زمونږ د کلي نه پورې کله چې مې په هغه جګه غونډی خپلې دوه غواګانې چې يوه به يې مونږ خړه او بله به مو يې ښکروره بلله راواړولې نو ما ښکته په هغه شنه دشته کې سترګې خښې کړې وي او له ځانه سره مې په شپيلک کې سنده ويله له سندرې سره سره وړې وړې شګې را اخلم او بله پرې ولم خدای خبر چې د څه شي په اړه سوچونه کوم. خو يو وخت ګورم چې غواګانې مې نورې هم رانه ليرې شوې دي ان تر دې چې زما له سترګو فناه دي ما ويل ځه په کوزه چينه کې به اوبه چکي دا هغه چينه ده چرته چې به ما هر وخت خپل مال ته يخې اوبه ورکولې او دا چپنه د سلګی دغو د کور نه لاندې وه تا به ويل چې د سلګې د خونې نه سرچينه اخلي. کله چې مې د چينې پر لورې ور وکتل تر څو خپلې غواګانې پيدا کړم چې چرته دي نو ګورم چې غواګانې دواړه د هغې چينې خواته داسې راته ښکاري لکه چې په چينې کې يې څوک د اوبو چکلو ته نه ور پريږدي هغه داسې څوک چې زه يې د ښائسته سپينو اوډډو بډو مټو او خيالي اوږد تور پيکې چې ښکته ترې زنګيږي په ليدو حيران شوم خو اوس په دې هڅه کې شوم چې بايد مخ يې هم وګورم ځکه چې د جامو په مينځلو بوخته ده او خپل مخ يې ښکته ټيټ کړی ده. زه يې د سپينو مټو د ليدو په خاطر هک پک حيران ودريدم چې تر څو يې مخ راپورته کړو خو د مخ په پورته کيدو سره يې راباندې غږ وکړ اه نازوليه ته او دلته؟؟؟
وه لويه خدايه دا خو مې سلګی ده.
ورته موسکي شولم او ورته مې اوويل چې هو ګرانې زه يم...
دا چې زه لږ ترې لرې وم نو بې صبرانه يې را نارې کړې ويل ګوره چې غواګانې دې زمونږ شنه فصل ته لاړې نشي. ما ويل ښه ده زه به يې نه ور پريږدم خو چې کله ورنژدې شوم نو په ډکه خوله يې راته وخندل او زياته يې کړه.
پريږده ورځي به ما خو په دې بهانه ته راوستلې او غوښتل مې چې له نژدې دې اووينم او په سترګو کې دې خپله مينه اووينم ځکه له زړه خو دې يو خدای خبر دې.
نازوليه ډير راباندې ګران يې او اې پوهيږې چې زه به ټول عمر ستا د ژوند د خوښيو او کړاونو ملګرې يم.
ورته اومې خندل....
سلګې جانې زه هم له تاسره همدومره مينه لرم لکه څنګه چې زه په تا ګران يم او ته ما په زړه کې ځای کړې يې.. او زه هم غواړم چې د ټول ژوند ملګرتيا ته دې را اوبولم.
د سلګې سترګو کې د خوښي نه اوښکې را غللې او ويې ويل خدای تعالی خو دې همداسې وکړي خو که ابا مې يې هم اومني ځکه چې د هغه د بې اجازې نه خو مونږ هيڅ هم نشو کولاې ځکه چې پښتو ده کنه.....
او ويې ويل
راځه زمونږ کور ته ځو چې کله دې چای وچکه بيا به دې د کور لورې ته ځې.
ما ويل.. نه اوس ته لاړه شه هسې هم دوه ورځې بعد لوی اختر دې بيا زه درځم ځګه په اختر کې خو خلک له کوره څوک نه شړي. راسره ښه يې کړل له خندا نه په ډکه خوله يې راسره خدای په اماني وکړه او پورته د کور په خوا په غونډی لکه د زرکې ور پورته شوه. دوه ورځنی د انتظار موده مې ختمه شوې ده او د اختر ورځ ده. زه له اختر نه هم زما او د سلګی وعدې ته خوشحاله يم چې د اختر په ورځ د ملګرو سره يوځای اول د سلګی دغو کورته لاړم د هغوی د حويلی په منځ کې يوه وړه چوتره ده چې بايد له دې نه هم ور تير شو خو زه د سلګې د ليدو لپاره د نورو ملګرو نه لږ شاته شاته ځم چې ناڅاپه کوم چا د شا نه کلک ونيولم او د برنډې خواته يې ور کش کړم. وارخطا هم شولم خو چې ګورم اه سلګې.... په ډيره مينه يې راسره د اختر مبارکي وکړله ګورم چې د ټيکري پلو يې له ميوې نه ډک کړی ده او زما ټول جيبونه يې له هغې ميوې را ډک کړل دا چې له د شرمه سره ډير نشو دريدلای په مينه مو سره خدای په اماني وکړه د چوتر خواته چې را ورسيدم مخ مې ورواړاوو سلګې په لاس اشاره راته کوي خاندي او وايي.. بايي بايي
د اختر نه لا سمې 5 ورځې نه دي وتلې ( ماسره لا د سلګی د لاس ميوه نده ختمه) چې د کابل نه مې يو ناسکه تره راغللو دې راتګ مو خوښي نوره هم رازياته کړه ورځ تيره شوه تره مې زما له پلار سره د شپې په يوه ګوښه کي پس پسئ وکه او صبا ته د چای خوړو نه مخکې له کوره اووتل دا ورځ لا نيمايي ته نه وه رسيدلې چې بيرته راغلل او زما د پلار سره يو ښائښته دسمال هم په لاس کې ده کور ته د رارسيدو سره سم مې پلار زمونږ زړې کوټې ته لاړ توپک يې راواخيست او څو هوايي ډزونه يې وکړل. خوخير دا د حيرانتيا وخت هم تير شو سره کوټې ته شو نو تره مې اوويل ټولو ته دې مبارک وي امين ته مې ګوژده وکړه او هغه هم د فلانکي لور سلګی. ددې خبرې په اوريدو سره نه پوهيږم چې په ما به څه حال تير شوی وي زمونږ د کور له همدې کوټې را اووتم او د کور نه بهر لاړم په يوه ګوښه کې مې ښه ډير وژړل ځکه چې د پښتو رواجونو مې خوله را تړلې ده او بل د خپلې مينې دکوژدې دسمال مې له خپله کوره وزي نو ډير خفه يم رنګا رنګ سوچونه مې په زړه کې تيريږي راتيريږې او غلی ناست يم
وريږديدم او له ځانه سره مې په داسې حال کې اوويل چې خوله مې د اسمان په طرف نيولې وه ای لويه خدايه کاش چې زه دې په داسې ټولنه کي پيداکړی وای چې هر چا په خپله خوښه پکې واده کولاي او يا خو دې بيخې د پښتو په سيمه کې مين کړی نه واي.
ليکونکی: عزت الله اديب
کابل: February 25 2009