هسې به ځان لره غـــــم ډېر کړم
په تش هوس به عمــــــر تېر کړم
په مصيبت کې به ځان ګېر کړم
که د شودو لــــښتي ورتېر کړم
خزان ځپلی باغ مې نه نيـــــسي ګلونه

اوســـــــم يې تل په انتـــــــــظار کې
فرش به باڼـــــــــــه کړم ورته لار کې
کيسې يې خوند کړي په تلوار کې
ما له کوچنـــــــــــي رېباره ځار کې
د يــــار يوه خــــبره دوه وارې کوينـــــــــــــــه

روح د مين پسې توسيږي
ګلان په بوټو کې رژريږي
لکه ږلۍ پر زړه وريــــږي
خندا له تا سره ښايـــيږي
چې اننګي درته څلور ترازې کړينه

دنيا کې بد ژوند د بېلتون دی
هر يو مين ته زړه چاودون دی
ځار له وصاله ټول سکون دی

نن مې د يار پر لوري يون دی
خدايه رالنډ کړې دا د مځکې تناوونه

زما غريب پکـــــــــــې تاوان دی
نن شپه که زمکه که اسمان دی
بس خو رڼا يې ټول جهــــــــــان دی
سپوږمۍ پر ما دې څه احسان دی
د کوکۍ غل يم د بلۍ ســــــيوري کې ځمه