زړه مې نری نری خـــــــــــوږيږي
وخت له خپل ځايه نه خوځيږي
دا ستا جفا راتــــه ياديــــــــــږي
رنګ مې په تا پـــــسې زيړيږي
خلکو ته وايم چې زيړي وهلی يمـــــــه.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د بې رخۍ تله درنه شــــوه
په غم ککړه دوستانه شوه
تر خپل مطلبه يارانه شــوه
عالمه ټګه زمانه شـــــــــوه
يار ته لستوڼی ورکوي منګول ساتينه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پېښه هر چا ته دا خـــواري ده
که څوک بوډا يا يې ځواني ده
سخته د مرګ بــــلابـــــــدي ده
د ځواني مرګ د شهيـــــدي ده
لکه په زېړو ګلو ړنګ شـــي دېوالونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
کومه خطا چې انسان وکړي
بيا ګټه څه که ارمـــان وکړي
ولې په بل چا ګومـان وکړي
څوک چې په خپله په ځان وکړي
نه دې ګېلې کړي نه دې اوښکې تويوينه.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دا رڼا ورځ درباندې شپه شه
په مخ راماته دې خــــــوله شه
درڅخه پاتې قـــــافـــــله شــــه
د بهيره اوښـــــه دې مړه شــــه
چې ورته کېنې ګوندې زه درياده شمه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په دواړو سترګو مې ړنـــده کې
له دې نه ښه ده چې مې مړه کې
يا مې د پلار په کــــــور زړه کې
د بهيرزن ښځه مـــــې مــــــه کې
سړه ډوډۍ خوري سر په تـــيږه لګوينه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
له ازغو ډکه زمــــا غـــــېږ ده
مورکۍ دې نوره مه رالېږده
په زړه دې غټه تيــــږه کېږده
د جګې تيږې ناسـتی پرېږده
ځان به اوبه کې ما به نه مومې مينه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ياره په ما خو نه ده زياته
دا مې ساتلې ټولـــه تاته
هم له خيرات هم له زکاته
په سپينه خوله کړه روژه ماته
د کفارت روژې بـــه دواړه ونيسونه