ټپيزې: محمدحنيف حيران
هره انجلۍ د وطن زوی کړې
ښه غيرتي يې ته رالوی کړې
په شهامت باندې يې پوی کړې
زلمو سنګر کې وينې توی کړې
پېغلې ړندې کړې چې کونډتوب نه قبلوينه
((((********************************************
لکه غمونه د جهان دي
ستوري شمارل د ټول اسمان دي
پکې دردونه پريمان دي
د يارانې کول اسان دي
جانانه ګرانه ده د يار د زړه ساتنه
**********************************************
اور به يې پور په کاله کړي
زور د د ښمن به ژر اوبه کړي
له وينو ډکه به يې خوله کړي
جانان به ولې توره نه کړي
تر نيمايي مورچله زه ورسره ځمه
*)*********************************************
ښخې په زړونو کې چړې کړې
ته چې باڼه لشې لشې کړې
ټول به د ځان په تماشې کړې
چې لو کوې ګوتې به پرې کړې
پلار ته دې وايه چې لوګري واچوينه
****************************************************
اول دې زړه سره سلا کړه
که ياري کړې ياري صفا کړه
مه يې په ډار مه يې په غلا کړه
ماته پرېکړی ځواب راکه
زه دې د بل له يارانې ايستلی يمه.