيرته سترګې بيا درواړومه

د غلامۍ ژوند ئې منلى
رقيب ترې بيا ميدان ګټلى
نن پرې غږيږي واړه كلى
يار مې له جنګه تښتيدلى
په بيګانۍ وركړي خوله پښيمانه يمه

ما داسې ورځ غوښته له خدايه
هسې نه زړه مې شي بې ځايه
په زړه د څه دي راته ښايه
خبرې لنډې لنډې وايه
د لارې سر دى څوك به ځي څوك به راځينه