ياران دې وايي چې موږ ښه وو موږ خیانت نه کاوه
خو دوی کې چا په ارمانونو تجارت نه کاوه ؟
دوی سوداګر وو، دوی په هر یو کار کې ګټه غوښته .
دوی میئن نه وو، دوی له زړه نه محبت نه کاوه
یو څو پردیو د ښار واړه ډېوې ځکه مړې کړې
چې يي پاچا د چا په زوړنو حکومت نه کاوه
مونږه لېدل چې له سرونو نه شملې پرېوزي
د سپین زړي خلک وو ناحقه مو تومت نه کاوه
زموږ په کلي د اوښکو کمی هیڅ نه راتلو
خو بس غنمو په کندو کې برکت نه کاوه
نن يي په ( هو ) باندې له غره ډبرې وښویېدې
دې ملنګ مخکې چېرې داسې کرامت نه کاوه
دا رېښتیا نه دي چې مې هېره طریقه وه پېره !
هو دا رښتیا دي چې څه وخت مې ریاضت نه کاوه
موږ له ښاره ، بېرته ځکه د غره غېږ ته راغلو
هلته به ستړي وو، خو چا د دمي ست نه کاوه
۲۰۰۹د جنوري ۲۷ پراګ دچیک جمهوریت
28.01.2009
- محمدحنيف حيران
راليږونکی :نسیم ستورید راليږونکي پته :pakhtyan_stori@hotmail.comنيټه : 27-01-2009
دجهان په نقشهنسیم ستوری
په ژوند نن خوشحالې ده چې دا نوم رسمې اعلان شود میـنې ګلستان کـې دغـه نــوم مــو د خپل ځان شو
زخمې زړګی د قام شو په دې نوم باندې ټکور اوسژوندون د خپلواکۍ کې چې دا نوم د خپل جانان شو
نــېـکـمـرغــه دا نــامــه ده مـــبــــارک او بــخـــتــوره...
29.01.2009
- محمدحنيف حيران
انور شاهين خانخېلshaheenkhankhel@hotmail.comد لبنان په ٣٣ ورځني جنګ کښې د حزب الله غورځنګ په لاس د صهيونېسټ رژيم له ماتې او شکست نه پس دغه رژيم يو ځل بياد غزې په ٢٢ ورځني جنګ کښې هم د حماس غورځنګ په لاس ماتې او شکست وزغمۀ. او په دغو دواړو جنګونو کښې نه يوازې دا خبره ثابته شوه چې د نړۍ تر ټولو پرمختللې او خطرناکې اېټـمي وسلې او جديده ټېکنالوجي د ايمان د طاقت په وړاندې هيڅ ارزښت نه لري....