په ژوندانه به خـــوار و زار وي
تل به په غم کې را ايســـار وي
بس ګيله من به له خپل يار وي
که د چا روغ زړګی په کار وي
زمـــا دې واوري يارانه دې نـــــه کوينــــــه

جانانه څنګ ته مې درپرېږده
لـــکه ډنډر جګ دې ورمېږده
لکه ګلاب پســته دې غېږ ده
په چيلم دوه سـکروټې کېږده
لکه دوه بنې په سيالي خولې ورکوينه

له دې نه وړاندې مې ژوند ښه و
کورکــــی ړنــــګ د بېلتــــانــــه و
غم به د مرګ په خوب ويــــــده و
اول مـــــــې فــــــــکر درتــــه نــــه و
اوس مې د زړه ستنې کږې درپسې دينه

په خپل ښايست دې ورحمېږه
ډېره مې څنګ ته مه ودرېــــږه
راته په سترګو کې موسېـــــږه
بند په بند مه رانـــــه تاوېـــــږه
که مسافر شوم بيا به نه درځي خوبونه

خوشبو يې راوړله هوا شـــوه
وطن يې سپين کړلو رڼا شوه
پاڼو چکچکې کړې شڼا شــــــوه
د سپينو غاښو دې برېښنا شوه
چا ويل ږلۍ ده په تــــيرا يــــــې وروينــه

څوک چې مين شي نو پاګل شي
له خپل حالت څـــــــخه بدل شــــي
خس يې په ګيره کې وي غل شي
زما په سترګو کـــــې دې ګل شي
که زه به يې ستا پـــــه مينه بل ته غړومه

زړه خو هغه و چې غلو يوړو
چا د بڼو پــــــه چــــړو يـــــوړو
رانه يې لرې پـــه شـــپو يوړو
پېزوان مې خړو اوبـــو يوړو
په غمشريک لاليه نيـــسه ګودرونه.