سلامونه حیران سیب هېله ده چې روغ به وی یاره حنیف خانه دا د ټپیزو په مرض د لکه چې زه هم ونیوم . نن د کار نه وزګار شوم او هوا ډیره ښه وه نو کور ته په پښو راوان شوم په لاره مې په همدې مرض ( ټپیزې ) فکر کاوه نو په زړه مې داسې خواږې خواږې وریدې د ځان سره مې په ترنم سره ویلې تر ځنګ به مې چې ځوک تیریدو داسې په کاږو به ئې راته کتل کیدای شي دوی ته به بل شان ښکاریدم ما ئې هم پروا نکوله لومړی مرض ( ټپیزه ) مې چې په مغزو کې را تاو شو نو د دې په خاطر چې رانه هیر نه شي په ټیليفون کې مې ولیکله تر کوره چې راتلم پوره کار مې کړی وه . نو ما ویل « د پکتیا په ډک » کې به ئې غږ را وباسم چې څه ترې جوړیږي
اباد اوسې په مینه « پیزوان»

ټپیزې

اوس پسې ژاړه او فریاد کړه
خپله ځواني په غم برباد کړه
ورڅه ورڅه الله د ښــاد کړه
جانانه هغه وخت دریاد کړه
وخت د سپرلي وه غوړیدلي وه ګلونه
*****
موسم د مست او لیونـــــی کړ
په ګل مین د زما زړګـــی کړ
چا خپل ښایست ته سپېلنی کړ
خاونده بیا د پســـــــــــرلی کړ
نجونه شفتل کړي زلمي سیل ته تلي دینه
*****
خـــــال د په غونډه زنه کیږده
جــــانانه نور غمـــونه پریږده
قـــــــــــدم د زما په قدم کیږده
راشه په زړه مې ګوتې کیږده
چې عاشقي مې در معلومه شیمینه
****
په کلي کور کې قدرمن شوې
قســم دی یاره مکرجن شوې
جــانانه څومره کبرجن شوې
په غواړيدلـي سـر مین شوې
بیا مې توبه ده سر به نه څوټي کومه
****
صبا مې بل وطن ته یون دی
څکه مې حال لکه مجنون دی
په والله سخت زما ژوندون دی
که زه خبر وی چې بیلتون دی
ما به جانان تر لاس نیولی ګرځونه
****
د کلـــــي کور سره مې جنګ دی
نوم مې د یار په تهمت رنګ دی
دیدن ئـــــــــې تل په ما کلنګ دی
زما د مینـــــــــــــې یار ملنګ دی
اوس به دېرې د ملنګــــــانو لټومه